Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na Taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma. * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Saba'i   Aya:
لَقَدْ كَانَ لِسَبَاٍ فِیْ مَسْكَنِهِمْ اٰیَةٌ ۚ— جَنَّتٰنِ عَنْ یَّمِیْنٍ وَّشِمَالٍ ؕ۬— كُلُوْا مِنْ رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوْا لَهٗ ؕ— بَلْدَةٌ طَیِّبَةٌ وَّرَبٌّ غَفُوْرٌ ۟
له شک پرته د سبا قبيلې لپاره يې په خپلو هستوګنځيو کې چې پکې اوسېدل د الله پر قدرت او پر هغوی د پېرزوينې څرګنده نښانه وه چې هغه دوه باغونه وو: يو له ښي لوري او دويم له ګيڼ لوري، او هغوی ته مو وويل: د خپل پالونکي له روزۍ مو خورئ او د هغه پر نعمتونو شکر وباسئ، دغه پاکيزه ښار دی، او دغه پالونکی الله دی چې د هغه چا ګناهونه بښی چې توبه ورته وباسي.
Tafsiran larabci:
فَاَعْرَضُوْا فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ سَیْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنٰهُمْ بِجَنَّتَیْهِمْ جَنَّتَیْنِ ذَوَاتَیْ اُكُلٍ خَمْطٍ وَّاَثْلٍ وَّشَیْءٍ مِّنْ سِدْرٍ قَلِیْلٍ ۟
هغوی د الله له شکر او د هغه پر رسول له ايمان راوړلو مخ واړولو، نو موږ هغوی ته داسې سزا ورکړه چې نعمت مو په کړاو ور بدل کړ، پر هغوی مو له منځه وړونکی سېلاب ورخوشې کړ چې د هغوی بند يې وران کړ او کښتونه يې ور ډوب کړل، او د هغوی دواړه باغونه مو پر داسې باغونو ور بدل کړل چې تروشه مېوه يې وه، اوپه هغو داوړو کې د غز بې مېوې ونې وې او لږ غوندې بېره وه.
Tafsiran larabci:
ذٰلِكَ جَزَیْنٰهُمْ بِمَا كَفَرُوْا ؕ— وَهَلْ نُجٰزِیْۤ اِلَّا الْكَفُوْرَ ۟
دغه تبدیلي د هغوی کفر او له هغو نعمتونو څخه د مخ اړولو له امله وشوه چې پر کومو نعمتونو کې هغوی وو، او موږ دغه سخته سزا يوازې هغه چاته ورکوو چې د الله له نعمتونو انکار کوونکی او پر هغه پاک ذات کفر کوونکی وي.
Tafsiran larabci:
وَجَعَلْنَا بَیْنَهُمْ وَبَیْنَ الْقُرَی الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا قُرًی ظَاهِرَةً وَّقَدَّرْنَا فِیْهَا السَّیْرَ ؕ— سِیْرُوْا فِیْهَا لَیَالِیَ وَاَیَّامًا اٰمِنِیْنَ ۟
او موږ په يمن کې د سبا د خلکو او شام د هغو کليو ترمنځ چې برکت مو پکې اچولی وو نور نېږدي کلي هم آباد کړي وو، او په هغو کې مو تګ راتګ اندازه کړی و، داسې چې له يو کلي به يې بل کلي ته پرته له کومې ستونزې تګ راتګ کولو تر څو شام ته ورسيږي، او هغوی ته مو وويل: په دغو کې د شپې او ورځې له دښمن، لوږې او تندې څخه په ډاډ تګ را تګ کوئ.
Tafsiran larabci:
فَقَالُوْا رَبَّنَا بٰعِدْ بَیْنَ اَسْفَارِنَا وَظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ وَمَزَّقْنٰهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟
نو هغوی د الله له لوري د مسافت (واټن) لنډوالي نعمت په کبر کې واچول او ويې ويل: ای زموږ پالونکيه! زموږ سفرونه د دغو کليو په له منځه وړلو لېرې کړه تر څو د سفرونو د ستړيا مزه وڅکو، او زموږ د سپرليو خوبي څرګنده شي، د الله له نعمت په کبر، او د هغه له شکر اېستلو څخه په مخ اړولو او له هغوی څخه د بې وزلو سره په کينه کولو سره يې پر ځانونو ظلم وکړ، نو موږ هغوی داسې پخوانۍ کيسې ورګرځول چې له هغوی ورسته به بيانيږي، او هغوی مو په ښارونو کې په بشپړ ډول وپاشل، داسې چې يو اوبل ته نه سره رسيږي، بېشکه د سبا پر خلکو په پېرزوينه او بيا د هغوی له لوري د کفر او لويي له امله له هغوی په غچ اخېستنه کې د هر هغه چا لپاره پند دی چې د الله پر پيروۍ او د هغه له سرغړونې او پر ستونزه ډېر صبرکوونکی وي او د الله د نعمتونو ډېر شکر اېستونکی وي.
Tafsiran larabci:
وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَیْهِمْ اِبْلِیْسُ ظَنَّهٗ فَاتَّبَعُوْهُ اِلَّا فَرِیْقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او له شک پرته د هغوی په اړه د ابليس ګومان رېښتينی شو چې هغوی تېر اېستلای او له حقه لارورکي کولای شي، نو هغوی يې په کفر او لارورکۍ کې پيروي وکړه، پرته د مؤمنانو له يوې ډلې څخه چې هغوی[ابلیس] په خپله هيله کې نا هيلی کړ د هغه په نه پيروۍ کولو سره.
Tafsiran larabci:
وَمَا كَانَ لَهٗ عَلَیْهِمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ اِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ یُّؤْمِنُ بِالْاٰخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِیْ شَكٍّ ؕ— وَرَبُّكَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ حَفِیْظٌ ۟۠
او د ابليس لپاره پر هغوی کوم داسې واک نه و چې هغوی لار ورکۍ ته پرې اړ کړي، بلکې هغه يوازې شيان ورته ښکلي کول او هغوی يې تېر اېستل، مګر مونږ د هغوی د تېر اېستلو اجازه ورکړه ترڅو د هغه چا حالت څرګند شي چې پر آخرت او څه بدله چې پکې ده باور لري له هغه چا څخه چې په شک کې دی، او اې رسوله ستا پالونکی د هرڅه ساتونکی دی د خپلو بنده ګانو کړنې ساتي او بيا يې بدله ورکوي.
Tafsiran larabci:
قُلِ ادْعُوا الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ۚ— لَا یَمْلِكُوْنَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِیْهِمَا مِنْ شِرْكٍ وَّمَا لَهٗ مِنْهُمْ مِّنْ ظَهِیْرٍ ۟
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: هغه خلک راوبولئ چې تاسو ګمان کوئ چې له الله پرته تاسو لره معبودان دي، تر څو ګټه درته ورسوي او يا ضرر درڅخه لېرې کړي، هغوی خو نه په آسمانونو کې او نه په ځمکه کې د يوې ذرې په اندازه واک لري، او نه هغوی لره پکې له الله سره څه برخه شته، او نه الله لره مرستندوی شته چې مرسته يې وکړي، هغه له شريکانو او مرستندویانو بې پروا دی.
Tafsiran larabci:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• الشكر يحفظ النعم، والجحود يسبب سلبها.
شکر د نعمت ساتنه کوي، او انکار[ناشکري] يې د له منځه تللو لامل کيږي.

• الأمن من أعظم النعم التي يمتنّ الله بها على العباد.
امنيت تر ټولو لويو هغو نعمتونو څخه دی چې الله يې پر خپلو بندګانو پېرزو کړې ده.

• الإيمان الصحيح يعصم من اتباع إغواء الشيطان بإذن الله.
صحيح ايمان د الله په اجازه د شیطان د پيروۍ له تېر اېستلو ساتنه کوي.

• ظهور إبطال أسباب الشرك ومداخله كالزعم بأن للأصنام مُلْكًا أو مشاركة لله، أو إعانة أو شفاعة عند الله.
د شرک د لاملونو او د هغه ځایونو چې شرک ته لیارجوړوي،ددې ابطال او څرګندوالی دبیلګې په ډول دا ګومان کول چې بوتانو لره واک شته او یا الله سره شریکان او یاکومک کوونکي دي، اویا د الله په وړاندې ددوی سپارښتنه شته.

 
Fassarar Ma'anoni Sura: Saba'i
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na Taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma. - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wanda aka buga a Cibiyar Tafsiri da karatuttukan AlƘur'ani.

Rufewa