Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ માઇદહ   આયત:
وَلَوْ اَنَّ اَهْلَ الْكِتٰبِ اٰمَنُوْا وَاتَّقَوْا لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَلَاَدْخَلْنٰهُمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
او كه چېرې اهل كتابو ايمان راوړى او تقوى يې غوره كړې واى نو موږ به يې خامخا ګناهونه رژولي او د نعمتونو باغونو ته به مو ننوېستلي واى.
અરબી તફસીરો:
وَلَوْ اَنَّهُمْ اَقَامُوا التَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِمْ مِّنْ رَّبِّهِمْ لَاَكَلُوْا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ اَرْجُلِهِمْ ؕ— مِنْهُمْ اُمَّةٌ مُّقْتَصِدَةٌ ؕ— وَكَثِیْرٌ مِّنْهُمْ سَآءَ مَا یَعْمَلُوْنَ ۟۠
او كه چېرې هغوى تورات، انجيل او نور هغه چې له ربه يې ورته نازل شوي، جاري كړي واى نو خامخا به يې هم له پاسه او هم له پښو لاندې پريمانه روزي خوړله، ځينې يې په انصاف چلېدونكي خلك دي، او زياتره يې بد كړه وړه كوي.
અરબી તફસીરો:
یٰۤاَیُّهَا الرَّسُوْلُ بَلِّغْ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ ؕ— وَاِنْ لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
اې رسوله! څه دې چې د رب له خوا درنازل شوي هغه (خلكو ته) ورسوه او كه داسې دې ونه كړل نو د هغه پيغام دې سم نه دى رسولى، او د خلكو له شره به دې الله ساتي، بې شكه الله كافر قوم ته (د بري) لاره نه ښايي.
અરબી તફસીરો:
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَسْتُمْ عَلٰی شَیْءٍ حَتّٰی تُقِیْمُوا التَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ ؕ— وَلَیَزِیْدَنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ مَّاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ طُغْیَانًا وَّكُفْرًا ۚ— فَلَا تَاْسَ عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟
ورته وايه اې اهل كتابو! تر هغه به تاسو په هيڅ شي (حساب) نه ياست، څو چې تورات، انجيل، او هغه نور څه مو چې له ربه درنازل شوي، جاري نه كړئ، او څه دې چې د رب له خوا درنازل شوي، خامخا د هغوى د زياترو سرغړاوى او كفر زياتوي نو پر كافرانو خلكو مه خپه كيږه.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَادُوْا وَالصّٰبِـُٔوْنَ وَالنَّصٰرٰی مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
بې شكه چا چې ايمان راوړى (په خوله) او څوك چې يهوديان شوي او ستورلمانځونكي او نصرانيان چا چې (له دوى نه رښتينى) ايمان راوړو په الله او آخرت ورځ او سم كارونه يې وكړل، نو پر هغو نه څه وېره شته او نه به دوى خپه كيږي.
અરબી તફસીરો:
لَقَدْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَاَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمْ رُسُلًا ؕ— كُلَّمَا جَآءَهُمْ رَسُوْلٌۢ بِمَا لَا تَهْوٰۤی اَنْفُسُهُمْ ۙ— فَرِیْقًا كَذَّبُوْا وَفَرِیْقًا یَّقْتُلُوْنَ ۟ۗ
له بنى اسرائيلو مو پوخ لوز واخيست او هغوى ته مو (ډېر) رسولان هم ورولېږل خو هركله چې دوى ته به يو رسول له هغه حكم سره راغى چې نفسونو به يې نه خوښولو نو بيا يې ځينى دروغجن ګڼل او ځينى يې وژل.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ માઇદહ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો