ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (2) سوره: سوره نساء
وَاٰتُوا الْیَتٰمٰۤی اَمْوَالَهُمْ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِیْثَ بِالطَّیِّبِ ۪— وَلَا تَاْكُلُوْۤا اَمْوَالَهُمْ اِلٰۤی اَمْوَالِكُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ حُوْبًا كَبِیْرًا ۟
او ورکړئ -ای وصیت کوونکو- یتیمانانو ته -او دا هغه څوک دي چې: پلاران يې وفات شوي وي او دوی بلوغ ته نه وي رسیدلي- مالونه د دوی پوره پوره کله چې دوی بلوغ ته ورسیږی او دوی هوښیاران وي، او تاسو مه بدلوئ حرام مال په حلال باندې؛ دا چې تاسو د یتیمانو د مالونو څخه ښه او غوره مال واخلئ، او د هغه په بدل کې ورته د خپل مال څخه بیکاره او خراب مال ورکړئ، او تاسو مه اخلئ د یتیمانو مالونه چې د خپلو مالونو سره يې یوځای کوئ، یقینا دا کار ډیره لویه ګناه ده د الله تعالی په وړاندې.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• الأصل الذي يرجع إليه البشر واحد، فالواجب عليهم أن يتقوا ربهم الذي خلقهم، وأن يرحم بعضهم بعضًا.
د ټولو انسانانو اصل یو ځاې ته ګرځي، نو په دوی باندې واجب دي چې د خپل رب څخه وویریږي هغه چې دوی یې پیداکړي دي، او رحم دې وکړي ځینې لدوی نه په ځینو نورو باندې.

• أوصى الله تعالى بالإحسان إلى الضعفة من النساء واليتامى، بأن تكون المعاملة معهم بين العدل والفضل.
الله تعالی له کمزورو ښځو او یتیمانو سره د مهربانۍ امر کوي، نو له دوی سره باید معامله د انصاف او احسان له مخې وي.

• جواز تعدد الزوجات إلى أربع نساء، بشرط العدل بينهن، والقدرة على القيام بما يجب لهن.
تر څلورو ښځو پورې د څو ودونو کولو جواز، پدې شرط چې تر منځه یې عدل وشي، او د هغه څه کولو توان ولري چې د دوی لپاره اړین وي.

• مشروعية الحَجْر على السفيه الذي لا يحسن التصرف، لمصلحته، وحفظًا للمال الذي تقوم به مصالح الدنيا من الضياع.
پر کم عقل انسان باندې د بندیزونو د لګولو روا والی؛ هغه چې چارې په سمه توګه نشي سمبالولای، د ده د ښېګڼې لپاره او د هغه مال د ساتنې لپاره چې د دنیا چارې پرې سمبالیږي.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (2) سوره: سوره نساء
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن