Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ હદીદ   આયત:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الصِّدِّیْقُوْنَ ۖۗ— وَالشُّهَدَآءُ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— لَهُمْ اَجْرُهُمْ وَنُوْرُهُمْ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟۠
او كومو خلكو چې پر الله او رسولانو يې ايمان راوړى، همغه خلک رېښتيني او د خپل پالونکي پر وړاندې شاهدان دي، د هغو لپاره يې خپل اجر او خپله رڼايي ده، او كوم خلک چې كافر شوي او زموږ آيتونه يې درواغ بللې، هغوى دوزخيان دي.
અરબી તફસીરો:
اِعْلَمُوْۤا اَنَّمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا لَعِبٌ وَّلَهْوٌ وَّزِیْنَةٌ وَّتَفَاخُرٌ بَیْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِی الْاَمْوَالِ وَالْاَوْلَادِ ؕ— كَمَثَلِ غَیْثٍ اَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهٗ ثُمَّ یَهِیْجُ فَتَرٰىهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ یَكُوْنُ حُطَامًا ؕ— وَفِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ۙ— وَّمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَرِضْوَانٌ ؕ— وَمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا مَتَاعُ الْغُرُوْرِ ۟
پوه شئ چې دنيوي ژوند لوبه، ساعت تېرى، ښکلا، سينګار، ستاسو خپل منځ كې وياړل او په مالونو او ځانونو كې يو پر بل زياتوالى كول دي، لكه باران چې شنه ګیا يې كروند ګرو ته ښه ښكاره شي (خو) بيا (زر) وچيږي نو زېړه شوې به يې وينې بيا مات رامات شي، او په آخرت كې (هم) سخت عذاب او (هم) د الله له لوري بخښنه او خوښي ده، خو د دنيا ژوند د غولېدو له يو سامانه پرته بل څه نه دی.
અરબી તફસીરો:
سَابِقُوْۤا اِلٰی مَغْفِرَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ۙ— اُعِدَّتْ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ ؕ— ذٰلِكَ فَضْلُ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟
رامنډه كړئ د خپل پالونکي د بخښنې او هغه جنت په لور چې پراخوالی يې د آسمان او ځمكې د پراخوالي غوندې دى، هغو كسانو ته چمتو شوى چې پر الله او رسولانو يې ايمان راوړى وي. دا د الله پېرزوينه ده چاته يې چې غواړي وركوي يې، او الله د سترې پېرزوينې څښتن دى.
અરબી તફસીરો:
مَاۤ اَصَابَ مِنْ مُّصِیْبَةٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مِّنْ قَبْلِ اَنْ نَّبْرَاَهَا ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟ۙ
هيڅ يو داسې مصيبت به (چاته) نه وي رسېدلى نه په ځمكه كې او نه ستاسي په ځانونو كې چې هغه په كتاب (لوح محفوظ) كې نه وي، له هغه مخکې چې موږ يې پيدا كړو، دا كار په رېښتيا الله ته آسانه دى.
અરબી તફસીરો:
لِّكَیْلَا تَاْسَوْا عَلٰی مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوْا بِمَاۤ اٰتٰىكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُوْرِ ۟ۙ
تر څو تاسي په هغه څه (ډېر) خوابدي نه شئ چې له لاسه مو وتلي وي او په هغه څه ونه نازېږئ چې دركړي يې دي او الله هيڅ كبرجن لاپو نه خوښوي.
અરબી તફસીરો:
١لَّذِیْنَ یَبْخَلُوْنَ وَیَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَلَّ فَاِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟
هغه کسان چې بخيلي كوي او (نورو) خلكو ته هم په بخيلۍ امر كوي، او څوک چې مخ اړوي نو بېشكه همغه الله بې پروا ستايل شوى ذات دى.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ હદીદ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો