Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى مولولوی جانباز سرفراز * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی سوره: قصص   آیه:
قَالَ اِنَّمَاۤ اُوْتِیْتُهٗ عَلٰی عِلْمٍ عِنْدِیْ ؕ— اَوَلَمْ یَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ قَدْ اَهْلَكَ مِنْ قَبْلِهٖ مِنَ الْقُرُوْنِ مَنْ هُوَ اَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَّاَكْثَرُ جَمْعًا ؕ— وَلَا یُسْـَٔلُ عَنْ ذُنُوْبِهِمُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟
قارون وویل: دا مال ما ته زما د پوهې له برکته راکړی شوی دی. ایا په دې نه پوهیده چې له ده نه وړاندې الله د ډیرو زمانو هغه خلک هلاک کړي دي چې له ده نه يې زور زیات او مال يې ترې ډیر ؤ؟ او له مجرمانو څخه به هغوی د ګناهونو پوښتنه نه کیږي.
تفسیرهای عربی:
فَخَرَجَ عَلٰی قَوْمِهٖ فِیْ زِیْنَتِهٖ ؕ— قَالَ الَّذِیْنَ یُرِیْدُوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا یٰلَیْتَ لَنَا مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ قَارُوْنُ ۙ— اِنَّهٗ لَذُوْ حَظٍّ عَظِیْمٍ ۟
یوه ورځ هغه په خپل شان او شوکت سره د قوم په وړاندې راغی ـ نو هغو کسانو چې ددنیا لیوال وو وویل: کاشکې چې مونږ هم هغه څه درلودای چې قارون ته ورکړای شوي دي په رښتیا چې دی د لويې برخې خاوند دی.
تفسیرهای عربی:
وَقَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَیْلَكُمْ ثَوَابُ اللّٰهِ خَیْرٌ لِّمَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ۚ— وَلَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا الصّٰبِرُوْنَ ۟
او د علم او پوهې خاوندانو وویل: ستاسې په حال افسوس: د الله ثواب د هغه چا لپاره ډیر غوره دی چې ایمان يې راوړی او نیکي يې کړي وي. او دا لویه برخه یوازې زغم کوونکو ته ورکولای شي او بس.
تفسیرهای عربی:
فَخَسَفْنَا بِهٖ وَبِدَارِهِ الْاَرْضَ ۫— فَمَا كَانَ لَهٗ مِنْ فِئَةٍ یَّنْصُرُوْنَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؗۗ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنْتَصِرِیْنَ ۟
په پای کې مونږ قارون او د هغه کور په ځمکه کې ننویست ـ هیڅ ډله نه وه چې د الله په مقابله کې يې د هغه ملاتړ کړی وای او نه هغه په خپله د ځان مرسته وکړای شوه.
تفسیرهای عربی:
وَاَصْبَحَ الَّذِیْنَ تَمَنَّوْا مَكَانَهٗ بِالْاَمْسِ یَقُوْلُوْنَ وَیْكَاَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَیَقْدِرُ ۚ— لَوْلَاۤ اَنْ مَّنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا لَخَسَفَ بِنَا ؕ— وَیْكَاَنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْكٰفِرُوْنَ ۟۠
او کومو کسانو چې پرون د هغه د مقام ارمان کولو نن يې په افسوس سره وویل: افسو زمونږ په حال چې دا خبره مو هیره کړې وه چې الله پاک خپل کوم بنده ته وغواړي روزي ور پراخوي، او یا يې پرې تنګوي. که الله پر مونږ مهربان شوی نه وای نو مونږ به يي هم په ځمکه کې ننویستلي وو. افسوس زمونږ په حال ځکه چې کافران نجات نه شي میندلی.
تفسیرهای عربی:
تِلْكَ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِیْنَ لَا یُرِیْدُوْنَ عُلُوًّا فِی الْاَرْضِ وَلَا فَسَادًا ؕ— وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟
دا د اخرت کور مونږ یوازې هغو خلکو ته ورکوو چې په ځمکه کې د لويي او فساد هڅې نه کوي او اخرنی بری د پرهیزګارانو په برخه دی.
تفسیرهای عربی:
مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ خَیْرٌ مِّنْهَا ۚ— وَمَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَلَا یُجْزَی الَّذِیْنَ عَمِلُوا السَّیِّاٰتِ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
څوک چې له نیکیو سره راشي بدل به يې لا ښه ورکړای شي ـ او څوک چې له بدۍ سره راشي نو بدکارو ته یوازې دهغوی د کړنو بدله ورکول کیږي.
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی سوره: قصص
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى مولولوی جانباز سرفراز - لیست ترجمه ها

ترجمه‌ى معانی قرآن کریم به زبان پشتو. مترجم: مولوی جانباز سرفراز

بستن