Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અશ્ શૂરા   આયત:
ذٰلِكَ الَّذِیْ یُبَشِّرُ اللّٰهُ عِبَادَهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ؕ— قُلْ لَّاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ اَجْرًا اِلَّا الْمَوَدَّةَ فِی الْقُرْبٰی ؕ— وَمَنْ یَّقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهٗ فِیْهَا حُسْنًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ شَكُوْرٌ ۟
دا هغه څه دي چې الله يې خپلو هغو بندګانو ته زېرى وركوي چې ايمان يې راوړى او د قران او سنت موافق كارونه يې كړي، ووايه: په دې (خبره) خو زه له تاسې څه بدله نه غواړم پرته له دوستۍ نه په خپلوۍ كې، او څوك چې ښه وكړي هغه ته به (نور هم) ښه والى پكې ورزيات كړو، په رېښتيا الله بخښونكى ښه قبلوونكى دى.
અરબી તફસીરો:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا ۚ— فَاِنْ یَّشَاِ اللّٰهُ یَخْتِمْ عَلٰی قَلْبِكَ ؕ— وَیَمْحُ اللّٰهُ الْبَاطِلَ وَیُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
آيا هغوى وايي چې هغه (رسول) په الله پورې درواغ تړلي؟ نو كه الله وغواړي ستا پر زړه به ټاپه ووهي او الله په خپلو خبرو سره باطل له منځه وړي او حق ثابتوي بېشكه هغه د سينو پر رازونو ښه پوه دى.
અરબી તફસીરો:
وَهُوَ الَّذِیْ یَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهٖ وَیَعْفُوْا عَنِ السَّیِّاٰتِ وَیَعْلَمُ مَا تَفْعَلُوْنَ ۟ۙ
او هغه داسې ذات دى چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي، له (ډېرو) بديو تېريږي او څه چې تاسو كوئ په هغه پوهيږي.
અરબી તફસીરો:
وَیَسْتَجِیْبُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَیَزِیْدُهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَالْكٰفِرُوْنَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ۟
الله د مومنانو او نیک عملو دعاګانې قبلوي، او له خپلې پېرزوينې (نور هم) ور زياتوي او د كافرانو لپاره خو سخت عذاب دى.
અરબી તફસીરો:
وَلَوْ بَسَطَ اللّٰهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهٖ لَبَغَوْا فِی الْاَرْضِ وَلٰكِنْ یُّنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا یَشَآءُ ؕ— اِنَّهٗ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرٌ بَصِیْرٌ ۟
او كه چېرې الله خپلو (ټولو) بندګانو ته روزي پراخه كړې واى نو پر ځمكه كې به يې خامخا فساد (ظلم) كړى واى، خو هغه يې په يوه داسې كچه نازلوي چې خوښه يې شي، بېشكه هغه پر خپلو بندګانو خبر لرونکی ليدونكى دى.
અરબી તફસીરો:
وَهُوَ الَّذِیْ یُنَزِّلُ الْغَیْثَ مِنْ بَعْدِ مَا قَنَطُوْا وَیَنْشُرُ رَحْمَتَهٗ ؕ— وَهُوَ الْوَلِیُّ الْحَمِیْدُ ۟
او هغه داسې ذات دى چې باران نازلوي، له هغه وروسته چې (ټول) ناهيلي شي او خپل رحمت خپروي او همغه كار جوړوونكى ستايل شوی (ذات) دى.
અરબી તફસીરો:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَثَّ فِیْهِمَا مِنْ دَآبَّةٍ ؕ— وَهُوَ عَلٰی جَمْعِهِمْ اِذَا یَشَآءُ قَدِیْرٌ ۟۠
او (بل) د هغه له نښانو د آسمانو او ځمكې پيدايښت دى او هغه (شيان) چې په هغو كې يې خپاره كړي له ژويو څخه او كله چې وغواړي هغه يې په راغونډولو قادر دى.
અરબી તફસીરો:
وَمَاۤ اَصَابَكُمْ مِّنْ مُّصِیْبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ اَیْدِیْكُمْ وَیَعْفُوْا عَنْ كَثِیْرٍ ۟ؕ
او تاسو ته چې كوم مصيبت در رسيږي نو ستاسي د خپلو لاسونو له امله وي او له ډېرو (لا) تېريږي هم.
અરબી તફસીરો:
وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ ۖۚ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟
او تاسو نه په ځمكه كې (د الله) عاجزوونكي ياست او نه تاسو لره الله نه پرته كوم ملګرى او مرستندوى شته.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અશ્ શૂરા
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો