Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્આમ   આયત:
وَمَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖۤ اِذْ قَالُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ عَلٰی بَشَرٍ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— قُلْ مَنْ اَنْزَلَ الْكِتٰبَ الَّذِیْ جَآءَ بِهٖ مُوْسٰی نُوْرًا وَّهُدًی لِّلنَّاسِ تَجْعَلُوْنَهٗ قَرَاطِیْسَ تُبْدُوْنَهَا وَتُخْفُوْنَ كَثِیْرًا ۚ— وَعُلِّمْتُمْ مَّا لَمْ تَعْلَمُوْۤا اَنْتُمْ وَلَاۤ اٰبَآؤُكُمْ ؕ— قُلِ اللّٰهُ ۙ— ثُمَّ ذَرْهُمْ فِیْ خَوْضِهِمْ یَلْعَبُوْنَ ۟
هغوی د الله روغه ستاینه ونه کړه چې ویې ویل: الله پاک هیچا ته څه نه دي نازل کړي. ای محمده! ورته ووایه د موسی راوړی کتاب چا نازل کړی ؤ چې د انسانانو لپاره رڼا او هدایت ؤ؟ خو تاسې پاڼه، پاڼه ځینې مو خلکو ته بیان او ډیر مو پټ کړ. او د همدې کتاب په واسطه هغه څه در وښوول شو چې نه پرې تاسې پوهیدئ او نه ستاسې پلرونه. ورته ووایه الله نازل کړی ؤ بیا یې پریږده چې له خپلو اوتو بوتو سره لوبې وکړي.
અરબી તફસીરો:
وَهٰذَا كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ مُبٰرَكٌ مُّصَدِّقُ الَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَلِتُنْذِرَ اُمَّ الْقُرٰی وَمَنْ حَوْلَهَا ؕ— وَالَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَهُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ یُحَافِظُوْنَ ۟
دا د قران چې مونږ نازل کړی دی له برکت نه ډک او د هغه څه تائیدوونکی دی چې وړانډې ترې نازل شوي دي تر څو ته پرې د مکې خلک او چاپیریال یې وډاروي. او کوم کسان چې په اخرت باور لري هغوی په قران هم ایمان راوړی او خپل لمونځونه په پابندۍ سره کوي.
અરબી તફસીરો:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ قَالَ اُوْحِیَ اِلَیَّ وَلَمْ یُوْحَ اِلَیْهِ شَیْءٌ وَّمَنْ قَالَ سَاُنْزِلُ مِثْلَ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ ؕ— وَلَوْ تَرٰۤی اِذِ الظّٰلِمُوْنَ فِیْ غَمَرٰتِ الْمَوْتِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ بَاسِطُوْۤا اَیْدِیْهِمْ ۚ— اَخْرِجُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— اَلْیَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُوْنِ بِمَا كُنْتُمْ تَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ غَیْرَ الْحَقِّ وَكُنْتُمْ عَنْ اٰیٰتِهٖ تَسْتَكْبِرُوْنَ ۟
او له هغه چا نه به لوی ظالم څوک وي چې پر الله درواغ تړي؟ او یا وایې چې ما ته وحې کیږي، سره له دی چې هیڅ به نه وي ورته وحې شوي. او یا وایې زه به هم د الله د کتاب په شان کتاب راوړم؟ کاشکې تا هغه صحنه لیدلې وای چې ظالمان د مرګ له ستونزو سره مخ ملایکو ورته لاسونه غزولي او ورته وایې چې ساګانې مو راوباسئ. نن به تاسې ته سپکوونکی عذاب درکول کیږي ځکه چې تاسې به پر الله ناحقه حبرې تړلي او د هغه له ایتونو څخه مو لوی یې او غرور کاو.
અરબી તફસીરો:
وَلَقَدْ جِئْتُمُوْنَا فُرَادٰی كَمَا خَلَقْنٰكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّتَرَكْتُمْ مَّا خَوَّلْنٰكُمْ وَرَآءَ ظُهُوْرِكُمْ ۚ— وَمَا نَرٰی مَعَكُمْ شُفَعَآءَكُمُ الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ اَنَّهُمْ فِیْكُمْ شُرَكٰٓؤُا ؕ— لَقَدْ تَّقَطَّعَ بَیْنَكُمْ وَضَلَّ عَنْكُمْ مَّا كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟۠
نن ما ته لغړ راغلي یئ لکه څرنګه مې چې په لوړۍ ورځ پیدا کړی واست او هغه څه مو پريښوول چې ما درکړي وو. او ستاسې هغه سپارښتیان هم درسره نه ګورو چې تاسې انګیړلې وه چې هغوی به ستاسې به چارو کې له مونږ سره شریکان وي ـ ستاسې او هغوی په مینځ کې اړیکې پرې او هغه څه در څخه ورک شول چې تاسي يي ګمان درلود.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્આમ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

પશ્તો ભાષામાં પવિત્ર કુરઆનના અર્થોનું અનુવાદ, જે મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદ કરવામાં આવ્યું.

બંધ કરો