Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد * - لیست ترجمه ها

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

ترجمهٔ معانی سوره: انعام   آیه:
وَهُوَ الَّذِیْ یَتَوَفّٰىكُمْ بِالَّیْلِ وَیَعْلَمُ مَا جَرَحْتُمْ بِالنَّهَارِ ثُمَّ یَبْعَثُكُمْ فِیْهِ لِیُقْضٰۤی اَجَلٌ مُّسَمًّی ۚ— ثُمَّ اِلَیْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ یُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟۠
او دى هماغه دى چې د شپې مو ساګانې اخلي او د ورځې چې څه (ګناه) كوئ ورباندې پوهيږي، بيا مو پكې را پاڅوي تر څو هغه ټاكلې موده پوره شي، بيا مو د هغه لور ته ورتګ دى بيا مو په هغه څه خبروي چې تاسو به كول.
تفسیرهای عربی:
وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهٖ وَیُرْسِلُ عَلَیْكُمْ حَفَظَةً ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لَا یُفَرِّطُوْنَ ۟
هغه پر خپلو بندګانو واکمن او پر تاسي څارونكې پرښتې لېږي، تر دې چې كله له تاسي څخه د كوم يوه د مرګ نېټه رارسېږي نو زموږ لېږل شوې پرښتې د هغه سا اخلي او (خپلو دندو کې) کمی نه کوي.
تفسیرهای عربی:
ثُمَّ رُدُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ مَوْلٰىهُمُ الْحَقِّ ؕ— اَلَا لَهُ الْحُكْمُ ۫— وَهُوَ اَسْرَعُ الْحٰسِبِیْنَ ۟
بيا دوى ټول د الله په لور خپل رښتيني مالك ته ورګرځول كيږي، ښه واورئ چې پرېكړه به (يوازې) د هغه وي او هغه ډېر چټك حساب كوونكى دى.
تفسیرهای عربی:
قُلْ مَنْ یُّنَجِّیْكُمْ مِّنْ ظُلُمٰتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ تَدْعُوْنَهٗ تَضَرُّعًا وَّخُفْیَةً ۚ— لَىِٕنْ اَنْجٰىنَا مِنْ هٰذِهٖ لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الشّٰكِرِیْنَ ۟
ووايه: د وچې او لمدې له تيارو مو څوك ژغوري چې په زاريو يې پټ پټ رابولئ، (او وایاست) كه له دې يې بچ كړلو نو خامخا به له شكر وېستونكو يو.
تفسیرهای عربی:
قُلِ اللّٰهُ یُنَجِّیْكُمْ مِّنْهَا وَمِنْ كُلِّ كَرْبٍ ثُمَّ اَنْتُمْ تُشْرِكُوْنَ ۟
ورته وايه: الله مو له هغې او له بل هر كړاوه ساتي خو تاسو بيا هم شريكان ورسره نيسئ.
تفسیرهای عربی:
قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلٰۤی اَنْ یَّبْعَثَ عَلَیْكُمْ عَذَابًا مِّنْ فَوْقِكُمْ اَوْ مِنْ تَحْتِ اَرْجُلِكُمْ اَوْ یَلْبِسَكُمْ شِیَعًا وَّیُذِیْقَ بَعْضَكُمْ بَاْسَ بَعْضٍ ؕ— اُنْظُرْ كَیْفَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّهُمْ یَفْقَهُوْنَ ۟
ووايه: هغه په دې واکمن دى چې له پاسه يا له پښو لاندې مو كوم عذاب درباندې راولي، يا مو په ډلو ډلو كې سره ګډوډ كړي او ځينو ته د ځينى نورو د عذاب خوند وروڅكي، وګوره څرنګه اّيتونه اړوو تر څو دوى وپوهيږي.
تفسیرهای عربی:
وَكَذَّبَ بِهٖ قَوْمُكَ وَهُوَ الْحَقُّ ؕ— قُلْ لَّسْتُ عَلَیْكُمْ بِوَكِیْلٍ ۟ؕ
ستا قوم له هغه څخه انكار كوي حال دا دى چې هغه حقيقت دى، دوى ته ووايه، چې زه پر تاسي د محافظ په حيث نه يم مقرر شوى.
تفسیرهای عربی:
لِكُلِّ نَبَاٍ مُّسْتَقَرٌّ ؗ— وَّسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟
د هر خبر (څرګندېدو) لپاره يوه نېټه ټاكل شوې او زر به پوه شئ.
تفسیرهای عربی:
وَاِذَا رَاَیْتَ الَّذِیْنَ یَخُوْضُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتّٰی یَخُوْضُوْا فِیْ حَدِیْثٍ غَیْرِهٖ ؕ— وَاِمَّا یُنْسِیَنَّكَ الشَّیْطٰنُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرٰی مَعَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او كله چې هغه خلك و وينې كوم چې زموږ په اّيتونو كې د عيب لټونې بحثونه كوي نو ترى په څنګ شه تر هغه چې په نورو خبرو كې لګيا شي، او كه شيطان يې درنه هېركړى نو دريادېدلو نه وروسته له ظالمانو خلكو سره مه كېنه.
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی سوره: انعام
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد - لیست ترجمه ها

ترجمه شده توسط گروه مرکز ترجمهٔ رواد با همکاری انجمن دعوت در ربوه و انجمن خدمت به محتوای اسلامی به زبان‌های مختلف.

بستن