Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ મુઅમિનૂન   આયત:
وَلَوْ رَحِمْنٰهُمْ وَكَشَفْنَا مَا بِهِمْ مِّنْ ضُرٍّ لَّلَجُّوْا فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟
او كه پر هغوى رحم وكړو او كوم كړاو چې ورباندې پروت دى، هغه ترې لرې كړو، لا به خپله ناړامۍ كې ټينـګ شي، پریشان او لالهانده به وي.
અરબી તફસીરો:
وَلَقَدْ اَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوْا لِرَبِّهِمْ وَمَا یَتَضَرَّعُوْنَ ۟
او بې شکه هغوی مو په عذاب كې راګير كړل، خو نه يې خپل پالونکي ته غاړه كېښوده او نه يې عاجزي وكړه.
અરબી તફસીરો:
حَتّٰۤی اِذَا فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِیْدٍ اِذَا هُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟۠
تر دې چې پر هغوى د يوې سختې سزا دروازه ورپرانېزو؛ نو بيا به يو دم پكې ناهيلى وي.
અરબી તફસીરો:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟
او دى هماغه ذات دى چې تاسو ته يې غوږونه، سترګې او زړونه پيدا كړي، خو تاسو ډېر لږ شكر وباسئ.
અરબી તફસીરો:
وَهُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَاِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
او هماغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خپاره كړي ياست او (بيا به) هماغه ته ورغونډېږئ.
અરબી તફસીરો:
وَهُوَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ وَلَهُ اخْتِلَافُ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
اوهماغه ذات دى چې ژوندي كوي او مړه كوي او د شپې ورځې اړول د هغه په لاس کې دي؛ نو آيا له عقل کار نه اخلئ؟
અરબી તફસીરો:
بَلْ قَالُوْا مِثْلَ مَا قَالَ الْاَوَّلُوْنَ ۟
خو هغوى هماغسې وايي لكه پخوانيو يې چې ويلي وو.
અરબી તફસીરો:
قَالُوْۤا ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟
هغوى ویل: آیا كله چې موږ مړه شو او خاورې او هډوكې شو، آیا موږ به په رښتیا یقینًا بیا راژوندي كولى شو.
અરબી તફસીરો:
لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا هٰذَا مِنْ قَبْلُ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
بې شکه دغه ژمنه له موږ سره هم وشوه او له دې مخکې زموږ له پلرو سره هم، خو دا هماغه د پخوانيو له كيسو پرته بل څه نه دي.
અરબી તફસીરો:
قُلْ لِّمَنِ الْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
ورته ووايه! (ښه نو) چا لره دي ځمكه او څه چې پكې دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ.
અરબી તફસીરો:
سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟
ژر به هغوی ووايي: الله لره. ورته ووايه: نو آيا تاسو پند نه اخلئ؟
અરબી તફસીરો:
قُلْ مَنْ رَّبُّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟
ورته ووايه: د اوو آسمانونو او لوى عرش څښتن څوك دى؟
અરબી તફસીરો:
سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟
ژر به هغوی ووايي: د الله دي، ورته ووايه: نو آيا تاسو نه وېرېږئ.
અરબી તફસીરો:
قُلْ مَنْ بِیَدِهٖ مَلَكُوْتُ كُلِّ شَیْءٍ وَّهُوَ یُجِیْرُ وَلَا یُجَارُ عَلَیْهِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
ورته ووايه: كه پوهېږئ څوك دى هغه ذات چې د هر شي واكمني يې په لاس كې ده او هغه پناه وركوي خو د هغه په مقابل كې څوك (چاته) پناه نه شي وركولى.
અરબી તફસીરો:
سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ فَاَنّٰی تُسْحَرُوْنَ ۟
ژر به ووايي: الله دى، ورته وايه: نو له كومې خوا جادو درباندې كيږي.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ મુઅમિનૂન
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો