Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્આમ   આયત:
فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ؕ— وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
په دې توګه د هغوی خلكو سټه وايستلی شوه چې ظلم یې كړى و او ټوله ستاينه الله رب العلمين لپاره ده.
અરબી તફસીરો:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَخَذَ اللّٰهُ سَمْعَكُمْ وَاَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلٰی قُلُوْبِكُمْ مَّنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِهٖ ؕ— اُنْظُرْ كَیْفَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ ثُمَّ هُمْ یَصْدِفُوْنَ ۟
دوى ته ووايه! آیا لیدلي مو دي (فكر مو پرې كړی چې) كه الله ستاسي غوږونه او سترګې درڅخه واخلي او ستاسي زړونه مهر كړي نو له الله پرته بل كوم (اله) لایق د عبادت شته چې تاسي ته دا قواوې بېرته دركړاى شي؟ وګوره په څه شان موږ بيا بيا خپلې نښانې دوى ته وړاندې كوو او بيا دوى ورڅخه په څه ډول سترګې اړوي.
અરબી તફસીરો:
قُلْ اَرَءَیْتَكُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُ اللّٰهِ بَغْتَةً اَوْ جَهْرَةً هَلْ یُهْلَكُ اِلَّا الْقَوْمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
ووايه! آیا لیدلي مو دي؟ (فكر مو كړی) چې د الله له لوري په ناڅاپي يا څرګند ډول پر تاسي عذاب راشي نو آيا له ظالمانو پرته به نور څوك هلاك شي؟
અરબી તફસીરો:
وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّا مُبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ ۚ— فَمَنْ اٰمَنَ وَاَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
موږ چې كوم پېغمبران لېږو د همدې لپاره يې لېږو چې هغوى نيكانو ته زيرى وركوونكي او د بد عمله خلكو ويروونكي اوسي، نو كوم كسان چې د هغوى خبره ومني او خپله كړنچاره سمه كړي د هغوى لپاره هېڅ وېره او خپګان نشته.
અરબી તફસીરો:
وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا یَمَسُّهُمُ الْعَذَابُ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟
او كوم خلك چې زموږ آيتونه دروغ وګڼي هغوى ته به د خپلو سرغړونو له امله عذاب ورسېږي.
અરબી તફસીરો:
قُلْ لَّاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ عِنْدِیْ خَزَآىِٕنُ اللّٰهِ وَلَاۤ اَعْلَمُ الْغَیْبَ وَلَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ اِنِّیْ مَلَكٌ ۚ— اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ ؕ— قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ؕ— اَفَلَا تَتَفَكَّرُوْنَ ۟۠
دوى ته ووايه " زه تاسي ته دا نه وايم چې له ما سره د الله خزانې ديڼ نه زه د غيبو علم لرم او نه تاسي ته دا وايم چې زه پرښته يم، زه خو يوازې د هغې وحيې پيروي كوم چې ما ته را استول كېږي، بيا له دوى نه پوښتنه وكړه آيا ړانده او سترګور دواړه برابرېداى شي؟ آيا تاسې فكر نه كوئ؟
અરબી તફસીરો:
وَاَنْذِرْ بِهِ الَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ اَنْ یُّحْشَرُوْۤا اِلٰی رَبِّهِمْ لَیْسَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ وَلِیٌّ وَّلَا شَفِیْعٌ لَّعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟
او په هغه (قرآن) سره هغه كسان ووېروه چې ډاريريږى له دې نه چې خپل رب ته به ورغونډ كړى شي، نه به يې له هغه پرته څوك دوست وي او نه كوم سپارښتونكى، (دا) د دې لپاره چې دوى ځان وساتي.
અરબી તફસીરો:
وَلَا تَطْرُدِ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَالْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗ ؕ— مَا عَلَیْكَ مِنْ حِسَابِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ وَّمَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَیْهِمْ مِّنْ شَیْءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُوْنَ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او كوم خلك چې شپه او ورځ خپل رب ته لاس په دعا دي او د هغه خوښي غواړي هغوى له خپله ځانه ليرې مه شړه، د هغوى له حساب نه د هېڅ شي پيټى پر تا نشته او ستا له حساب نه د هېڅ شي پېټى پر هغوى نشته، د دې له پاسه هم كه ته هغوى لرې وشړې نو په ظالمانو كې به وشمېرل شې.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્આમ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો