Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد * - لیست ترجمه ها

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

ترجمهٔ معانی سوره: نحل   آیه:
وَلَا تَتَّخِذُوْۤا اَیْمَانَكُمْ دَخَلًا بَیْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوْتِهَا وَتَذُوْقُوا السُّوْٓءَ بِمَا صَدَدْتُّمْ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
او خپل منځ كې مو قسمونه د غولونې وسيله مه ګرځوئ كنه بيا به كوم قدم له ټينګېدو وروسته وښوييږي او په دې به كړاو وڅكئ چې خلک مو د الله له لارې اړولي او ستاسو لپاره به لوى عذاب وي.
تفسیرهای عربی:
وَلَا تَشْتَرُوْا بِعَهْدِ اللّٰهِ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؕ— اِنَّمَا عِنْدَ اللّٰهِ هُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
او د الله ژمنه په لږه غوندې بيه مه پلورئ، بې شكه څه چې الله سره دي هغه درته غوره دي كه تاسو پوهېږئ.
تفسیرهای عربی:
مَا عِنْدَكُمْ یَنْفَدُ وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ بَاقٍ ؕ— وَلَنَجْزِیَنَّ الَّذِیْنَ صَبَرُوْۤا اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
څه چې تاسو سره دي هغه ختميږي او څه چې الله سره دي، هغه باقي دي، او هغوى چې صبر كړى خامخا به يې د هغو نېكو عملونو په سر بدله وركړو چې هغوى به كول.
تفسیرهای عربی:
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْیِیَنَّهٗ حَیٰوةً طَیِّبَةً ۚ— وَلَنَجْزِیَنَّهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
چا چې نېک عمل وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو حتماً به ښه ژوند ورباندې تېر كړو او (آخرت كې به) د هغو نېكو عملونو چې دوى به كول، ښه بدله وركړو.
تفسیرهای عربی:
فَاِذَا قَرَاْتَ الْقُرْاٰنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ۟
نو كله چې ته قرأن لولې، له رټل شوي شيطانه په الله پورې پنا وغواړه.
تفسیرهای عربی:
اِنَّهٗ لَیْسَ لَهٗ سُلْطٰنٌ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟
حقيقت كې د ده په هغه چا څه برلاسى نشته چې ايمان يې راوړى او په خپل رب بروسه كوي.
تفسیرهای عربی:
اِنَّمَا سُلْطٰنُهٗ عَلَی الَّذِیْنَ یَتَوَلَّوْنَهٗ وَالَّذِیْنَ هُمْ بِهٖ مُشْرِكُوْنَ ۟۠
د هغه برلاسى خو پر هغو كسانو دى چې له ده سره ملګرتيا كوي او هغوى چې له (الله) سره شريک جوړونكې دي.
تفسیرهای عربی:
وَاِذَا بَدَّلْنَاۤ اٰیَةً مَّكَانَ اٰیَةٍ ۙ— وَّاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا یُنَزِّلُ قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُفْتَرٍ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او كله چې د يو آيت پر ځاى بل آيت بدل كړو او الله ښه پوه دى چې څه رانازل كړي نو دوى وايي چې ته دروغ تړونكى يې، بلكى زياتره يې نه پوهيږي.
تفسیرهای عربی:
قُلْ نَزَّلَهٗ رُوْحُ الْقُدُسِ مِنْ رَّبِّكَ بِالْحَقِّ لِیُثَبِّتَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَهُدًی وَّبُشْرٰی لِلْمُسْلِمِیْنَ ۟
ورته ووايه دا خو سپېڅلې پرښتې په رښتيني ډول ستا د رب له خوا نازل كړى دى، تر څو مومنان پرې ټينـګ او د امر منونكو لپاره هدايت او زېرى وي.
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی سوره: نحل
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد - لیست ترجمه ها

ترجمه شده توسط گروه مرکز ترجمهٔ رواد با همکاری انجمن دعوت در ربوه و انجمن خدمت به محتوای اسلامی به زبان‌های مختلف.

بستن