Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્કબુત   આયત:
وَلَمَّا جَآءَتْ رُسُلُنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ بِالْبُشْرٰی ۙ— قَالُوْۤا اِنَّا مُهْلِكُوْۤا اَهْلِ هٰذِهِ الْقَرْیَةِ ۚ— اِنَّ اَهْلَهَا كَانُوْا ظٰلِمِیْنَ ۟ۚۖ
او کله چې زمونږ استازی له زیري[۷] سره ابراهیم ته راغلل نو ورته يي وویل مونږ ددې کلي خلک له مینځه وړو ځکه چې ظالمان دي.
[۷] د اسحق او یعقوب پیدایښت زیری يې ورکړ( فتح القدیر).
અરબી તફસીરો:
قَالَ اِنَّ فِیْهَا لُوْطًا ؕ— قَالُوْا نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَنْ فِیْهَا ؗ— لَنُنَجِّیَنَّهٗ وَاَهْلَهٗۤ اِلَّا امْرَاَتَهٗ ؗ— كَانَتْ مِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟
ابراهیم ورته وویل: په دې کلي کې خو لوط هم دی. هغوی ځواب ورکړ چې هو! مونږ ته د کلي ټول اوسیدوکي ښه معلوم دي. مونږ په لوط او د هغه کورنۍ له عذاب نه وژغورو خو یوازې ښځه به يې هلاکه شي ځکه چې هغه له بیرته پاتې کیدونکو څخه ده.
અરબી તફસીરો:
وَلَمَّاۤ اَنْ جَآءَتْ رُسُلُنَا لُوْطًا سِیْٓءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَّقَالُوْا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ ۫— اِنَّا مُنَجُّوْكَ وَاَهْلَكَ اِلَّا امْرَاَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟
او کله چې زمونږ استازي لوط ته ورغلل نو په ورتګ يې خورا سخت خفه او زړه تنګی شو، هغوی ورته وویل: مه ډاریږه او خفګان هم مه کوه مونږ به تا او ستا کورنۍ وژغورو، خو یوازې ستا ښځه به هلاکه شي ځکه چې هغه له بیرته پاتې کیدونکو څخه ده.
અરબી તફસીરો:
اِنَّا مُنْزِلُوْنَ عَلٰۤی اَهْلِ هٰذِهِ الْقَرْیَةِ رِجْزًا مِّنَ السَّمَآءِ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟
مونږ ددې کلي پر خلکو د هغوی د فسق له کبله له اسمان څخه عذاب نازلوو.
અરબી તફસીરો:
وَلَقَدْ تَّرَكْنَا مِنْهَاۤ اٰیَةً بَیِّنَةً لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
او مونږ د هغو خلکو لپاره چې له عقل نه کار اخلي د کلې یوه څرګنده نښه [۸] پریښې ده.
[۸] دا نښه د بحرمیت هغه برخه ده چې نن هم ورته بحر لوط ویل کیږي( فتح القدیر).
અરબી તફસીરો:
وَاِلٰی مَدْیَنَ اَخَاهُمْ شُعَیْبًا ۙ— فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَارْجُوا الْیَوْمَ الْاٰخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟
او مونږ مدین ته د هغوی ورور شعیب ولیږه. شعیب هغوی ته وویل: ای زما قومه! د یو الله عبادت وکړئ او د وروستۍ ورځې د نیکبختیو هیله من اوسئ او په ځمکه کې د فساد هڅې مه کوئ.
અરબી તફસીરો:
فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟ؗ
خو هغوی درواغجن وګاڼه، نو هغه و چې سهار په خپلو کورونو کې پړمخ پراته وو.
અરબી તફસીરો:
وَعَادًا وَّثَمُوْدَاۡ وَقَدْ تَّبَیَّنَ لَكُمْ مِّنْ مَّسٰكِنِهِمْ ۫— وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَكَانُوْا مُسْتَبْصِرِیْنَ ۟ۙ
او مونږ عادیان او ثمودیان هم هلاک کړل، تاسې هغه ځایونه وینئ چې هغوی پکې اوسیدل شیطان د هغوی کړه وړه ښایسته او له سمې لارې نه يې واړول سره له دې چې هغوی ښه هوښیار او په خبره پوه خلک وو.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્કબુત
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો