Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد * - لیست ترجمه ها

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

ترجمهٔ معانی سوره: عنکبوت   آیه:
وَلَا تُجَادِلُوْۤا اَهْلَ الْكِتٰبِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؗ— اِلَّا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْهُمْ وَقُوْلُوْۤا اٰمَنَّا بِالَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْنَا وَاُنْزِلَ اِلَیْكُمْ وَاِلٰهُنَا وَاِلٰهُكُمْ وَاحِدٌ وَّنَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ ۟
او بحث مه کوئ د اهل كتابو سره مګر په ښه توګه، مګر هغه کسان چې ظلم یې کړی د دوی نه (په عناد سره) او وایې ایمان راوړی دی موږ پر هغه څه چې نازل کړی شوي دي موږ ته او نازل کړی شوي دي تاسو ته او زموږ د بندګۍ حقدار او ستاسو د بندګۍ حقدار یو دی او موږ هغه لره غاړه ایښودونکي یو.
تفسیرهای عربی:
وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْكِتٰبَ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ ۚ— وَمِنْ هٰۤؤُلَآءِ مَنْ یُّؤْمِنُ بِهٖ ؕ— وَمَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا الْكٰفِرُوْنَ ۟
او دغسې نازل کړی دی موږ تا ته کتاب، نو چا ته مو چې (مخكې) كتاب وركړى و هغوى په دې هم ايمان راوړي او له دغو خلكو هم ځينې ايمان پرې راوړي او پرته له كافرانو بل څوك زموږ له آيتونو نه منكريږي.
تفسیرهای عربی:
وَمَا كُنْتَ تَتْلُوْا مِنْ قَبْلِهٖ مِنْ كِتٰبٍ وَّلَا تَخُطُّهٗ بِیَمِیْنِكَ اِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُوْنَ ۟
او لدې (قرآن) نه مخکې نه تا كوم كتاب لوستلو او نه دې په ښي لاس سره ليكلو، دغه وخت خامخا شک به کړی وی باطل پرستو.
تفسیرهای عربی:
بَلْ هُوَ اٰیٰتٌۢ بَیِّنٰتٌ فِیْ صُدُوْرِ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ ؕ— وَمَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا الظّٰلِمُوْنَ ۟
بلکې دا څرګند آيتونه دي د هغو خلكو په سينو كې چې علم وركړى شوى او له ظالمانو پرته بل څوك زموږ له آيتونو څخه نه منكريږي.
تفسیرهای عربی:
وَقَالُوْا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیٰتٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قُلْ اِنَّمَا الْاٰیٰتُ عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَاِنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
او دوى وويل: ولې په ده باندې د خپل رب له لورې څه نښې نازلې نه شوې؟ ورته ووايه: نښې خو یوازې الله سره دي او زه خو صرف يو ښكاره وېرونكى يم.
تفسیرهای عربی:
اَوَلَمْ یَكْفِهِمْ اَنَّاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ یُتْلٰی عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَرَحْمَةً وَّذِكْرٰی لِقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠
اّيا دوی ته بس نه ده چې موږ پر تا كتاب نازل كړ چې پر دوى لوستل كيږي؟ بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره رحمت او نصيحت دى چې ايمان راوړي.
تفسیرهای عربی:
قُلْ كَفٰی بِاللّٰهِ بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ شَهِیْدًا ۚ— یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِالْبَاطِلِ وَكَفَرُوْا بِاللّٰهِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
ورته ووايه: زما او ستاسي ترمنځ الله شاهد بس دى، څه چې په اسمانو او زمكه كې دي هغه پرې پوهيږي، او كومو خلكو چې باطل منلى او په الله كافر شوي همغوى تاوانيان دي.
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی سوره: عنکبوت
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد - لیست ترجمه ها

ترجمه شده توسط گروه مرکز ترجمهٔ رواد با همکاری انجمن دعوت در ربوه و انجمن خدمت به محتوای اسلامی به زبان‌های مختلف.

بستن