او پرته له شکه داؤد عليه السلام ته مو له خپل لوري نبوت او پاچايي ورکړل او غرونو او مرغانو ته مو وويل: له داؤد سره يوځای پاکي بيانوئ، د هغه لپاره مو وسپنه نرمه وګرځوله تر څو چې کوم سامانونه غواړي ترې جوړ يې کړي.
سليمان به چې د لمانځه لپاره د جوماتونو او ماڼيو څه غوښتل دغو پېريانو به ورته جوړل، او هغه به چې کومې مجسمې (څېرې) غوښتې، او همداراز د اوبو د لويو حوضونو غوندې کاسې به يې غوښتې، او د پخلي داسې لوی دېګونه چې له لوی والي به نه خوځېدل او موږ هغوی ته وويل: ای د داود کورنۍ! د الله شکر وباسئ پر هغه څه چې پرتاسو يې پېرزو کړي دي، او زما له بندګانو ډېر کم پر هغه څه زما شکر وباسي چې پرې پېرزو کړي مې دي.
نو کله مو چې پر سليمان د مرګ پرېکړه وکړه، پېريانو ته د ځمکې له هغې خزندې پرته بل چا لارښوونه ونه کړه چې هغه امسا يې خوړله پر کومه چې هغه تکيه کړې وه، نو کله چې هغه ولوېدی، پېريانو ته څرګنده شوه چې هغوی په پټو نه پوهيږي، ځکه که چېرې هغوی پوهېدلی، نو هغوی به ځانو لره په سپکوونکي عذاب کې دومره نه وای ځنډولای، هغه دا چې هغوی په کومو سختو کارونو کې د سليمان عليه السلام لپاره بوخت وو، په دې ګومان چې هغه ژوندی دی هغوی څاري.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• تكريم الله لنبيه داود بالنبوة والملك، وبتسخير الجبال والطير يسبحن بتسبيحه، وإلانة الحديد له.
د الله له لوري د خپل نبي داود درناوی په نبوت او پاچايي سره او د غرونو په تابع کولوسره او دا چې مرغانو له هغه سره سمه پاکي بيانوله او د هغه له لپاره د وسپنې په نرمولو سره.
• تكريم الله لنبيه سليمان عليه السلام بالنبوة والملك.
د الله له لوري د خپل نبي سليمان عليه السلام درناوی په نبوت او پاچايي سره.
• اقتضاء النعم لشكر الله عليها.
د نعمتونو غوښتنه پر هغو د الله شکر اېستل دي.
• اختصاص الله بعلم الغيب، فلا أساس لما يُدَّعى من أن للجن أو غيرهم اطلاعًا على الغيب.
د پټو پوهه تر الله پورې ځانګړې ده، نو دا خبره هيڅ بنسټ نه لري کوم چې پېريان او نور خلک پر پټو د پوهې دعوی کوي.