ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (101) سوره: سوره اعراف
تِلْكَ الْقُرٰی نَقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآىِٕهَا ۚ— وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ۚ— فَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا بِمَا كَذَّبُوْا مِنْ قَبْلُ ؕ— كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِ الْكٰفِرِیْنَ ۟
دغه مخکني کلي - چې هغه د نوح، هود، صالح، لوط او شعیب -علیهم السلام- د قومونو کلي دي- مونږ بیانوو تاته او خبر درکوو تاته -ای پیغمبره- د دوی د حالاتو نه او هغه چې دوی کوم تکذیب او عناد کړی و او په دوی چې کوم عذاب راغلی و؛ د دې لپاره چې دا عبرت شي د هغه چا لپاره چې عبرت اخلي، او پند شي د هغه چا لپاره چې پند قبلوي، او بیشکه راغلي وو د دې کلیو والا ته پیغمبران د دوی په ښکاره دلیلونو د دوی په ریښتنولۍ، نو نه وو دوی چې ایمان یې راوړی وي د دې پیغمبرانو د راتګ په وخت کې د دې وجې نه چې مخکې لیکل شوی وو د الله تعالی په علم کې چې دوی به پدې باندې تکذیب کوي. او په شان د مهر لګولو د الله تعالی په زړونو د دې کلو والاو باندې کومو چې د خپلو پیغمبرانو تکذیب کړی؛ مهر لګوي الله تعالی په زړونو د کفر کوونکو په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې، نو د ایمان طرف ته هدایت نشي موندلی.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• الإيمان والعمل الصالح سبب لإفاضة الخيرات والبركات من السماء والأرض على الأمة.
ایمان او نیک عمل؛ له زمکې او آسمان څخه پر بنده باندې د نعمتونو او برکتونو د راتللو سبب دی.

• الصلة وثيقة بين سعة الرزق والتقوى، وإنْ أنعم الله على الكافرين فإن هذا استدراج لهم ومكر بهم.
او د رزق د پراخوالي او تقوا ترمنځ اړیکه ډیره مضبوطه ده، او که چیرته الله تعالی په کافرانو باندې نعمتونه وکړي نو دا د هغوی لپاره مهلت دی او په هغوی باندې چل دی.

• على العبد ألا يأمن من عذاب الله المفاجئ الذي قد يأتي في أية ساعة من ليل أو نهار.
بنده لره پکار ده چې د الله تعالی د ناڅاپي عذاب څخه په امن کې نشي هغه چې کیدای شي د شپې او د ورځې په هره برخه کې راشي.

• يقص القرآن أخبار الأمم السابقة من أجل تثبيت المؤمنين وتحذير الكافرين.
قران کریم د پخوانیو امتونو حالات او واقعات بیانوي لپاره د کلکوالي د مومنانو او لپاره د ویرې ورکولو کافرانو ته.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (101) سوره: سوره اعراف
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن