ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (138) سوره: سوره اعراف
وَجٰوَزْنَا بِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْبَحْرَ فَاَتَوْا عَلٰی قَوْمٍ یَّعْكُفُوْنَ عَلٰۤی اَصْنَامٍ لَّهُمْ ۚ— قَالُوْا یٰمُوْسَی اجْعَلْ لَّنَاۤ اِلٰهًا كَمَا لَهُمْ اٰلِهَةٌ ؕ— قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ ۟
او هغه مهال مو بني اسرائیل له سمندر څخه واړول کله چې موسی (علیه السلام) هغه په خپله امسا وواهه او وچاودیده، نو دوی په داسې یو قوم باندې ورتیر شول چې هغوی همیشوالی کاوه په بندګۍ د خپلو بتانو چې د الله تعالی نه پرته یې د هغوی بندګي کوله، نو بني اسرایېلو موسی -علیه السلام- ته وویل: ای موسی! جوړ کړه مونږ لره یو بت چې مونږ یې بندګي کوو لکه څنګه چې دوی لره بتان دي او دوی یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوي، موسی -علیه السلام- دوی ته وویل: ای زما قومه! یقینا تاسو داسې یو قوم یاست نه پوهیږئ په هغه څه چې د الله تعالی حق جوړیږي د هغه د توحید او لویۍ نه، او په هغه څه چې نه ښائې د هغه سره د شرک او د بل چا د بندګي نه.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• تؤكد الأحداث أن بني إسرائيل كانوا ينتقلون من ضلالة إلى أخرى على الرغم من وجود نبي الله موسى بينهم.
د دې پیښو څخه داسې په ډاګه کیږي چې بنی اسرایېلو به یوه ګمراهي پریښودله او بله به یې شروع کوله سره لدې نه چې په دوی کې د الله تعالی پیغمبر موسی -علیه السلام- هم و.

• من مظاهر خذلان الأمة أن تُحَسِّن القبيح، وتُقَبِّح الحسن بمجرد الرأي والأهواء.
د امت د کمزورۍ د څرګندو نښو څخه دا دي چې بد کار خایسته کړی شي، او خایسته کار بد کړی شي یوازې په فکر او خواهشاتو سره.

• إصلاح الأمة وإغلاق أبواب الفساد هدف سام للأنبياء والدعاة.
د امت اصلاح او د فساد د دروازو بندول د پیغمبرانو او داعیانو لوی هدف دی.

• قضى الله تعالى ألا يراه أحد من خلقه في الدنيا، وسوف يكرم من يحب من عباده برؤيته في الآخرة.
الله تعالی دا فیصله کړې چې په دنیا کې به یې هیڅوک د خپلو بندګانو څخه ونه ويني، او خامخا عزت به ورکړي هغه چا ته چې مینه ورسره کوي د خپلو بندګانو څخه په خپلو لیدلو په اخرت کې.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (138) سوره: سوره اعراف
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن