ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (172) سوره: سوره اعراف
وَاِذْ اَخَذَ رَبُّكَ مِنْ بَنِیْۤ اٰدَمَ مِنْ ظُهُوْرِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَاَشْهَدَهُمْ عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ ۚ— اَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ؕ— قَالُوْا بَلٰی ۛۚ— شَهِدْنَا ۛۚ— اَنْ تَقُوْلُوْا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اِنَّا كُنَّا عَنْ هٰذَا غٰفِلِیْنَ ۟ۙ
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې راوویست رب ستا د شاګانو د بني ادمو نه د هغوی اولادونه، او د هغوی نه یې اقرار واخیست په خپل هغه ربوبیت چې د هغوی په فطرتونو کې یې ایښودلی دی د اقرار کولو نه په دې خبره چې دا د دوی خالق او پرورش کوونکی دی داسې یې ورته وویل: آیا زه ستاسو رب نه یم؟ دوی ټولو وویل: ولې نه ته زمونږ رب یې، الله تعالی وویل: مونږ په تاسو امتحان کړی او په تاسو مو لوظونه اخیستي تردې چې تاسو د قیامت په ورځ انکار ونه کړئ د الله تعالی د حجت نه په تاسو باندې، او داسې ووایئ:مونږ د دې په اړه معلومات نه درلودل.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• المقصود من إنزال الكتب السماوية العمل بمقتضاها لا تلاوتها باللسان وترتيلها فقط، فإن ذلك نَبْذ لها.
د اسماني کتابونو د نازلیدو مقصد عمل کول دي د هغو په احکامو باندې نه یوازې په ژبه باندې د هغه تلاوت کول او لوستل يې، ځکه چې یوازې تلاوت کول او عمل پرې نه کول داسې دي لکه د هغه پریښودل.

• أن الله خلق في الإنسان من وقت تكوينه إدراك أدلة الوحدانية، فإذا كانت فطرته سليمة، ولم يدخل عليها ما يفسدها أدرك هذه الأدلة، وعمل بمقتضاها.
الله تعالی په انسان کې د هغه د جوړولو د وخت څخه د الله تعالی د یو والي د پوهې دلیلونه پیدا کړي، نو که د هغه فطرت برابر وي، او هغه څه پرې داخل نشي چې دې لره خراب کړي نو په دې دلیلونو خامخا پوهیږي، او د دې مطابق عمل کوي.

• في الآيات عبرة للموفَّقين للعمل بآيات القرآن؛ ليعلموا فضل الله عليهم في توفيقهم للعمل بها؛ لتزكو نفوسهم.
په دې آیتونو کې عبرت دی هغه چا ته چې د قران په آیتونو باندې د عمل کولو توفیق ورته ورکړی شوی دی؛ د دې لپاره چې وپیژني د الله تعالی په فضل په دوی باندې په توفیق ورکولو سره دې نیک عمل کولو ته؛ د دې لپاره چې د دوی نفسونه خوشحاله شي.

• في الآيات تلقين للمسلمين للتوجه إلى الله تعالى بطلب الهداية منه والعصمة من مزالق الضلال.
په دې آیتونو کې خبر ورکول دي مسلمانانو ته په توجه کولو سره الله تعالی ته په غوښتلو د هدایت د هغه نه او په ځان ساتلو سره د ګمراهۍ د ځایونو نه.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (172) سوره: سوره اعراف
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن