Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ બકરહ   આયત:
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَعْرِفُوْنَهٗ كَمَا یَعْرِفُوْنَ اَبْنَآءَهُمْ ؕ— وَاِنَّ فَرِیْقًا مِّنْهُمْ لَیَكْتُمُوْنَ الْحَقَّ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟ؔ
کومو کسانو ته چې مونږ کتاب ورکړی دی محمد صلی الله علیه وسلم د خپلو اولادونو په څیر پیژني خو د دوی یوه ډله په رڼو سترګو حق تر ښو لاندې کوي.
અરબી તફસીરો:
اَلْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَ ۟۠
حق ستا د رب له لورې ثابت دی نو پام چې شک ونه کړې.
અરબી તફસીરો:
وَلِكُلٍّ وِّجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّیْهَا فَاسْتَبِقُوْا الْخَیْرٰتِ ؔؕ— اَیْنَ مَا تَكُوْنُوْا یَاْتِ بِكُمُ اللّٰهُ جَمِیْعًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او د هر چا لپاره یو طرف دی چې هغه ته مخ اړوي نو تاسې د ښیګڼو او نیکیو په لور یو له بل څخه په ځغاسته کې وړاندې شئ هر چیرې چې تاسې واست الله تعالی به مو ټول راولي، ځکه چې هغه پر هر څه پوره توان لري.
અરબી તફસીરો:
وَمِنْ حَیْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ؕ— وَاِنَّهٗ لَلْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ ؕ— وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
او له هر ځایه چې ووځې، نو د مسجد حرام په لور مخ واړه وه، د مسجد حرام په لور مخ اړول ستا د رب له لورې حق خبره ده او هغه ستاسې له کړنو څخه ناخبره نه دی.
અરબી તફસીરો:
وَمِنْ حَیْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ؕ— وَحَیْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوْا وُجُوْهَكُمْ شَطْرَهٗ ۙ— لِئَلَّا یَكُوْنَ لِلنَّاسِ عَلَیْكُمْ حُجَّةٌ ۗ— اِلَّا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْهُمْ ۗ— فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِیْ ۗ— وَلِاُتِمَّ نِعْمَتِیْ عَلَیْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟ۙۛ
او له هر ځایه چې ووځې نو د مسجد حرام په لور مخ واړوه او هر چیرې چې واست نو مخونه مو د مسجد حرام په لور واړه وئ تر څو پرته له ظالمانو څخه دبل هیچا ګوته درته ونه نیول شي خو له هغوی څخه مه ډاریږئ یوازې له ما څخه و ډار شئ او قبله مې ځکه درته بدله کړه چې خپل نعمت در باندې پوره او کیدای شي چې تاسې روغه لیار و مومئ.
અરબી તફસીરો:
كَمَاۤ اَرْسَلْنَا فِیْكُمْ رَسُوْلًا مِّنْكُمْ یَتْلُوْا عَلَیْكُمْ اٰیٰتِنَا وَیُزَكِّیْكُمْ وَیُعَلِّمُكُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَیُعَلِّمُكُمْ مَّا لَمْ تَكُوْنُوْا تَعْلَمُوْنَ ۟ؕۛ
لکه له دې وړاندې مې ستاسې له ډلې څخه یو رسول تاسې ته درولیږه چې زما ایتونه درته وایې، تاسې پاکوي، کتاب او حکمت درښايې او هغه څه درښايې چې تر اوسه پرې تاسې نه پوهیدئ.
અરબી તફસીરો:
فَاذْكُرُوْنِیْۤ اَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوْا لِیْ وَلَا تَكْفُرُوْنِ ۟۠
نو له دې امله تاسې ما یاد کړئ زه به تاسې یاد کړم، زما شکریه وکړئ او ناشکري مه کوئ.
અરબી તફસીરો:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
اې مؤمنانو! په صبر او لمانځه سره کومک وغواړئ بې شکه چې الله پاک د زغم لرونکو مل دی.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ બકરહ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો