Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو كتاب مختصر در تفسير قرآن كريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (168) سوره: اعراف
وَقَطَّعْنٰهُمْ فِی الْاَرْضِ اُمَمًا ۚ— مِنْهُمُ الصّٰلِحُوْنَ وَمِنْهُمْ دُوْنَ ذٰلِكَ ؗ— وَبَلَوْنٰهُمْ بِالْحَسَنٰتِ وَالسَّیِّاٰتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او مونږ دوی په ځمکه کې وویشل، او ټس نس مو کړل په دې کې په ډلو سره، وروسته لدې نه چې دوی یوځای وو، ځینې د دوی نه نیکان دي چې ولاړ دي د الله تعالی په حقونو او د هغه د بندګانو په حقونو، او ځینې د دوی نه درمیانه دي، او بعضې د دوی نه زیاتي کوونکي دي په خپلو ځانونو باندې په ګناهونو سره، او مونږ په دوی باندې امتحان وکړ په پراخۍ او سختۍ سره د دې لپاره چې شاید دوی د هغو ګناهونو څخه راوګرځي چې دوی په کې دي.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• إذا نزل عذاب الله على قوم بسبب ذنوبهم ينجو منه من كانوا يأمرون بالمعروف وينهون عن المنكر فيهم.
کله چې د الله تعالی عذاب په یو قوم باندې د هغوی د ګناهونو په وجه راشي هغه څوک به د دې څخه بچ کیږي چې په نیکیو باندې یې امر کاوه او په دوی کې به یې له بدیو څخه خلک منع کول.

• يجب الحذر من عذاب الله؛ فإنه قد يكون رهيبًا في الدنيا، كما فعل سبحانه بطائفة من بني إسرائيل حين مَسَخَهم قردة بسبب تمردهم.
د الله تعالی د عذاب څخه ویره کول لازم دي؛ شاید چې دا په دنیا کې ویروونکی وي، لکه څرنګه چې الله تعالی د بني اسرایېلو په یوه ډله باندې کړي وو کله چې ئې د هغوی شکلونه مسخه کړي و او شادوګان یې ترې جوړکړي و د هغوی د سرکشۍ په وجه.

• نعيم الدنيا مهما بدا أنه عظيم فإنه قليل تافه بجانب نعيم الآخرة الدائم.
الله پر بني اسرائيلو رسوايي او بې زولي مسلطه کړه او دا چې هر وخت به يوڅوک هغوی ته د خپل ظلم او بې لارۍ له امله يې سزا ور څکي.

• أفضل أعمال العبد بعد الإيمان إقامة الصلاة؛ لأنها عمود الأمر.
د دنيا پېرزوينې که څومره لويې ښکاره شي، خو بيا هم د آخرت د تلپاتې پېرزوينو په بدل کې لږې او بې ارزښته دي.

• كتب الله على بني إسرائيل الذلة والمسكنة، وتأذن بأن يبعث عليهم كل مدة من يذيقهم العذاب بسبب ظلمهم وانحرافهم.
له ايمان څخه وروسته د بنده غوره کړنه بشپړلمونځ ادا کول دي، ځکه هغه د دين ستنه ده.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (168) سوره: اعراف
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو كتاب مختصر در تفسير قرآن كريم - لیست ترجمه ها

مرکز تفسیر و پژوهش‌های قرآنی آن را منتشر كرده است.

بستن