اې رسوله دغو مشرکانو ته ووايه: څوک له اسمانونو د باران په اورولو او له ځمکې د دانو، کښتونو، مېوو او نورو په راشنه کولو روزي درکوي؟ ووايه: الله هغه ذات دی چې تاسې ته ترې روزي درکوي، او موږ او يا تاسو اې مشرکانو يا پر لارښوونه يو او يا له لارې په څرګنده لار ورکۍ کې يو، نو زموږ يو خو هرومرو همداسې دی او په دې کې هيڅ شک نشته چې د لارښوونې څښتنان مؤمنان دي او د لار ورکۍ څښتنان هغوی مشرکان دي.
هغوی ته ووايه: د قيامت په ورځ به الله موږ او تاسو را غونډوي، بيا به زموږ او ستاسو ترمنځ په عدالت پرېکړه کوي، نو حق والا به له باطل څخه بېل کړي، او همغه داسې پرېکړه کوونکی دی چې په عدالت پرېکړه کوي او پر هغه څه ښه پوه دی چې پرېکړه يې کوي.
ای رسوله! ته مو نه يې لېږلی مګر دا چې له ټولو څخه ځان ساتونکو ته د زيري ورکوونکي په توګه چې هغوی لره جنت دی او د کفر او بې لارۍ څښتنانو ته له اوره د وېروونکي په توګه، خو ډېری خلک په دغه نه پوهيږي، که چېرې پرې پوهېدلای، نو تاسو به يې درواغجن نه ګڼلی.
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی وايي: هيڅکله به پردغه قرآن ايمان رانه وړو کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم ګومان کوي چې پر هغه نازل کړل شوی دی، او نه پر پخوانيو آسماني کتابونو ايمان راوړو، او ای رسوله! که ته د قيامت په ورځ ووينې چې ظالمان يې د خپل پالونکي په وړاندې د حساب لپاره بند کړل شوي وي، په خپل منځ کې يو او بل ته خبرې ورګرځوي او هر يو مسؤوليت او ملامتيا پر بل وراچوي، کمزوري ګڼل شوي پيروان به يې خپلو هغو مشرانو ته وايي چې په دنيا کې يې کمزوري کړي وو: که تاسو موږ نه وای لارورکي کړي، موږ به هرومرو پر الله او د هغه پر رسولانو ايمان راوړونکي وو.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• التلطف بالمدعو حتى لا يلوذ بالعناد والمكابرة.
چاته چې بلنه ورکول کيږي له هغه سره نرمي کول تر څو د عناد او ضد لاره خپله نه کړي.
• صاحب الهدى مُسْتَعْلٍ بالهدى مرتفع به، وصاحب الضلال منغمس فيه محتقر.
د هدايت څښتن د هدایت په مرسته لوړ او پورته وي او د لارورکۍ څښتن په لار ورکۍ کې غوټې وهونکی او سپک وي.
• شمول رسالة النبي صلى الله عليه وسلم للبشرية جمعاء، والجن كذلك.
د نبي صلی الله عليه وسلم د نبوت شمول والی ټول بشريت ته او همدارنګه پېريانو ته.