Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ બકરહ   આયત:
وَاِنْ كُنْتُمْ عَلٰی سَفَرٍ وَّلَمْ تَجِدُوْا كَاتِبًا فَرِهٰنٌ مَّقْبُوْضَةٌ ؕ— فَاِنْ اَمِنَ بَعْضُكُمْ بَعْضًا فَلْیُؤَدِّ الَّذِی اؤْتُمِنَ اَمَانَتَهٗ وَلْیَتَّقِ اللّٰهَ رَبَّهٗ ؕ— وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ ؕ— وَمَنْ یَّكْتُمْهَا فَاِنَّهٗۤ اٰثِمٌ قَلْبُهٗ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟۠
او که تاسو مسافر وئ او لیکونکی مو نه موند چې د پور وثیقه (سند) درته ولیکي، نو بس دی چې پر چا پور وي چې هغه ګاڼه(یو شی ګرو) ورکړي د پور خاوند ته، چې د ده د حق ضمانت وي، تر دې چې پوروړی خپل پور پرې کړي، که چېرې یو پر بل باور درلود نو نه لیکل لازم دي، نه ګواهان او نه ګاڼه، او پداسې حال کې به پور د پوروړي په ذمه امانت وي چې د پور خاوند ته به یې ورکول ورباندې واجب وي، او دی باید د الله تعالی څخه د دې امانت په اړه وډار شي، او د هېڅ شي انکار ترې ونکړي، که چېرې انکار یې وکړ نو چا چې دې معامله کې شتون درلود هغه باید ګواهي ورکړي، او ګواهي پټول روا نه دي، او چا چې پټه کړه نو د هغه زړه بد کاره شو، او الله تعالی ستاسو په کړنو پوه دی، هېڅ ترې نه پټېږي، او زر دی چې تاسو ته به د خپلو اعمالو بدله درکړي.
અરબી તફસીરો:
لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَاِنْ تُبْدُوْا مَا فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ اَوْ تُخْفُوْهُ یُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللّٰهُ ؕ— فَیَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
یوازې الله تعالی لره د هغه څه چې په اسمانو او ځمکه کې دي پېدایښت، ملکیت او تدبیر دی، او که چېرې تاسو ښکاره کړئ هغه څه چې ستاسو په زړونو کې دي او یا یې پټ کړئ الله تعالی پرې پوه دی، او زر دی چې تاسو سره به پرې حساب وکړي، پس لدې وروسته که چا ته یې خوښه شوه په خپل فضل او رحمت به یې وبخښي، او چاته یې چې خوښه شوه په خپل عدل او حکمت به عذاب ورکړي، او الله تعالی په هر څه قادر دی.
અરબી તફસીરો:
اٰمَنَ الرَّسُوْلُ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مِنْ رَّبِّهٖ وَالْمُؤْمِنُوْنَ ؕ— كُلٌّ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَمَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَكُتُبِهٖ وَرُسُلِهٖ ۫— لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْ رُّسُلِهٖ ۫— وَقَالُوْا سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَاِلَیْكَ الْمَصِیْرُ ۟
پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په ټولو هغو څه چې د الله تعالی لخوا ده ته نازل شوي باور کړی، او مومنانو همدا راز، ټولو په ګډه په الله ایمان راوړی، او په ټولو ملایکو یې هم ایمان راوړی، او په ټولو هغو کتابونو یې ایمان راوړی چې په پېغمبرانو یې نازل کړي، او په ټولو هغو پېغمبرانو یې ایمان راوړی چې رالېږلې یې دي، ایمان یې راوړی په داسې حال کې چې وایي: مونږ د الله تعالی د هېڅ یو استازي تر منځ توپير نه کوو، او وایي: مونږ هغه څه واوریدل چې تا پرې مونږ ته امر کړی او مونږ دې ترې منع کړې یو، مونږ ستا تابعداري کړې په کولو د هغه څه چې تا پرې امر کړی او په پرېښودلو د هغه څخه چې تا ترې منع کړې یو، او مونږ له تا غواړو چې مونږ ته بخښنه وکړې ای زمونږ ربه، پس زمونږ ستنیدل یوازې ستا په لور دي په ټولو کارونو کې.
અરબી તફસીરો:
لَا یُكَلِّفُ اللّٰهُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا ؕ— لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَیْهَا مَا اكْتَسَبَتْ ؕ— رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَاۤ اِنْ نَّسِیْنَاۤ اَوْ اَخْطَاْنَا ۚ— رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَیْنَاۤ اِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهٗ عَلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِنَا ۚ— رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهٖ ۚ— وَاعْفُ عَنَّا ۥ— وَاغْفِرْ لَنَا ۥ— وَارْحَمْنَا ۥ— اَنْتَ مَوْلٰىنَا فَانْصُرْنَا عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟۠
الله تعالی هیڅوک نه مکلف کوي مګر په هغومره کړنو چې وس یې لري؛ ځکه چې د الله دین په اسانتیا ولاړ دی، سختي پکې نشته، پس چا چې د خیر کار وکړ ده لره د خپل عمل نیکه بدله ده، هېڅ هم ترې نه کمېږي، او چا چې بد کار وکړ ده لره د خپل بد عمل او ګناه سزا ده، بل څوک یې ترېنه نشي بارولی، او پېغمبر او مومنان وایي: ای زمونږ ربه! مونږ ته سزا مه راکوه که چېرې له مونږ څخه څه هېر شو او یا تېروتلو په کړنه یا وینا کې بې له قصده، ای ربه زمونږ! مونږ مه مکلف کوه په هغه څه چې پر مونږ درانده تمامېږي او مونږ یې وس نلرو، لکه چې تا مکلف کړي و له مونږ څخه مخکې خلک، کومو ته چې تا د هغوی د ظلم له کبله سزا ورکړې وه لکه یهود، او مه باروه پر مونږ هغه اوامر او نواهي چې مونږ ته سخت وي او وس یې نلرو، او زمونږ د ګناهونو څخه راته تېر شه، او مونږ وبخښه، او په خپل فضل سره پر مونږ رحم وکړه، ته زمونږ دوست (واکدار) او مرستندوی یې، پس مرسته مو وکړه او بری راکړه په کافر قوم باندې.
અરબી તફસીરો:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• جواز أخذ الرهن لضمان الحقوق في حال عدم القدرة على توثيق الحق، إلا إذا وَثِقَ المتعاملون بعضهم ببعض.
د حقوقو د ضمانت لپاره د ګاڼې اخیستلو جواز، پداسې حال کې چې د حق د ثابتولو وس ونلري، مګر چې معامله کوونکي پر یو بل باور ولري (بیا باک نشته).

• حرمة كتمان الشهادة وإثم من يكتمها ولا يؤديها.
د ګواهۍ د پټولو حراموالی، او د هغه چا ګناه چې پټوي یې او نه یې ادا کوي.

• كمال علم الله تعالى واطلاعه على خلقه، وقدرته التامة على حسابهم على ما اكتسبوا من أعمال.
دالله تعالی د علم کمال (پوره والی) او د هغه خبر داری په خپلو مخلوقاتو، او د هغه پوره ځواک د هغوی څخه د خپلو کړنو د حساب اخیستلو په اړه.

• تقرير أركان الإيمان وبيان أصوله.
د ايمان د ارکانو او اصولو بيان

• قام هذا الدين على اليسر ورفع الحرج والمشقة عن العباد، فلا يكلفهم الله إلا ما يطيقون، ولا يحاسبهم على ما لا يستطيعون.
دا دین په اسانتیا او بنده ګانو څخه د سختۍ په لرې کولو ولاړ دی، نو الله تعالی هېڅوک نه مکلف کوي مګر په هغه څه چې وس یې لري، او د هغه څه حساب ورسره نه کوي چې وس یې نلري.

 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ બકરહ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

તફસીર લિદ્ દિરાસતીલ્ કુરઆનિયહ કેન્દ્ર દ્વારા પ્રકાશિત.

બંધ કરો