ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (157) سوره: سوره اعراف
اَلَّذِیْنَ یَتَّبِعُوْنَ الرَّسُوْلَ النَّبِیَّ الْاُمِّیَّ الَّذِیْ یَجِدُوْنَهٗ مَكْتُوْبًا عِنْدَهُمْ فِی التَّوْرٰىةِ وَالْاِنْجِیْلِ ؗ— یَاْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهٰىهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَیُحِلُّ لَهُمُ الطَّیِّبٰتِ وَیُحَرِّمُ عَلَیْهِمُ الْخَبٰٓىِٕثَ وَیَضَعُ عَنْهُمْ اِصْرَهُمْ وَالْاَغْلٰلَ الَّتِیْ كَانَتْ عَلَیْهِمْ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِهٖ وَعَزَّرُوْهُ وَنَصَرُوْهُ وَاتَّبَعُوا النُّوْرَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ مَعَهٗۤ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟۠
هغه کسان چې د هغه محمد صلی الله عليه وسلم پيروي کوي کوم چې داسې نالوستی نبي دی چې نه لولي او نه ليکل کوي، بلکې يوازې خپل پالونکی يې وحي ورته کوي او هغه داسې دی چې هغوی يې نوم، صفت او نبوت په هغه تورات کې ليکلی مومي چې پر موسی عليه السلام نازل کړل شوی او انجيل کې چې پر عيسی عليه السلام نازل کړل شوی، پر هغه څه امر ورته کوي چې نېکي او ښېګنه يې پېژندل شوې او له هغه څه يې را ګرځوي چې په صحيح عقلونو او سالمو فطرتونو کې يې بدي پېژندل شوې ده او د خوراک او څښاک له توکو او نکاح څخه يې هغه خوندور څه ورته روا کړي دي چې زيان پکې نه وي، او له هغو يې خبيث شيان پرې ناروا کړي دي او هغه سخت تکاليف يې ترې لېرې کړي دي چې پرې مکلف کېدل به، لکه د قاتل د وژلو وجوب هغه که بيا په لوی لاس و او که په تېروتنه، نو چا چې له بني اسرائيلو او نورو خلکو پرې ايمان راوړی دی، د هغه درناوی او احترام يې کړی او د هغو کافرانو پر خلاف يې مرسته ورسره کړې چې دښمني ورسره لري، او د هغه قرآن پيروي يې کړې چې پرې نازل کړل شوی، لکه د لارښوونکي رڼا، همدوی داسې بريالي دي چې هغه څه به ترلاسه کوي چې غواړي يې او له هغه څه به ساتل کيږي چې ترې ډاريږي.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• تضمَّنت التوراة والإنجيل أدلة ظاهرة على بعثة النبي محمد صلى الله عليه وسلم وعلى صدقه.
په تورات او انجیل کې ښکاره دلیلونه دي د محمد -صلی الله علیه وسلم- د پیغمبرۍ او د هغه په ریښتنولۍ.

• رحمة الله وسعت كل شيء، ولكن رحمة الله عباده ذات مراتب متفاوتة، تتفاوت بحسب الإيمان والعمل الصالح.
د الله تعالی رحمت هر یو شي ته رسیدلی، خو لیکن د الله تعالی رحمت په خپلو بندګانو مختلفې مرتبې لري، چې دا مرتبې د ایمان او نیک عمل په وجه فرق لري.

• الدعاء قد يكون مُجْملًا وقد يكون مُفَصَّلًا حسب الأحوال، وموسى في هذا المقام أجمل في دعائه.
دعا کله لنډه وي او کله تفصیلي (اوږده) وي د حالاتو مطابق، او موسی -علیه السلام- په دې ځای کې لنډه دعا کړې.

• من صور عدل الله عز وجل إنصافه للقِلَّة المؤمنة، حيث ذكر صفات بني إسرائيل المنافية للكمال المناقضة للهداية، فربما توهَّم متوهِّم أن هذا يعم جميعهم، فَذَكَر تعالى أن منهم طائفة مستقيمة هادية مهدية.
د الله د عدالت له بڼو څخه دا هم ده چې د مؤمنې ډلې په اړه يې انصاف وکړ، چې د بني اسرائیلو له لارښوونې او بشپړتیا سره ټکر صفتونه يې بيان کړل؛ نو کیدی شي یو وهم کوونکي دا وهم کړی وي چې دا -صفتونه- دوی ټولو ته شامل دی، نو الله تعالی یادونه وکړه چې لدوی څخه یوه ډله په سمه او د هدایت په لار لارښوونه شوې ده.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (157) سوره: سوره اعراف
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن