Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Saba’   Ayah:
وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهٗۤ اِلَّا لِمَنْ اَذِنَ لَهٗ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا فُزِّعَ عَنْ قُلُوْبِهِمْ قَالُوْا مَاذَا ۙ— قَالَ رَبُّكُمْ ؕ— قَالُوا الْحَقَّ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ ۟
او د هغه پاک ذات په وړاندې سپارښتنه ګټه نه رسوي مګر دا چې هغه اجازه ورته وکړي او الله د خپلې لويۍ له مخې د سپارښتنې اجازه يوازې هغه چاته کوي چې ورته خوښه يې شي او د هغه له لويۍ دا هم دي چې کله په آسمان کې خبره وکړي پرېښتې د هغه وينا ته د عاجزۍ په ډول خپل وزرونه وهي، تر دې چې کله يې له زړونو وېره لېرې شي نو پرېښتې جبرئيل ته وايي: پالونکي مو څه وويل؟ جبرئيل وايي: حق يې وويل او هغه د ذات په اعتبار او دغلبې په اعتبار لوړ دی، داسې لوی دی چې هر شی دهغه څخه کښته دي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قُلْ مَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قُلِ اللّٰهُ ۙ— وَاِنَّاۤ اَوْ اِیَّاكُمْ لَعَلٰی هُدًی اَوْ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
اې رسوله دغو مشرکانو ته ووايه: څوک له اسمانونو د باران په اورولو او له ځمکې د دانو، کښتونو، مېوو او نورو په راشنه کولو روزي درکوي؟ ووايه: الله هغه ذات دی چې تاسې ته ترې روزي درکوي، او موږ او يا تاسو اې مشرکانو يا پر لارښوونه يو او يا له لارې په څرګنده لار ورکۍ کې يو، نو زموږ يو خو هرومرو همداسې دی او په دې کې هيڅ شک نشته چې د لارښوونې څښتنان مؤمنان دي او د لار ورکۍ څښتنان هغوی مشرکان دي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قُلْ لَّا تُسْـَٔلُوْنَ عَمَّاۤ اَجْرَمْنَا وَلَا نُسْـَٔلُ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
ای رسوله! هغوی ته ووايه: د قيامت په ورځ تاسو زموږ د کړو ګناهونو څخه نه پوښتل کېږئ او نه موږ د هغه څه په اړه پوښتل کېږو چې تاسو يې کوئ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قُلْ یَجْمَعُ بَیْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ یَفْتَحُ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ ؕ— وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِیْمُ ۟
هغوی ته ووايه: د قيامت په ورځ به الله موږ او تاسو را غونډوي، بيا به زموږ او ستاسو ترمنځ په عدالت پرېکړه کوي، نو حق والا به له باطل څخه بېل کړي، او همغه داسې پرېکړه کوونکی دی چې په عدالت پرېکړه کوي او پر هغه څه ښه پوه دی چې پرېکړه يې کوي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قُلْ اَرُوْنِیَ الَّذِیْنَ اَلْحَقْتُمْ بِهٖ شُرَكَآءَ كَلَّا ؕ— بَلْ هُوَ اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
ای رسوله! هغوی ته ووایه: هغه کسان راته وښيئ چې له الله سره مو شريکان ګرځولي وو چې په عبادت کې مو ورسره شريکول، هيڅکله نه، امر به داسې نه وي لکه تاسو يې چې فکر کوئ چې هغه لره به شريکان وي، بلکې همغه الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل پيدايښت کې مخلوق لره،او په هغه انداره کې چې لګولې یې ده او پخپله ژوره پاملرنه کې حکمت والا دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا كَآفَّةً لِّلنَّاسِ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
ای رسوله! ته مو نه يې لېږلی مګر دا چې له ټولو څخه ځان ساتونکو ته د زيري ورکوونکي په توګه چې هغوی لره جنت دی او د کفر او بې لارۍ څښتنانو ته له اوره د وېروونکي په توګه، خو ډېری خلک په دغه نه پوهيږي، که چېرې پرې پوهېدلای، نو تاسو به يې درواغجن نه ګڼلی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او مشرکان د هغه عذاب چې ترې وېرول کيږي د بيړه غوښتونکو په توګه وايي: دغه د عذاب ژمنه به کله وي که تاسو په کړې دعوی کې رېښتيني ياست چې هغه عذاب حق دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قُلْ لَّكُمْ مِّیْعَادُ یَوْمٍ لَّا تَسْتَاْخِرُوْنَ عَنْهُ سَاعَةً وَّلَا تَسْتَقْدِمُوْنَ ۟۠
ای رسوله! دغو په بيړه د عذاب غوښتونکو ته ووایه: ستاسو لپاره د عذاب نېټه ټاکلې ورځ ده، چې نه به يوه ګړۍ ترې وروسته کېږئ او نه به يوه ګړۍ ترې مخته کېږئ، او دغه ورځ د قيامت ورځ ده.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ بِهٰذَا الْقُرْاٰنِ وَلَا بِالَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ ؕ— وَلَوْ تَرٰۤی اِذِ الظّٰلِمُوْنَ مَوْقُوْفُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۖۚ— یَرْجِعُ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضِ ١لْقَوْلَ ۚ— یَقُوْلُ الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا لَوْلَاۤ اَنْتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِیْنَ ۟
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی وايي: هيڅکله به پردغه قرآن ايمان رانه وړو کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم ګومان کوي چې پر هغه نازل کړل شوی دی، او نه پر پخوانيو آسماني کتابونو ايمان راوړو، او ای رسوله! که ته د قيامت په ورځ ووينې چې ظالمان يې د خپل پالونکي په وړاندې د حساب لپاره بند کړل شوي وي، په خپل منځ کې يو او بل ته خبرې ورګرځوي او هر يو مسؤوليت او ملامتيا پر بل وراچوي، کمزوري ګڼل شوي پيروان به يې خپلو هغو مشرانو ته وايي چې په دنيا کې يې کمزوري کړي وو: که تاسو موږ نه وای لارورکي کړي، موږ به هرومرو پر الله او د هغه پر رسولانو ايمان راوړونکي وو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• التلطف بالمدعو حتى لا يلوذ بالعناد والمكابرة.
چاته چې بلنه ورکول کيږي له هغه سره نرمي کول تر څو د عناد او ضد لاره خپله نه کړي.

• صاحب الهدى مُسْتَعْلٍ بالهدى مرتفع به، وصاحب الضلال منغمس فيه محتقر.
د هدايت څښتن د هدایت په مرسته لوړ او پورته وي او د لارورکۍ څښتن په لار ورکۍ کې غوټې وهونکی او سپک وي.

• شمول رسالة النبي صلى الله عليه وسلم للبشرية جمعاء، والجن كذلك.
د نبي صلی الله عليه وسلم د نبوت شمول والی ټول بشريت ته او همدارنګه پېريانو ته.

 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Saba’
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm - Indise ng mga Salin

Inilabas ng Markaz Tafsīr Lid-Dirāsāt Al-Qur’ānīyah (Sentro ng Tafsīr Para sa mga Pag-aaral Pang-Qur’an).

Isara