કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: ફાતિર   આયત:

فاطر

સૂરતના હેતુઓ માંથી:
بيان فقر العباد المطلق إلى فاطر السماوات والأرض، وكمال غناه عنهم.
او په مطلق ډول د بنده ګانو؛ د آسمانونو او ځمکې پيداکوونکي ته احتياج او د هغه ورڅخه غنا (نه اړتيا).

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ جَاعِلِ الْمَلٰٓىِٕكَةِ رُسُلًا اُولِیْۤ اَجْنِحَةٍ مَّثْنٰی وَثُلٰثَ وَرُبٰعَ ؕ— یَزِیْدُ فِی الْخَلْقِ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
ټولې دکمال ستاينې هغه الله لره دي چې پرته له پخوانۍ بېلګې د آسمانونو او ځمکې پيداکوونکی دی، هغه ذات چې پرېښتې يې استازي ګرځولې دي، تر څو د هغه اندازه کړي امرونه پلي کړي، ځينې يې نبيانو ته وحي رسوي او په ور سپارل شوي امانت کې پر هغوی واکمنې دي، او ځينې يې د دوو او دريو او څلورو وزرونو څښتنانې دي چې پرې الوزي تر څو هغه څه پلي کړي چې امر ورته پرې شوی دی، الله چې وغواړي په پيدايښت کې په غړي، ښايست او آواز سره زياتوالی راولي، بېشکه الله پر هرڅه ځواکمن دی هيڅ شی يې نه شي عاجزه کولای.
અરબી તફસીરો:
مَا یَفْتَحِ اللّٰهُ لِلنَّاسِ مِنْ رَّحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا ۚ— وَمَا یُمْسِكْ ۙ— فَلَا مُرْسِلَ لَهٗ مِنْ بَعْدِهٖ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
پرته له شکه د هر څه چابيانې (کلیانې) د الله په واک کې دي، نو کومه روزي، لارښوونه، نېکمرغي او داسې نورې پېرزوينې چې خلکو ته پرانيزي، هيڅوک يې له دغه څخه نه شي منع کولای او نه بندولای او د هغه له بندلو وروسته يې هيڅوک نه شي ور پرېښودلی، هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، تقدير او تدبير کې د حکمت څښتن دی.
અરબી તફસીરો:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ ؕ— هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَیْرُ اللّٰهِ یَرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؗ— فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ ۟
اې خلکو! پر تاسو د الله پېرزوينه په خپلو زړونو، ژبو او د غړو په اعمالو ياده کړئ، ايا تاسې لره له الله پرته بل پيداکوونکی شته چې له اسمانه د باران په اورولو روزي درکړي او له ځمکې روزي درکړي چې مېوې، کښتونه او له دغه پرته نور شيان را شنه کړي؟ له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، نو له دغه وروسته له حقه چېرې مخونه اړوئ او پر الله درواغ تړئ او ګومان کوئ چې الله لره شريکان دي، حال داچې همغه دی چې تاسې يې پيداکړي ياست او روزي درکوي.
અરબી તફસીરો:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• مشهد فزع الكفار يوم القيامة مشهد عظيم.
د قيامت په ورځ د کفارو د وېرې حالت[هغه بد منظر] به ډېر لوی حالت وي.

• محل نفع الإيمان في الدنيا؛ لأنها هي دار العمل.
د ايمان د ګټې رسولو ځای دنيا ده، ځکه هغه د عمل کور دی.

• عظم خلق الملائكة يدل على عظمة خالقهم سبحانه.
د پرېښتو د پيدايښت لوی والی د هغه د پاک پيداکوونکي پر لوی والي دلالت کوي.

وَاِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّنْ قَبْلِكَ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟
او ای رسوله! که ستا قوم ته درواغجن ګڼلی یې، نو صبر وکړه، ته لومړنی رسول نه يې چې قوم يې درواغجن ګڼلی وي، له شک پرته له تا مخکې امتونو لکه عاد، ثمود او د لوط قوم خپل رسولان يې درواغجن ګڼلي دي، او یوازې یو الله ته ټولې چارې ورګرځول کيږي، نو درواغ ګڼونکي به تباه کړل شي، او د هغه د رسولانو او مؤمنانو مرسته به وکړل شي.
અરબી તફસીરો:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا ۥ— وَلَا یَغُرَّنَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ ۟
ای خلکو! له شک پرته د قيامت په ورځ د بېرته را پورته کولو او جزا په اړه د الله ژمنه حق ده چې هيڅ شک پکې نشته، نو د دنيا د ژوند خوندونه او د هغې هوسونه دې د دغې ورځې لپاره په نېک عمل کولو تاسو له چمتووالي څخه دوکه نه کړي، او نه مو دې شیطان د باطل په ښايسته کولو او د دنيا ژوند ته په مخ اړولو تاسو په دوکه کې واچوي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الشَّیْطٰنَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوْهُ عَدُوًّا ؕ— اِنَّمَا یَدْعُوْا حِزْبَهٗ لِیَكُوْنُوْا مِنْ اَصْحٰبِ السَّعِیْرِ ۟ؕ
ای خلکو! له شک پرته شيطان ستاسو لپاره په تلپاتې دښمنۍ دښمن دی، نو هغه په دښمنۍ ونيسئ چې له هغه سره د جګړې التزام وکړئ، بېشکه هغه خپل پيروان پر الله کفر ته رابولي، تر څو يې د قيامت په ورځ پايله لمبه وهونکي اور ته ننوتل شي.
અરબી તફસીરો:
اَلَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ؕ۬— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ كَبِیْرٌ ۟۠
هغه کسان د شیطان د پيروۍ له امله يې پر الله کفر کړی، هغوی لره پياوړی عذاب دی، او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي هغوی لره د الله له لوري د هغوی د ګناهونو بښنه ده او هغوی لره د الله له لوري لوی اجر دی چې هغه جنت دی.
અરબી તફસીરો:
اَفَمَنْ زُیِّنَ لَهٗ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ فَرَاٰهُ حَسَنًا ؕ— فَاِنَّ اللّٰهَ یُضِلُّ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ۖؗ— فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَیْهِمْ حَسَرٰتٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَصْنَعُوْنَ ۟
بېشکه هغه څوک چې شيطان يې بد عمل ورته ښايسته کړی او هغه يې د ښايسته والي عقيده لري، د هغه چا غوندې نه دی چې الله هغه لره حق ښايسته کړی وي او هغه د حق والي عقيده ولري، بېشکه الله چې چاته وغواړي لارورکی کوي يې او چاته چې وغواړي لار ورته ښيي، هغه لره کوم اړ اېستونکی نشته، نو ای رسوله! خپل ځان دې د خپګان له امله د لارورکو د لارورکۍ له امله مه تباه کوه، بېشکه الله پاک پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، له هغه د هغوی له کړنو هيڅ هم نه پټيږي.
અરબી તફસીરો:
وَاللّٰهُ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ الرِّیٰحَ فَتُثِیْرُ سَحَابًا فَسُقْنٰهُ اِلٰی بَلَدٍ مَّیِّتٍ فَاَحْیَیْنَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— كَذٰلِكَ النُّشُوْرُ ۟
او الله هغه ذات دی چې بادونه يې لېږلي، دغو بادونو ورېځو ته خوځښت ورکړی، او ورېځې مو داسې ښار ته چلولې دي چې هلته شينګيا نشته، نو د هغو په اوبو مو ځمکه د هغې له وچ والي وروسته د شينګيوو په راټوکولورا ژوندۍ کړې ده، لکه څنګه مو چې دغه ځمکه د هغې له مړينې وروسته په هغې کې د شينګيوو په اېښودلو سره ژوندۍ کړې ده، همدارنګه به د قيامت په ورځ د مړو بېرته را ژوندي کول وي.
અરબી તફસીરો:
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ الْعِزَّةَ فَلِلّٰهِ الْعِزَّةُ جَمِیْعًا ؕ— اِلَیْهِ یَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّیِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ یَرْفَعُهٗ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَمْكُرُوْنَ السَّیِّاٰتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ؕ— وَمَكْرُ اُولٰٓىِٕكَ هُوَ یَبُوْرُ ۟
څوک چې په دنيا او يا په آخرت کې عزت غواړي، نو له الله پرته له بل چا دې نه غواړي، يوازې يو الله لره په دنيا او آخرت کې عزت دی، يوازې هغه ته پاکې خبرې[اذکارشرعیه،قران] ورخېژي،اونیک عمل الله خپل ځانته پورته کوي او څوک چې ناوړه تدبيرونه جوړوي، لکه د رسول صلی الله عليه وسلم د وژلو هڅه، هغوی لره سخت عذاب دی، او د دغو کافرانو چل به له منځه ځي او خرابيږي به، او هغوی لره به کومې موخې ته ونه رسوي.
અરબી તફસીરો:
وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ اَزْوَاجًا ؕ— وَمَا تَحْمِلُ مِنْ اُ وَلَا تَضَعُ اِلَّا بِعِلْمِهٖ ؕ— وَمَا یُعَمَّرُ مِنْ مُّعَمَّرٍ وَّلَا یُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهٖۤ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟
او الله هغه ذات دی چې ستاسو پلار آدم يې له خاورې پيداکړ، بيا يې تاسو له مني پيداکړئ، بيا يې تاسو نارينه او ښځينه وګرځولئ، چې په خپلو منځو کې ودونه سره کوئ، نه کومه مېرمن بچی اخلي او نه خپل بچی زيږوي مګر د هغه پاک ذات په پوهه سره، له هغه د دغو څخه هيڅ هم نه شي پټېدلای، د هغه له مخلوقه نه د چا په عمر کې زياتوالی راځي او نه ترې کميږي مګر دا په لوح محفوظ کې ليکل شوي دي، بېشکه دغه ياد شوی له خاورې ستاسو پيدايښت، په پړاوونو کې ستاسو پيدايښت او په لوح محفوظ کې ستاسو د عمرونو ليکل دا ټول پر الله آسانه دي.
અરબી તફસીરો:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• تسلية الرسول صلى الله عليه وسلم بذكر أخبار الرسل مع أقوامهم.
د رسول صلی الله عليه وسلم لپاره ډاډګېرنه د نورو رسولانو له خپلو قومونو سره د کيسو په يادلو سره.

• الاغترار بالدنيا سبب الإعراض عن الحق.
په دنيا غره کېدل له حقه د مخ اړولو لامل دی.

• اتخاذ الشيطان عدوًّا باتخاذ الأسباب المعينة على التحرز منه؛ من ذكر الله، وتلاوة القرآن، وفعل الطاعة، وترك المعاصي.
د شيطان په دښمنۍ نيول د هغو اسبابو په غوره کولو چې له هغه لېرې والی راولي، لکه د الله ياد، د قرآن لوستل، د پيروۍ کول او ګناهونو پرېښودل.

• ثبوت صفة العلو لله تعالى.
د الله تعالی لپاره د لوړوالي صفت ثبابتول.

وَمَا یَسْتَوِی الْبَحْرٰنِ ۖۗ— هٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَآىِٕغٌ شَرَابُهٗ وَهٰذَا مِلْحٌ اُجَاجٌ ؕ— وَمِنْ كُلٍّ تَاْكُلُوْنَ لَحْمًا طَرِیًّا وَّتَسْتَخْرِجُوْنَ حِلْیَةً تَلْبَسُوْنَهَا ۚ— وَتَرَی الْفُلْكَ فِیْهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او هغه دوه دريابونه سره برابريږي نه دي: يو يې سخت خوږ، د خوږوالي له امله يې څښل آسانه دي، او دويم مالګين تروش د سخت تروش والي له امله يې څښل ناشوني دي او له دغو دواړو دريابونو تاسو تازه د ماهي غوښې خورئ او له هغو دواړو ملغلرې او مرجان را باسئ چې د ښکلا په موخه يې اغوندئ، او ای کتونکيه! ته کښتۍ وينې چې په خپل مخته او شاته تګ درياب پرې کوي، تر څو په سوداګرۍ سره د الله فضل ولټوئ، او ښايي تاسو د الله شکر وباسئ پر هغه څه چې پر تاسو يې ډېر خپل نعمتونه پېرزو کړي دي.
અરબી તફસીરો:
یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ ۙ— وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖؗ— كُلٌّ یَّجْرِیْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ؕ— وَالَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ مَا یَمْلِكُوْنَ مِنْ قِطْمِیْرٍ ۟ؕ
الله شپه په ورځ کې ننباسي، نو اوږدوي يې، او ورځ په شپه کې ننباسي او اوږدوالي یې زياتوي او هغه پاک ذات لمر تابع کړی، سپوږمۍ يې اتابع کړې ده، هر يو له دغو دواړو څخه د الله په پوهه کې تر ټاکلې اندازې تاويږي، چې هغه د قيامت ورځ ده، دغه ذات چې دا ټول اندازه کوي او چلوي يې هغه الله ستاسو پالونکی دی، يوازې هغه لره پاچايي ده او هغه بوتان چې له هغه پرته يې تاسو عبادت کوئ د خرما د زړي د پوټوکي په اندازه د څه څښتنان هم نه دي، نو څنګه يې له ما پرته عبادت کوئ؟!.
અરબી તફસીરો:
اِنْ تَدْعُوْهُمْ لَا یَسْمَعُوْا دُعَآءَكُمْ ۚ— وَلَوْ سَمِعُوْا مَا اسْتَجَابُوْا لَكُمْ ؕ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكْفُرُوْنَ بِشِرْكِكُمْ ؕ— وَلَا یُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِیْرٍ ۟۠
که چېرې تاسو خپل معبودان را بولئ هغوی ستاسو بلنه نه اوري، هغوی جمادات دي نه ژوند پکې شته او نه اورېدل ورلره شته، د فرض په ډول که هغوی واوري هم، نو ځواب نه شي درکولای، او د قيامت په ورځ به هغوی ستاسو د شرک او ستاسو دعبادت څخه[چې هغوی ته موکړی] بېزاره وي، ای رسوله! هيڅوک به تر الله پاک څخه زيات رېښتينی خبر درکوونکی نه وي.
અરબી તફસીરો:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اَنْتُمُ الْفُقَرَآءُ اِلَی اللّٰهِ ۚ— وَاللّٰهُ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟
ای خلکو! تاسو په خپلو ټولو چارو او ټولو حالاتو کې الله ته اړ ياستی، او الله بې پروا داسې ذات دی چې په هيڅ شي کې تاسو ته نه دی اړ، په دنيا او آخرت کې د هغه څه په اړه ستايل شوی دی چې د خپلو بندګانو لپاره يې اندازه کوي.
અરબી તફસીરો:
اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ وَیَاْتِ بِخَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟ۚ
که چېرې هغه پاک ذات وغواړي چې په تباه کولو مو له منځه يوسي، تباه به مو کړي له منځه به مو يوسي، او ستاسو پر ځای به نوي خلک راولي چې عبادت يې کوي، له هغه سره به هيڅوک هم نه شريکوي.
અરબી તફસીરો:
وَمَا ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ بِعَزِیْزٍ ۟
او ستاسو له منځه وړل په تباه کولو سره او ستاسو پرځای د نويو خلکو راوستل د الله تعالی لپاره ناشونې نده.
અરબી તફસીરો:
وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ؕ— وَاِنْ تَدْعُ مُثْقَلَةٌ اِلٰی حِمْلِهَا لَا یُحْمَلْ مِنْهُ شَیْءٌ وَّلَوْ كَانَ ذَا قُرْبٰی ؕ— اِنَّمَا تُنْذِرُ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ؕ— وَمَنْ تَزَكّٰی فَاِنَّمَا یَتَزَكّٰی لِنَفْسِهٖ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ الْمَصِیْرُ ۟
او هيڅ ګناهګار نفس به د بل ګناهګار نفس، ګناه نه شي اخېستی، بلکې هر ګناهګار نفس به خپله ګناه وړي، که چېرې د خپلو ګناهونو د بار له امله دروند کړل شوی تن څوک را وبولي چې د هغه له ګناهونو څه پر غاړه واخلي، نو د هغه له ګناهونو به هيڅ هم ترې وا نه شي اخېستلای، که څه هم را بلل شوی د هغه خپل وي، او ای رسوله! ته يوازې د الله له عذابه هغه کسان وېرولای شې چې له خپل پالونکي يې ډاريږي او په بشپړ ډول لمونځ کوي، همدوی ستا له وېرونې ګټه پورته کولای شي، او څوک چې له ګناهونو پاک شو چې تر ټولو لويه يې شرک دی، نو هغه د خپل ځان لپاره پاکيږي، ځکه ګټه يې همده ته ورګرځېدونکې ده، الله د هغه له پيروۍ بې پروا دی، او د قيامت په ورځ الله ته د حساب او بدلې لپاره ورګرځېدل دي.
અરબી તફસીરો:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• تسخير البحر، وتعاقب الليل والنهار، وتسخير الشمس والقمر: من نعم الله على الناس، لكن الناس تعتاد هذه النعم فتغفل عنها.
د درياب تابع کول، د شپې او ورځې يو په بل پسې راتلل، د لمر او سپوږمۍ تابع کول: پر خلکو د الله له نعمتونو څخه دي، خو خلک له دغو نعمتونو سره عادت شوي نو ترې بې پروا وي.

• سفه عقول المشركين حين يدعون أصنامًا لا تسمع ولا تعقل.
د مشرکانو د عقلونو کمزوري چې داسې بوتان رابولي چې نه اوري او نه پوهيږي.

• الافتقار إلى الله صفة لازمة للبشر، والغنى صفة كمال لله.
الله ته اړتيا د انسان يو لازمي صفت دی او غناء (بې پروايي) د الله د بشپړوالي صفت دی.

• تزكية النفس عائدة إلى العبد؛ فهو يحفظها إن شاء أو يضيعها.
د نفس د پاکوالی[فایده] بنده ته را ګرځېدونکئ ده،اوس خوښه دهغه چې ساتي يې او که بربادوي یې.

وَمَا یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ۟ۙ
او کافر او مؤمن په مرتبه کې نه سره برابريږي، لکه څنګه چې ړوند او بینا نه سره برابريږي.
અરબી તફસીરો:
وَلَا الظُّلُمٰتُ وَلَا النُّوْرُ ۟ۙ
او نه کفر او ايمان سره برابريږي لکه څنګه چې تيارې او رڼايي نه سره برابريږي.
અરબી તફસીરો:
وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُوْرُ ۟ۚ
او نه جنت او دوزخ په خپلو اغېزو کې سره برابريږي، لکه څنګه چې سيوری او ګرم باد نه سره برابريږي.
અરબી તફસીરો:
وَمَا یَسْتَوِی الْاَحْیَآءُ وَلَا الْاَمْوَاتُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُسْمِعُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَّنْ فِی الْقُبُوْرِ ۟
او نه مؤمن او کافر سره برابريږي، لکه څنګه چې مړي او ژوندي نه سره برابريږي، بېشکه الله هغه چا ته ور اورول کوي چې لارښوونه يې وغواړي، او ای رسوله! ته هغو کافرانو ته ور اوروونکی نه يې چې هغوی په قبرونو کې د مړيو غوندې دي.
અરબી તફસીરો:
اِنْ اَنْتَ اِلَّا نَذِیْرٌ ۟
ته يوازې هغوی لره د الله له عذابه وېروونکی يې.
અરબી તફસીરો:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ بِالْحَقِّ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا ؕ— وَاِنْ مِّنْ اُمَّةٍ اِلَّا خَلَا فِیْهَا نَذِیْرٌ ۟
او ای رسوله! له شک پرته ته مو له داسې له حق سره لېږلی يې چې هيڅ شک پکې نشته، د مؤمنانو لپاره د هغه څه زيری ورکوونکی يې چې الله د هغوی لپاره کوم عزتمند ثواب چمتو کړی او د کافرانو لپاره په هغه څه وېروونکی يې چې الله هغوی لره کوم دردوونکی عذاب چمتو کړی او له پخوانيو امتونو هيڅ داسې امت نشته چې په هغو کې د الله له لوري داسې رسول نه وي تېر شوی چې د هغه له عذابه يې نه وېرول.
અરબી તફસીરો:
وَاِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ— جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ وَبِالزُّبُرِ وَبِالْكِتٰبِ الْمُنِیْرِ ۟
او ای رسوله! که هغوی دې درواغجن وبولي، نو صبر کوه، ته لومړنی رسول نه يې چې قوم يې درواغجن ګڼلی وي، پخوانيو امتونو هم دغه خپل رسولان درواغجن ګڼلي دي لکه عاد، ثمود د لوط قوم، هغوی ته رسولان د الله له لوري له څرګندو داسې دليلونو سره راغلل چې د هغوی پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو اوهغوی ته رسولانو صحیفې او روښانه کتاب راوړی وو[فایده ورڅخه]هغه چا واخیسته چې چا ژورفکر او سوچ درلوده
અરબી તફસીરો:
ثُمَّ اَخَذْتُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟۠
او د دې سربېره هغوی پر الله او د هغه پر رسول کفر وکړ او په هغه څه کې يې رېښتيني ونه بلل چې د الله له لوري ورسره راغلي وو، هغه کسان چې کفر يې کړی وو تباه مو کړل، نو ای رسوله! فکر وکړه چې زموږ انکار د هغوی پر خلاف څنګه و، چې تباه مو کړل.
અરબી તફસીરો:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ۚ— فَاَخْرَجْنَا بِهٖ ثَمَرٰتٍ مُّخْتَلِفًا اَلْوَانُهَا ؕ— وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِیْضٌ وَّحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُهَا وَغَرَابِیْبُ سُوْدٌ ۟
او ای رسوله! ته نه وينې چې الله پاک له آسمانه د باران اوبه را نازلې کړې دي، نو پر دغو اوبو مو داسې مېوې را اېستلې دي چې بېلابېل رنګونه لري، سرې، شنې، ژېړې او نورې، وروسته تردې چې هغه ونې مو پرې اوبه کړې دي، او له غرونو ځينې سپينې لارې، ځينې سرې لارې او ځينې تکې تورې لارې دي.
અરબી તફસીરો:
وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَآبِّ وَالْاَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ اَلْوَانُهٗ كَذٰلِكَ ؕ— اِنَّمَا یَخْشَی اللّٰهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمٰٓؤُا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ غَفُوْرٌ ۟
او له خلکو، ژويو او څارويو (اوښانو، غويانو او پسونو) چې بېلابېل رنګونه لري لکه دغه ياد شوي چې دي. بېشکه د الله د مقام درناوی او له هغه وېرېدونکي يوازې عالمان دي، ځکه هغوی يې صفتونه، شريعت او د قدرت دليلونه پېژني، بېشکه الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، له خپلو بندګانو چې څوک توبه ورته وباسي ګناهونه يې بښي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَتْلُوْنَ كِتٰبَ اللّٰهِ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً یَّرْجُوْنَ تِجَارَةً لَّنْ تَبُوْرَ ۟ۙ
بېشکه هغه کسان چې د الله هغه کتاب لولي چې پر خپل رسول مو نازل کړی او څه چې په هغو کې دي پر هغو عمل کوي، او په ښه توګه لمونځ کوي، او د زکات او په نورو لارو کې هغوی ته زموږ له ورکړې روزۍ په پټه او ښکاره لګښت کوي، پر دغو کړنو د الله په وړاندې د داسې سوداګرۍ هيله لري چې هیڅکله به ناچله نه شي.
અરબી તફસીરો:
لِیُوَفِّیَهُمْ اُجُوْرَهُمْ وَیَزِیْدَهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّهٗ غَفُوْرٌ شَكُوْرٌ ۟
تر څو الله د هغوی د کړنو بشپړه بدله ورکړي، او له خپل فضله لا زيات ورکړي، چې هغه د دې وړ دی، بېشکه هغه پاک ذات، پر دغو صفتونو د متصفو خلکو د ګناهونو بښونکی دی، د هغوی د ښو کړنو منونکی دی.
અરબી તફસીરો:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• نفي التساوي بين الحق وأهله من جهة، والباطل وأهله من جهة أخرى.
د حق او اهل حق ترمنځ د برابرۍ نفي له يولوري او د باطل او اهل باطل ترمنځ له بل لوري.

• كثرة عدد الرسل عليهم السلام قبل رسولنا صلى الله عليه وسلم دليل على رحمة الله وعناد الخلق.
زموږ تر رسول صلی الله عليه وسلم مخکې د نورو نبيانو عليهم السلام د شمېر زياتوالی د الله د رحمت او د خلکو د ضد دليل دی.

• إهلاك المكذبين سُنَّة إلهية.
د درواغ ګڼونکو تباه کول الهي کړنلاره ده.

• صفات الإيمان تجارة رابحة، وصفات الكفر تجارة خاسرة.
د ايمان صفتونه ګټه لرونکې سوداګري ده او د کفر صفتونه تاوان لرونکې سوداګري ده.

وَالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ مِنَ الْكِتٰبِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِعِبَادِهٖ لَخَبِیْرٌ بَصِیْرٌ ۟
او ای رسوله! له کتابه مو د داسې حق وحي تاته کړې چې هيڅ شک پکې نشته، هغه الله د پخوانيو کتابونو د تصديق کوونکي په توګه نازله کړې ده، بېشکه الله پر خپلو بندګانو ليدونکی دی، او هغه د هر امت رسول ته هغه څه وحي کوي چې په خپله زمانه کې ورته اړتيا لري.
અરબી તફસીરો:
ثُمَّ اَوْرَثْنَا الْكِتٰبَ الَّذِیْنَ اصْطَفَیْنَا مِنْ عِبَادِنَا ۚ— فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ ۚ— وَمِنْهُمْ مُّقْتَصِدٌ ۚ— وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَیْرٰتِ بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِیْرُ ۟ؕ
بيا مو د محمد صلی الله عليه وسلم هغه امت ته چې له امتونو مو غوره کړی وو قرآن ورکړ، نو ځينې يې د نارواوو په ترسره کولو او واجباتو په پرېښودلو پر ځان ظلم کوونکي دي او ځينې يې د واجباتو په کولو او نارواوو په پرېښودلو منځلاري دي سره له دې چې د ځينو مستحباتو پرېښودونکي او ځينو مکروهاتو ترسره کوونکي دي، او ځينې د الله په امر ښېګڼې ته مخکې کېدونکي دي، هغه د واجباتو او مستحباتو په کولو او حرامو او مکروهاتو په پرېښودلو سره، دغه ياد شوي چې د دغه امت غوره کول او هغوی ته د قرآن ورکول هغه لوی فضل دی چې هيڅ فضل نه شي ور نېږدې کېدلای.
અરબી તફસીરો:
جَنّٰتُ عَدْنٍ یَّدْخُلُوْنَهَا یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّلُؤْلُؤًا ۚ— وَلِبَاسُهُمْ فِیْهَا حَرِیْرٌ ۟
داسې د اوسېدو جنتونه دي چې دغه غوره کړل شوي به ورننوځي، په هغو کې به ملغلرې او د سرو زرو لاس بند اغوندي، او جامې به يې د ورېښمو وي.
અરબી તફસીરો:
وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْۤ اَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ ؕ— اِنَّ رَبَّنَا لَغَفُوْرٌ شَكُوْرُ ۟ۙ
او هغوی به جنت ته له ننوتلو وروسته وايي: ټولې ستاينې دکمال هغه الله لره دي چې له موږ يې خپګان لېرې کړ، د هغه څه له امله چې موږ يې اور ته له ننوتلو ډارېدلو، بېشکه زموږ پالونکی له خپلو بندګانو د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه وباسي، د هغوی د پيروۍ منونکی دی.
અરબી તફસીરો:
١لَّذِیْۤ اَحَلَّنَا دَارَ الْمُقَامَةِ مِنْ فَضْلِهٖ ۚ— لَا یَمَسُّنَا فِیْهَا نَصَبٌ وَّلَا یَمَسُّنَا فِیْهَا لُغُوْبٌ ۟
هغه ذات چې داسې هستوګنې ته يې ورکوز کړو چې له هغو وروسته بيا د هغه د فضل له مخې وتل ترې نشته، نه زموږ په توان او نه ځواک، چې په هغو کې به نه ستړيا را رسيږي او نه ستونزه.
અરબી તફસીરો:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَهُمْ نَارُ جَهَنَّمَ ۚ— لَا یُقْضٰی عَلَیْهِمْ فَیَمُوْتُوْا وَلَا یُخَفَّفُ عَنْهُمْ مِّنْ عَذَابِهَا ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِیْ كُلَّ كَفُوْرٍ ۟ۚ
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی هغوی لره د دوزخ اور دی تل به پکې اوسيږي، نه به د مرګ پرېکړه پرې کيږي چې مړه شي او له عذابه په آرام شي، او نه به د دوزخ له اوره څه ترې سپکيږي، د دغې جزا غوندې موږ د قيامت په ورځ د الله د نعمتونو منکرینو ته جزا ورکوو.
અરબી તફસીરો:
وَهُمْ یَصْطَرِخُوْنَ فِیْهَا ۚ— رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا غَیْرَ الَّذِیْ كُنَّا نَعْمَلُ ؕ— اَوَلَمْ نُعَمِّرْكُمْ مَّا یَتَذَكَّرُ فِیْهِ مَنْ تَذَكَّرَ وَجَآءَكُمُ النَّذِیْرُ ؕ— فَذُوْقُوْا فَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ نَّصِیْرٍ ۟۠
او هغوی به په خپلو لوړو آوازونو چېغې پکې وهي د مرسته غوښتونکو په توګه به وايي: ای زموږ پالونکيه! موږ له اوره وباسه، د هغه څه خلاف نېک عمل به وکړو چې په دنيا کې پکې وو، تر څو ستا خوښي تر لاسه کړو، ستا له عذابه خوندي شو، خو الله به هغوی ته ځواب ورکوي: آيا تاسو مو داسې نه وئ ګرځولي چې دومره عمر مو ژوند کولو چې که چا نصيحت ترلاسه کول غوښتلای پکې ترلاسه کولای یې شوای، نو الله ته به يې توبه اېستلې وای او نېک عمل به يې کړی وای، او تاسو لره د الله له عذابه وېروونکی رسول هم راغلی و؟! نو اوس تاسو لره کوم حجت نشته، او نه له دغه هر څه وروسته کوم عذر شته، د اور عذاب وڅکئ، نو هغه ظالمان چې د کفر او ګناهونو له امله يې پرځانو ظلم کړی هغوی لره نه کوم مرستندوی شته چې د الله له عذابه يې وباسي او يا يې له هغوی سپک کړي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ اللّٰهَ عٰلِمُ غَیْبِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
بېشکه الله د آسمانونو او ځمکې پر پټو پوه دی، له هغه هيڅ نه پاتې کيږي، بېشکه پر هغه څه ښه پوه دی چې د بندګانو په سينو کې يې کوم خير او شر دی.
અરબી તફસીરો:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• فضل أمة محمد صلى الله عليه وسلم على سائر الأمم.
د محمد صلی الله عليه وسلم د امت غوروالی پر ټولو امتونو باندې.

• تفاوت إيمان المؤمنين يعني تفاوت منزلتهم في الدنيا والآخرة.
د مؤمنانو د ايمان توپير يعني په دنيا او آخرت کې د هغوی په مرتبو کې توپير.

• الوقت أمانة يجب حفظها، فمن ضيعها ندم حين لا ينفع الندم.
وخت امانت دی چې ساتنه يې واجب ده، چاچې ضايع کړ، پښېمانه به شي چې پښېماني به يې ګټه ونه کړي.

• إحاطة علم الله بكل شيء.
د الله د پوهې چاپېروالی پر هرڅه.

هُوَ الَّذِیْ جَعَلَكُمْ خَلٰٓىِٕفَ فِی الْاَرْضِ ؕ— فَمَنْ كَفَرَ فَعَلَیْهِ كُفْرُهٗ ؕ— وَلَا یَزِیْدُ الْكٰفِرِیْنَ كُفْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ اِلَّا مَقْتًا ۚ— وَلَا یَزِیْدُ الْكٰفِرِیْنَ كُفْرُهُمْ اِلَّا خَسَارًا ۟
او ای خلکو همغه ذات دی چې ستاسو ځينې يې د ځينو نورو په ځمکه کې ځای ناستي ګرځولي دي، ترڅو مو وازمويي چې څنګه عمل کوئ، چا چې پر الله او پر هغه څه کفر وکړ چې رسولان ورسره راغلي دي، نو د کفر ګناه او سزا يې همغه ته ورګرځېدونکې ده، کفر يې پالونکي ته ضرر نه شي رسولای، او کافرانو ته يې کفر د الله پاک په وړاندې له سختې کينې پرته بل څه نه ورزياتوي، او کافرانو ته يې کفر يوازې تاوان ورزياتوي، داسې چې هغه څه به له لاسه ورکړي چې الله په جنت کې ورته چمتو کړي دي که چېرې يې ايمان راوړی وی.
અરબી તફસીરો:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ شُرَكَآءَكُمُ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— اَرُوْنِیْ مَاذَا خَلَقُوْا مِنَ الْاَرْضِ اَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِی السَّمٰوٰتِ ۚ— اَمْ اٰتَیْنٰهُمْ كِتٰبًا فَهُمْ عَلٰی بَیِّنَتٍ مِّنْهُ ۚ— بَلْ اِنْ یَّعِدُ الظّٰلِمُوْنَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا اِلَّا غُرُوْرًا ۟
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: له خپلو هغو شريکانو مو خبر راکړئ چې تاسو يې له الله پرته بندګي کوئ، له ځمکې يې څه پيداکړي دي؟ آيا غرونه يې پيداکړي؟ يا يې د هغې نهرونه پيداکړي؟ يا يې د هغې ژوي پيداکړي؟ او يا هغوی د آسمانونو په پيدايښت کې له الله سره شريکان دي؟ او يا مو هغوی ته داسې کتاب ورکړی چې په هغې کې د غیرالله دعبادت صحت[جواز] د پاره دلیل وي؟ له دغه هيڅ نه دي حاصل، بلکې د کفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکي ځينې يې ځينو ته يوازې د دوکې ژمنه ورکوي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ اللّٰهَ یُمْسِكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ اَنْ تَزُوْلَا ۚ۬— وَلَىِٕنْ زَالَتَاۤ اِنْ اَمْسَكَهُمَا مِنْ اَحَدٍ مِّنْ بَعْدِهٖ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ حَلِیْمًا غَفُوْرًا ۟
بېشکه الله پاک آسمانونه او ځمکه نيسي چې د هغوی دواړو له منځه تللو منع کوونکی دی، او بالفرض که چېرې هغه دواړه له منځه ولاړ شي، نو هيڅوک له هغه پاک ذات وروسته داسې نشته چې له منځه تلل يې ونيسي، بېشکه هغه زغم لرونکی دی چې د سزا په ورکړه کې بيړه نه کوي، له بندګانو چې څوک توبه وباسي د هغو د ګناهونو بښونکی دی.
અરબી તફસીરો:
وَاَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ لَىِٕنْ جَآءَهُمْ نَذِیْرٌ لَّیَكُوْنُنَّ اَهْدٰی مِنْ اِحْدَی الْاُمَمِ ۚ— فَلَمَّا جَآءَهُمْ نَذِیْرٌ مَّا زَادَهُمْ اِلَّا نُفُوْرَا ۟ۙ
او دغو درواغ ګڼونکو کافرانو سختې او ټينګې لوړې وکړې: که چېرې هغوی لره د الله له لوري رسول راشي چې د الله له عذابه يې ډاروي، نو هغوی به هرومرو له يهودو، نصاراوو او نورو څخه زيات په سمه لار او د حق پيروان وي، خو کله چې محمد صلی الله عليه وسلم هغوی ته د خپل پالونکي لخوا د رسول په توګه راغی چې هغوی يې د الله له عذابه وېرول، د هغه راتګ ورته له حقه د لېرې والي او له باطل سره تر تړاو پرته بل څه ور زيات نه کړل، نو پر هغه څه يې وفا ونه کړه چې ټينګې لوړې يې پرې کړې وې چې هغوی به تر هغو زيات په سمه لار وي چې له هغوی مخکې تېر شوي دي.
અરબી તફસીરો:
١سْتِكْبَارًا فِی الْاَرْضِ وَمَكْرَ السَّیِّئ ؕ— وَلَا یَحِیْقُ الْمَكْرُ السَّیِّئُ اِلَّا بِاَهْلِهٖ ؕ— فَهَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا سُنَّتَ الْاَوَّلِیْنَ ۚ— فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّٰهِ تَبْدِیْلًا ۚ۬— وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّٰهِ تَحْوِیْلًا ۟
او د هغوی پر الله قسم (لوړه) کول چې پر کوم څه يې لوړه وکړه د ښه نيت او سمې موخې له امله نه و، بلکې په ځمکه کې د لويي غوښتنې او د خلکو د دوکې لپاره وو، او ناوړه چل يوازې پر خپلو څښتنانو چل کوونکو را چاپېريږي، نو آيا دغه لويي غوښتونکي چل کوونکي د الله د ثابتې کړنلارې پرته د بل څه انتظار کوي، چې د هغوی تباه کول دي لکه څنګه چې له هغوی مخکې سيالان يې تباه کړل؟! د لويي غوښتونکو په تباه کولو کې به د الله کړنلارې لره هيڅکله هيح بدلون ونه مومې چې پر هغوی دې واقع نه شي او نه به ګرځېدل ومومې چې له هغوی پرته پر بل چا دې واقع شي، ځکه هغه الهي ثابته کړنلاره ده.
અરબી તફસીરો:
اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَكَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً ؕ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُعْجِزَهٗ مِنْ شَیْءٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَلِیْمًا قَدِیْرًا ۟
آيا له قريشو ستا درواغ ګڼونکي په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، چې فکر يې کړی وای، چې له هغوی مخکې د هغو کسانو پايله څنګه وه چې رسولان يې درواغ ګڼل؟ آيا د هغوی پايله بده پايله نه وه چې الله هغوی تباه کړل، او هغوی له قريشو د ځواک له پلوه سخت وو؟! او الله داسې نه دی چې په آسمانونو او يا په ځمکه کې دې څه ترې پاتې شي، بېشکه الله د دغو درواغ ګڼونکو پر کړنو ښه پوه دی، د هغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي او نه ترې پاتې کيږي، کله چې وغواړي د هغوی پر تباه کولو ځواکمن دی.
અરબી તફસીરો:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• الكفر سبب لمقت الله، وطريق للخسارة والشقاء.
کفر د الله د غضب لامل دی، او د تاوان او بدبختۍ لاره ده.

• المشركون لا دليل لهم على شركهم من عقل ولا نقل.
د مشرکانو لپاره نه له عقله او نه له نقله کوم دليل شته.

• تدمير الظالم في تدبيره عاجلًا أو آجلًا.
د ظالم په خپل تدبير کې تباه کول که ژر وي او که وروسته.

وَلَوْ یُؤَاخِذُ اللّٰهُ النَّاسَ بِمَا كَسَبُوْا مَا تَرَكَ عَلٰی ظَهْرِهَا مِنْ دَآبَّةٍ وَّلٰكِنْ یُّؤَخِّرُهُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِعِبَادِهٖ بَصِیْرًا ۟۠
او که الله د خلکو لپاره د هغه څه د سزا په ورکولو کې بيړه کولای چې هغوی کوم ګناهونه کړي دي او کومې تېروتنې يې ترسره کړې دي، نو ټول د ځمکې خلک او د کومو ژويو او مالونو چې هغوی یې څښتنان دي هغه به يې سمدستي تباه کړي وای، خو هغه پاک ذات يې د خپلې پوهې سره سم تر يوې ټاکلې مودې پورې وروسته کوي چې هغه د قيامت ورځ ده، نو کله چې د قيامت ورځ راشي، بيا الله پر خپلو بندګانو ښه ليدونکی دی له هغوی هيڅ هم نه ترې پټيږي، چې هغوی ته به يې د کړنو بدله ورکړي، که خير وه، نو خير او که شر وه، نو شر.
અરબી તફસીરો:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• العناد مانع من الهداية إلى الحق.
ضد د حق لوري ته له لارښوونې څخه منع کوونکی دی.

• العمل بالقرآن وخشية الله من أسباب دخول الجنة.
پر قرآن عمل کول او له الله وېره جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي.

• فضل الولد الصالح والصدقة الجارية وما شابههما على العبد المؤمن.
د نېک اولاد، جاري صدقې او دېته ورته شيانو فضيلت د مؤمن بنده لپاره.

 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: ફાતિર
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

બંધ કરો