Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو ـ سرفراز * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (37) سوره: احزاب
وَاِذْ تَقُوْلُ لِلَّذِیْۤ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِ وَاَنْعَمْتَ عَلَیْهِ اَمْسِكْ عَلَیْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللّٰهَ وَتُخْفِیْ فِیْ نَفْسِكَ مَا اللّٰهُ مُبْدِیْهِ وَتَخْشَی النَّاسَ ۚ— وَاللّٰهُ اَحَقُّ اَنْ تَخْشٰىهُ ؕ— فَلَمَّا قَضٰی زَیْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنٰكَهَا لِكَیْ لَا یَكُوْنَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ حَرَجٌ فِیْۤ اَزْوَاجِ اَدْعِیَآىِٕهِمْ اِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا ؕ— وَكَانَ اَمْرُ اللّٰهِ مَفْعُوْلًا ۟
او ای پیغمبره! هغه یاد کړه چې تا هغه سړي ته چې الله پرې د اسلام او تا پرې د ازادۍ لورینه کړې وویل چې: ښځه دې درسره وساته وله او له الله نه وډار شه. او په دې توګه تا هغه خبره په زړه کې پټه پریښووله چې الله پاک يې ښکاره کول غوښتل[۱].او له خلکو ډاریدلې. په داسې حال کې چې الله زیات حق دار دی چې تا ورڅخه وویریږې. نو کله چې زید له هغې نه خپل حاجت پوره کړ مونږ هغه تا ته په نکاح کړه. تر څو په مؤمنانو د خپلو بللو شوو ځامنو د هغه ښځو په نکاح کولو کې کومه ستونزه نه وي چې هغوی ترې خپل حاجت پوره کړی وي. او د الله کار کیدونکی دی.
[۱] پیغمبر صلی الله علیه وسلم خوښوله چې له زینب سره يې د نکاح کولو پریکړه پټه پاتې او خلک ترې خبر نشي. ځکه چې زینب د هغه د خولې د ځوی زید ښځه وه او د خولې د ځوی له ښځې سره نکاح کول خورا ناوړه کار و( تفسیر الماوردی)
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی آیه: (37) سوره: احزاب
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو ـ سرفراز - لیست ترجمه ها

ترجمه‌ى معانی قرآن کریم به زبان پشتو. مترجم: مولوی جانباز سرفراز

بستن