ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (59) سوره: سوره اعراف
لَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
یقینا مونږ نوح -علیه السلام- پیغمبر لیږلی و خپل قوم ته چې هغوی یې رابلل د الله تعالی یووالي ته، او پریښودلو د عبادت د بل چا ته، نو هغوی ته یې وویل: ای زما قومه! بندګۍ وکړئ یوازې الله تعالی لره، نو نشته تاسو لره څوک لایق د عبادت په حق سره پرته له هغه نه، بیشکه زه ویریږم په تاسو باندې -ای زما قومه- د عذاب د ورځې لویې نه په حالت د همیشوالي ستاسو په کفر باندې.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• الأرض الطيبة مثال للقلوب الطيبة حين ينزل عليها الوحي الذي هو مادة الحياة، وكما أن الغيث مادة الحياة، فإن القلوب الطيبة حين يجيئها الوحي، تقبله وتعلمه وتنبت بحسب طيب أصلها، وحسن عنصرها، والعكس.
پاکه ځمکه مثال دی د پاکو زړونو لپاره کله چې په هغې باندې وحې نازلیږي کومه چې د زندګۍ ماده ده، او لکه څرنګه چې باران د زندګۍ ماده ده، ځکه پاکو زړونو ته چې کله وحې راشي، نو قبلوي یې او زده کوی یې او رازرغونیږي په اندازه د پاکوالی د اصل د هغه، او په اندازه د ښایستوالي د عنصر د هغه، او همدا رنګه برعکس هم وي.

• الأنبياء والمرسلون يشفقون على الخلق أعظم من شفقة آبائهم وأمهاتهم.
أنبیاء او پیغمبران په خلکو باندې د خپل مور او پلار څخه زیات شفقت او مهرباني کوي.

• من سُنَّة الله إرسال كل رسول من قومه وبلسانهم؛ تأليفًا لقلوب الذين لم تفسد فطرتهم، وتيسيرًا على البشر.
د الله تعالی له طریقو څخه دا ده چې هر یو قوم ته پیغمبر له هغوی څخه د هغوی په ژبه لیږي؛ د دې لپاره چې د هغه خلکو زړونه لاس ته راوړي چې فطرت یې نه وي خراب شوی، او پر خلکو د اسانتیا لپاره.

• من أعظم السفهاء من قابل الحق بالرد والإنكار، وتكبر عن الانقياد للعلماء والنصحاء، وانقاد قلبه وقالبه لكل شيطان مريد.
د غټو کم عقلانو څخه هغه څوک دی چې د حق مقابله په رد او انکار سره کوي، او لویې کوي د غاړې کیښودلو نه علماوو او خیرخواهانو ته، او خپل زړه او ځان یې هر یو سرکښه شیطان ته تسلیم کړی وي.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (59) سوره: سوره اعراف
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن