له شک پرته د سبا قبيلې لپاره يې په خپلو هستوګنځيو کې چې پکې اوسېدل د الله پر قدرت او پر هغوی د پېرزوينې څرګنده نښانه وه چې هغه دوه باغونه وو: يو له ښي لوري او دويم له ګيڼ لوري، او هغوی ته مو وويل: د خپل پالونکي له روزۍ مو خورئ او د هغه پر نعمتونو شکر وباسئ، دغه پاکيزه ښار دی، او دغه پالونکی الله دی چې د هغه چا ګناهونه بښی چې توبه ورته وباسي.
دغه تبدیلي د هغوی کفر او له هغو نعمتونو څخه د مخ اړولو له امله وشوه چې پر کومو نعمتونو کې هغوی وو، او موږ دغه سخته سزا يوازې هغه چاته ورکوو چې د الله له نعمتونو انکار کوونکی او پر هغه پاک ذات کفر کوونکی وي.
نو هغوی د الله له لوري د مسافت (واټن) لنډوالي نعمت په کبر کې واچول او ويې ويل: ای زموږ پالونکيه! زموږ سفرونه د دغو کليو په له منځه وړلو لېرې کړه تر څو د سفرونو د ستړيا مزه وڅکو، او زموږ د سپرليو خوبي څرګنده شي، د الله له نعمت په کبر، او د هغه له شکر اېستلو څخه په مخ اړولو او له هغوی څخه د بې وزلو سره په کينه کولو سره يې پر ځانونو ظلم وکړ، نو موږ هغوی داسې پخوانۍ کيسې ورګرځول چې له هغوی ورسته به بيانيږي، او هغوی مو په ښارونو کې په بشپړ ډول وپاشل، داسې چې يو اوبل ته نه سره رسيږي، بېشکه د سبا پر خلکو په پېرزوينه او بيا د هغوی له لوري د کفر او لويي له امله له هغوی په غچ اخېستنه کې د هر هغه چا لپاره پند دی چې د الله پر پيروۍ او د هغه له سرغړونې او پر ستونزه ډېر صبرکوونکی وي او د الله د نعمتونو ډېر شکر اېستونکی وي.
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: هغه خلک راوبولئ چې تاسو ګمان کوئ چې له الله پرته تاسو لره معبودان دي، تر څو ګټه درته ورسوي او يا ضرر درڅخه لېرې کړي، هغوی خو نه په آسمانونو کې او نه په ځمکه کې د يوې ذرې په اندازه واک لري، او نه هغوی لره پکې له الله سره څه برخه شته، او نه الله لره مرستندوی شته چې مرسته يې وکړي، هغه له شريکانو او مرستندویانو بې پروا دی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الشكر يحفظ النعم، والجحود يسبب سلبها.
شکر د نعمت ساتنه کوي، او انکار[ناشکري] يې د له منځه تللو لامل کيږي.
• الأمن من أعظم النعم التي يمتنّ الله بها على العباد.
امنيت تر ټولو لويو هغو نعمتونو څخه دی چې الله يې پر خپلو بندګانو پېرزو کړې ده.
• الإيمان الصحيح يعصم من اتباع إغواء الشيطان بإذن الله.
صحيح ايمان د الله په اجازه د شیطان د پيروۍ له تېر اېستلو ساتنه کوي.
• ظهور إبطال أسباب الشرك ومداخله كالزعم بأن للأصنام مُلْكًا أو مشاركة لله، أو إعانة أو شفاعة عند الله.
د شرک د لاملونو او د هغه ځایونو چې شرک ته لیارجوړوي،ددې ابطال او څرګندوالی دبیلګې په ډول دا ګومان کول چې بوتانو لره واک شته او یا الله سره شریکان او یاکومک کوونکي دي، اویا د الله په وړاندې ددوی سپارښتنه شته.