Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: સૉદ   આયત:
اِصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوٗدَ ذَا الْاَیْدِ ۚ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟
ای محمده! د هغوی پر خبرو صبر وکړه او زمونږ پیاوړی بنده داوود ریاد کړه. په رښتیا چې هغه ښه رجوع کوونکی و.
અરબી તફસીરો:
اِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهٗ یُسَبِّحْنَ بِالْعَشِیِّ وَالْاِشْرَاقِ ۟ۙ
مونږ غرونه ورسره همغږي کړي وو چې سهار او ماښام به يې تسبیح ویله.
અરબી તફસીરો:
وَالطَّیْرَ مَحْشُوْرَةً ؕ— كُلٌّ لَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟
او مارغان مو هم ټول د هغه تابع کړي او ټولو ورته غاړه ایښي وه.
અરબી તફસીરો:
وَشَدَدْنَا مُلْكَهٗ وَاٰتَیْنٰهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ ۟
مونږ يي پاچايي پیاوړي کړې پوهه او حکمت مو ورکړی او د شخړو او جګړو د پریکړې هنر مو وربښلی وو.
અરબી તફસીરો:
وَهَلْ اَتٰىكَ نَبَؤُا الْخَصْمِ ۘ— اِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ ۟ۙ
او ایا تاته د هغو جګړه مارو کیسه معلومه ده چې د داود د ماڼۍ په دیوال وروختل.
અરબી તફસીરો:
اِذْ دَخَلُوْا عَلٰی دَاوٗدَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوْا لَا تَخَفْ ۚ— خَصْمٰنِ بَغٰی بَعْضُنَا عَلٰی بَعْضٍ فَاحْكُمْ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَاۤ اِلٰی سَوَآءِ الصِّرَاطِ ۟
کله چې داود ته ورننوتل نو هغه ترې وډار شو هغوی وویل: مه ډاریږه! مونږ دوه جګړه مارې ډلې یو، ځینو مو پر ځینو نورو تیری کړی دی نو ته مو په مینځ کې د حق پریکړه وکړه د هیچا پلوي مه کوه او مونږ ته سمه لار وښایه.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ هٰذَاۤ اَخِیْ ۫— لَهٗ تِسْعٌ وَّتِسْعُوْنَ نَعْجَةً وَّلِیَ نَعْجَةٌ وَّاحِدَةٌ ۫— فَقَالَ اَكْفِلْنِیْهَا وَعَزَّنِیْ فِی الْخِطَابِ ۟
زما له دغه ورور سره نهه نوي میږې دي او زه یکی یوه میږه لرم. راته وایي چې هغه یوه میږه هم زما په واک کې راکړه او په خبرو کې په ما زورور دی.
અરબી તફસીરો:
قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ اِلٰی نِعَاجِهٖ ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ الْخُلَطَآءِ لَیَبْغِیْ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَقَلِیْلٌ مَّا هُمْ ؕ— وَظَنَّ دَاوٗدُ اَنَّمَا فَتَنّٰهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهٗ وَخَرَّ رَاكِعًا وَّاَنَابَ ۟
داود وویل: پر تا يې تیری کړی دی چې ستا یوه میږه له خپلو میږو سره یوخای کوي. او له شک نه وتلې ده چې ډير شریکان یو پر بل تیری کوي خو یوازې هغه کسان تیری نه کوي چې ایمان يې راوړی او نیک عمله وي خو دا وړ خلک ډیر لږ دي. داوود ډیر ژر پوه شو چې مونږ په ازمیښت کې اچولی له خپل رب نه يي بښنه وغوښته پړمخ په سجده پریووت او په بشپړ ډول يي الله ته رجوع وکړه.
અરબી તફસીરો:
فَغَفَرْنَا لَهٗ ذٰلِكَ ؕ— وَاِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟
مونږ يي دا کار وباښه. په یقین چې هغه زمونږ په وړاندې د لوړې رتبې خاوند او ښه ځای ته ورتلونکی دی.
અરબી તફસીરો:
یٰدَاوٗدُ اِنَّا جَعَلْنٰكَ خَلِیْفَةً فِی الْاَرْضِ فَاحْكُمْ بَیْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوٰی فَیُضِلَّكَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَضِلُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌۢ بِمَا نَسُوْا یَوْمَ الْحِسَابِ ۟۠
ای داوده! مونږ ته د ځمکې خلیفه ګرځولی يي. نو د خلکو په مینځ کې په حقه پریکړه کو. او په هیلو پسې مه ځه، که ه نو د الله لار به در څخه ورکه کړي او د هغو کسانو لپاره چې د الله لار ترې ورکه شي سخت عذاب دی ځکه چې د حساب ورځ یي هیره کړې ده.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: સૉદ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો