Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અદ્ દુખાન   આયત:
اِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ مِیْقَاتُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
د پریکړې ورځ مو له دوی ټولو سره وعده ده.
અરબી તફસીરો:
یَوْمَ لَا یُغْنِیْ مَوْلًی عَنْ مَّوْلًی شَیْـًٔا وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ۙ
په هغه ورځ هیڅ دوست له بل دوست نه هیڅ شې نشي منع کولای او نه به له هغوی سره کومک کیدای شي.
અરબી તફસીરો:
اِلَّا مَنْ رَّحِمَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
خو پرته له هغو چې الله پرې مهربانه شوی وي. بې له شکه چې هغه په هر څه برلاسی مهربان دی.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُّوْمِ ۟ۙ
بې شکه د زقوم ونه.
અરબી તફસીરો:
طَعَامُ الْاَثِیْمِ ۟
د ګناه کار خورا ک دی.
અરબી તફસીરો:
كَالْمُهْلِ ۛۚ— یَغْلِیْ فِی الْبُطُوْنِ ۟ۙ
د ویلي شوو مسو په شان به په خیټو کې خوټیږي.
અરબી તફસીરો:
كَغَلْیِ الْحَمِیْمِ ۟
کله جوش کړې شوې اوبه.
અરબી તફસીરો:
خُذُوْهُ فَاعْتِلُوْهُ اِلٰی سَوَآءِ الْجَحِیْمِ ۟ۙ
وبه ویل شي چې ویي نیسئ او د دوزخ مینځ ته يې کش کړئ.
અરબી તફસીરો:
ثُمَّ صُبُّوْا فَوْقَ رَاْسِهٖ مِنْ عَذَابِ الْحَمِیْمِ ۟ؕ
او په سر يې د خوټیدلو اوبو عذاب ور واړوئ.
અરબી તફસીરો:
ذُقْ ۖۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْكَرِیْمُ ۟
دا خوند وڅکه! ته ډیر برلاسی عزتمن وې؟
અરબી તફસીરો:
اِنَّ هٰذَا مَا كُنْتُمْ بِهٖ تَمْتَرُوْنَ ۟
په باوري توګه دا هغه څه دي چې تاسو به پکې شک کاوه.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ مَقَامٍ اَمِیْنٍ ۟ۙ
او بې له شکه چې پرهیزګاران به په ډاډمن ځای کې وي.
અરબી તફસીરો:
فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۚۙ
په باغونو او چینو کې به وي.
અરબી તફસીરો:
یَّلْبَسُوْنَ مِنْ سُنْدُسٍ وَّاِسْتَبْرَقٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟ۚۙ
له نریو او پیړو وریښمنو به يې کالي اغوستي یو تر بل به مخامخ [۱۰] سره ناست وي.
[۱۰] تل به سره مخ په مخ یو خای کیږي یو به د بل څټ نه ګوري( البحر المحیط)
અરબી તફસીરો:
كَذٰلِكَ ۫— وَزَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍ ۟ؕ
او په همدې توګه به مونږ هغوی ته تکې سپینې د ښایسته او غټو سترګو والا ښځې هم ور په برخه کړو.
અરબી તફસીરો:
یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِكُلِّ فَاكِهَةٍ اٰمِنِیْنَ ۟ۙ
هلته به هر ډول میوې په ډاډمن ډول غواړي.
અરબી તફસીરો:
لَا یَذُوْقُوْنَ فِیْهَا الْمَوْتَ اِلَّا الْمَوْتَةَ الْاُوْلٰی ۚ— وَوَقٰىهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟ۙ
پرته له هغه لومړني مرګ نه چې په دنیا کې پرې راغلی و بیا به د مرګ خوند نه څکي. او الله د دوزخ له عذاب نه وژغورل.
અરબી તફસીરો:
فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
دا ستا د رب مهرباني ده. او همدا ستر او لوی بری دی.
અરબી તફસીરો:
فَاِنَّمَا یَسَّرْنٰهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟
نو ای پیغمبره! مونږ دا قران ستا پر ژبه اسان کړ تر څو هغوی پند واخلي.
અરબી તફસીરો:
فَارْتَقِبْ اِنَّهُمْ مُّرْتَقِبُوْنَ ۟۠
نو اوس ته انتظار کوه هغوی هم منتظر دي[۱۱]
[۱۱] ته ګوره چې د هغوی پای به څه وي؟ لکه چې هغوی ستا د دعوت نتایجو ته ګوري( تفسیر ابن جریر الطبری).
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અદ્ દુખાન
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો