Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ બકરહ   આયત:
اُحِلَّ لَكُمْ لَیْلَةَ الصِّیَامِ الرَّفَثُ اِلٰی نِسَآىِٕكُمْ ؕ— هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَاَنْتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ ؕ— عَلِمَ اللّٰهُ اَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُوْنَ اَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَیْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ ۚ— فَالْـٰٔنَ بَاشِرُوْهُنَّ وَابْتَغُوْا مَا كَتَبَ اللّٰهُ لَكُمْ ۪— وَكُلُوْا وَاشْرَبُوْا حَتّٰی یَتَبَیَّنَ لَكُمُ الْخَیْطُ الْاَبْیَضُ مِنَ الْخَیْطِ الْاَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ۪— ثُمَّ اَتِمُّوا الصِّیَامَ اِلَی الَّیْلِ ۚ— وَلَا تُبَاشِرُوْهُنَّ وَاَنْتُمْ عٰكِفُوْنَ فِی الْمَسٰجِدِ ؕ— تِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ فَلَا تَقْرَبُوْهَا ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ اٰیٰتِهٖ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟
تاسي لپاره د روژې په شپو كې خپلو مېرمنو سره يو ځاى كېدل (جماع کول) حلال کړل شوي دي، هغوی ستاسي جامې (لباس) دي او تاسي د هغوی لباس یاست، الله ته څرګنده ده چې تاسي په پټه له خپلو ځانونو سره خيانت کوئ؛ پس ستاسي له ګناه نه تېر شو او ویې بخښلئ، نو اوس له خپلو ښځو سره یوځای کېږئ (د روژی په شپو کې) او له الله نه هغه څه وغواړئ چې تاسي ته یې لیکلي دي. خورئ، څښئ تر هغه وخته چې د شپې د تروږمۍ له تورې ليكې نه مو (د سهار) سپینه کرښه (خط) تر سترګو شي. بیا تر شپې پورې خپله روژه بشپړه (پوره) کړئ او کله چې په جوماتونو کې اعتکاف کوئ نو (بیا) خپلو ښځو ته مه نږدې کېږئ (په جماع سره). دا احکام او حدود د الله تعالی دي، نو دې ته مه نږدې کېږئ (چې هغه مات کړئ) هم داسې (لکه چې دا یې درته بیان کړل) بیانوي الله تعالی خپل آیتونه د خلکو لپاره تر څو دوی تقوا غوره کړي.
અરબી તફસીરો:
وَلَا تَاْكُلُوْۤا اَمْوَالَكُمْ بَیْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوْا بِهَاۤ اِلَی الْحُكَّامِ لِتَاْكُلُوْا فَرِیْقًا مِّنْ اَمْوَالِ النَّاسِ بِالْاِثْمِ وَاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟۠
او تاسي په خپلو كې يو د بل مال په ناروا توګه مه خورئ او مه حاکمانو ته دا مال د دې لپاره ورکوئ چې ستاسي یوه ډله په ناروا سره د خلکو مالونه وخوري، سره له دې چې تاسي پوهېږئ (چې دا ظلم دی).
અરબી તફસીરો:
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْاَهِلَّةِ ؕ— قُلْ هِیَ مَوَاقِیْتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّ ؕ— وَلَیْسَ الْبِرُّ بِاَنْ تَاْتُوا الْبُیُوْتَ مِنْ ظُهُوْرِهَا وَلٰكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقٰی ۚ— وَاْتُوا الْبُیُوْتَ مِنْ اَبْوَابِهَا ۪— وَاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟
خلك له تا څخه (اې پیغمبره!) د نویو میاشتو (سپوږمۍ د نرۍ كېدو او غټېډو) په اړه پوښتنه كوي، ته دوی ته ووایه: چې دا د خلكو لپاره د نېټې (تاریخونو) او د حج نښانې دي او نېکي دا نه ده چې تاسې خپلو کورونو ته د شا له لوري راشئ، بلکې نېکي داده چې (له الله تعالی څخه) و وېرېږئ او خپلو کورونو ته د دروازو له لورې راشئ، نو له الله وېره وکړئ، کېدای شئ چې بریالي شئ.
અરબી તફસીરો:
وَقَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ الَّذِیْنَ یُقَاتِلُوْنَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْمُعْتَدِیْنَ ۟
او (اې مؤمنانو!) د الله تعالی په لار کې وجنګېږئ له هغو کسانو سره چې له تاسي سره جګړه کوي، او تېرى مه كوئ، ځکه چې الله تېري كوونكي نه خوښوي.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ બકરહ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો