Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو ـ سرفراز * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی سوره: زُمَر   آیه:
فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَبَ عَلَی اللّٰهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ اِذْ جَآءَهٗ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟
له هغه نه به لوي ظالم څوک وي چې پر الله يي درواغ تړل او چې رښتیني پیغام ورته راغی نو درواغ يي وګاڼه ایا دداسې کافرانو استوګنځی دوزخ نه دی؟
تفسیرهای عربی:
وَالَّذِیْ جَآءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُتَّقُوْنَ ۟
او هغه چا چې رښتینی پیغام راوړ او هغوی چې پیغام رښتیا وګاڼه نو همدوی پرهیزګاران دي.
تفسیرهای عربی:
لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— ذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۚۖ
هغوی ته د خپل رب له لورې ټول هغه څيزونه ورکولای شي چې هغوی هیله وکړي. او همدا د نیکو کارانو بدله ده.
تفسیرهای عربی:
لِیُكَفِّرَ اللّٰهُ عَنْهُمْ اَسْوَاَ الَّذِیْ عَمِلُوْا وَیَجْزِیَهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
ترڅو ترې الله د هغوی بدې کړني ورژوي او د ښو او نیکو کړنو يې پوره بدل ورکړي.
تفسیرهای عربی:
اَلَیْسَ اللّٰهُ بِكَافٍ عَبْدَهٗ ؕ— وَیُخَوِّفُوْنَكَ بِالَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟ۚ
ایا الله د خپل بنده لپاره بس نه دی؟ او کافرانو تا له هغو خدایانو څخه ډاروي چې پرته له الله نه يې نیولي دي. او هر څوک چې الله بې لارې کړ بیا هیڅوک ورته لار نشي ښوولی.
تفسیرهای عربی:
وَمَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّضِلٍّ ؕ— اَلَیْسَ اللّٰهُ بِعَزِیْزٍ ذِی انْتِقَامٍ ۟
او چا ته چې الله ښوونه وکړي بیا يي هیڅوک بي لارې کولی نشي ایا الله په هر څه برلاسی او پوره انتقام اخیستونکی نه دی؟
تفسیرهای عربی:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلْ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ اَرَادَنِیَ اللّٰهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كٰشِفٰتُ ضُرِّهٖۤ اَوْ اَرَادَنِیْ بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكٰتُ رَحْمَتِهٖ ؕ— قُلْ حَسْبِیَ اللّٰهُ ؕ— عَلَیْهِ یَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُوْنَ ۟
او قسم دی که ته له دوی پوښتنه وکړې چې اسمانونه او ځمکه چا پیدا کړي دي؟ نو خامخا به وايې: الله، ورته ووایه په دې مې پوه کړه که چیرې الله ما ته ضرر رسول وغواړي نو هغه خدایان چېتاسې يي پرته له الله بلئ له ما نه ضرر لرې کولای شي؟ او که الله په ما مهربانه شي نو هغوی د الله د مهربانۍ مخه نیولای شي؟ ورته ووایه چې: یو الله زما بس دی... او توکل کوونکي باید یوازې پر هغه توکل وکړي.
تفسیرهای عربی:
قُلْ یٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
ای محمده! ووایه چې: ای زما قومه! تاسې په خپله کړنلاره اوسئ او زه به په خپله کړنلاره وم ډیر ژر به درته پته ولګیږي.
تفسیرهای عربی:
مَنْ یَّاْتِیْهِ عَذَابٌ یُّخْزِیْهِ وَیَحِلُّ عَلَیْهِ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟
چې رسوا کوونکی عذاب چا ته راځي؟ او پر چا تل پاتې عذاب نازلیږي؟
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی سوره: زُمَر
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو ـ سرفراز - لیست ترجمه ها

ترجمه‌ى معانی قرآن کریم به زبان پشتو. مترجم: مولوی جانباز سرفراز

بستن