Fassarar ma'anonin Alkura'ni mai girma - Fassara da yaren Pashto na taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma.

زخرف

Daga cikin abubuwan da surar ta kunsa.:
التحذير من الافتتان بزخرف الحياة الدنيا؛ لئلا يكون وسيلة للشرك.
د دنيوي ژوند په ښکلا سره له فتنې وېرول، ترڅو د شرک وسيله ونه ګرځي. info

external-link copy
1 : 43

حٰمٓ ۟ۚۛ

د سورت بقرې په پيل کې د دې په شانته تورو تفصيل تېر شوی. info
التفاسير: |

external-link copy
2 : 43

وَالْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟ۙۛ

الله په قران قسم کړی چې روښانه کوونکی دی د هدایت او حق لیارو لره. info
التفاسير: |

external-link copy
3 : 43

اِنَّا جَعَلْنٰهُ قُرْءٰنًا عَرَبِیًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟ۚ

بېشکه هغه مو د عربو پر ژپه قرآن ګرځولی، په دې هيله چې له عقله کارواخلئ ای هغې ډلې چې ستاسو په ژبه نازل شوی، چې په ليدو سره پرې پوهېږئ، ترڅو يې نورو امتونو ته ورسوئ. info
التفاسير: |

external-link copy
4 : 43

وَاِنَّهٗ فِیْۤ اُمِّ الْكِتٰبِ لَدَیْنَا لَعَلِیٌّ حَكِیْمٌ ۟ؕ

او بېشکه دغه قرآن په لوح محفوظ کې د لوړې مرتبې او شان او حکمت والا دی، په امرونو او نواهيوو کې يې آيتونه محکم کړل شوي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
5 : 43

اَفَنَضْرِبُ عَنْكُمُ الذِّكْرَ صَفْحًا اَنْ كُنْتُمْ قَوْمًا مُّسْرِفِیْنَ ۟

نو آيا موږ به د قرآن نازلول په مخ اړولو سره پرېږدو ستاسو د شرک او ګناهونو د زياتوالي له امله؟ دا نه کوو، بلکې پر تاسو رحمت د دغه کار برعکس غوښتنه کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
6 : 43

وَكَمْ اَرْسَلْنَا مِنْ نَّبِیٍّ فِی الْاَوَّلِیْنَ ۟

او موږ په پخوانيو امتونو کې څومره نبيان ولېږل؟ info
التفاسير: |

external-link copy
7 : 43

وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ نَّبِیٍّ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

او دغو پخوانيو امتونو ته د الله له لوري هيڅ نبي نه دی راغلی مګر هغوی ملنډې پرې وهلې. info
التفاسير: |

external-link copy
8 : 43

فَاَهْلَكْنَاۤ اَشَدَّ مِنْهُمْ بَطْشًا وَّمَضٰی مَثَلُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

خو موږ هغه خلک هم تباه کړل چې تر دغو امتونو پياوړي وو، نو څوک چې تر هغوی کمزوري دي د هغوی له تباهۍ به بې وسې نه شو، او په قرآن کې د پخوانيو امتونو د تباه کولو بيان تېر شوی، لکه د عاد، ثمود، د لوط قوم او د مدين خلک. info
التفاسير: |

external-link copy
9 : 43

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۙ

او ای رسوله! که له دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو پوښتنه وکړې: چې آسمانونه چا پيداکړي او چا ځمکه پيداکړې ده؟ ستا د پوښتنې په ځواب کې به هرومرو وايي: هغه برلاسي پيداکړي چې هيڅوک يې نه شي بې وسې کولای، چې پر هرڅه ښه پوه دی. info
التفاسير: |

external-link copy
10 : 43

الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ مَهْدًا وَّجَعَلَ لَكُمْ فِیْهَا سُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟ۚ

الله هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسو لپاره فرش ګرځولې، نو هغه يې ستاسو لپاره پایمال[مناسبه د ګرځیدو] کړې چې تاسو په خپلو پښو پرې ګرځئ، او په هغې کې يې ستاسو لپاره د هغې په غرونو او شېلو کې لارې ګرځولې دي، په دې هيله چې په خپل تګ کې مو لارښوونه پرې ترلاسه کړئ. info
التفاسير: |
Daga cikin fa'idodin ayoyin a wannan shafi:
• سمي الوحي روحًا لأهمية الوحي في هداية الناس، فهو بمنزلة الروح للجسد.
وحي ته روح ويل د خلکو په لارښوونه کې د وحي د اهميت له امله، نو هغه داسې ده لکه روح د بدن د پاره. info

• الهداية المسندة إلى الرسول صلى الله عليه وسلم هي هداية الإرشاد لا هداية التوفيق.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوب هدايت چې دی هغه د لارښوونې هدایت دی نه د توفيق ورکوونې هدایت. info

• ما عند المشركين من توحيد الربوبية لا ينفعهم يوم القيامة.
د مشرکانو د ربوبيت توحيد به هغوی ته د قيامت په ورځ ګټه ونه رسوي. info

external-link copy
11 : 43

وَالَّذِیْ نَزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً بِقَدَرٍ ۚ— فَاَنْشَرْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا ۚ— كَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ ۟

او هغه ذات چې له آسمانه يې دومره اوبه را اورولې دي چې ستاسو لپاره بسنه کوي، ستاسو د څارويو او کښتونو لپاره بسنه کوي، نو پر هغو مو وچ ښار را ژوند کړی چې هيڅ شينګی پکې نه وه، لکه څنګه چې الله دغه وچه ځمکه په شينګيوو را ژوندۍ کړې ده همداسې به تاسو په بېرته را پاڅولو را ژوندي کړي. info
التفاسير: |

external-link copy
12 : 43

وَالَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الْفُلْكِ وَالْاَنْعَامِ مَا تَرْكَبُوْنَ ۟ۙ

او هغه ذات چې له ټولو يې بېلابېل ډولونه پيدا کړي، لکه شپه، ورځ، نارينه، ښځينه او داسې نور، او تاسو لره يې کښتۍ او څاروي داسې ګرځولي چې په خپلو سفرونو کې پرې سپرېږئ، په درياب کې په کښتيو کې سپرېږئ او په وچه کې پر څارويو سپرېږئ. info
التفاسير: |

external-link copy
13 : 43

لِتَسْتَوٗا عَلٰی ظُهُوْرِهٖ ثُمَّ تَذْكُرُوْا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ اِذَا اسْتَوَیْتُمْ عَلَیْهِ وَتَقُوْلُوْا سُبْحٰنَ الَّذِیْ سَخَّرَ لَنَا هٰذَا وَمَا كُنَّا لَهٗ مُقْرِنِیْنَ ۟ۙ

دغه ټول يې تاسو لره ګرځولي دي، په دې هيله چې تاسو مو په خپلو سفرونو کې پر شاوويې سپرېږئ، بيا د خپل پالونکي نعمتونه ستاسو لپاره د هغو په تایع کولو در په ياد کړئ، کله چې د هغو پر شاوو ځای پرځای شئ او په ژبو مو ووايی: پاک او سپېڅلی دی هغه ذات چې موږ لره يې دغه سپرلۍ چمتو کړې او تابع کړې ده، نو موږ یې وتوانولو په هغې او موږ د هغه توان لرونکي نه وو، که د الله تایع کول نه وای. info
التفاسير: |

external-link copy
14 : 43

وَاِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُوْنَ ۟

او بېشکه موږ د خپل پالونکي لوري ته زموږ له مړينې وروسته د حساب او بدلې لپاره ورګرځېدونکي يو. info
التفاسير: |

external-link copy
15 : 43

وَجَعَلُوْا لَهٗ مِنْ عِبَادِهٖ جُزْءًا ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ۠

او مشرکان ګومان کوي چې ځينې خلک د پيداکوونکي پاک ذات څخه پيداشوي کله يې چې وويل: پرېښتې د الله لوڼې دي، بېشکه هغه انسان چې دا ډول وينا کوي هغه هرومرو ناشکره او په څرګند کفر او لارورکۍ کې دی. info
التفاسير: |

external-link copy
16 : 43

اَمِ اتَّخَذَ مِمَّا یَخْلُقُ بَنٰتٍ وَّاَصْفٰىكُمْ بِالْبَنِیْنَ ۟

ای مشرکانو آيا تاسو دا وايئ: چې الله د ځان لپاره له مخلوقه لوڼې ونيولې، او تاسو يې له اولاده په زامنو ځانګړې کړي یاست؟! دا وېش څه ډول وېش دی چې تاسو يې ګومان کوئ؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
17 : 43

وَاِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمٰنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّهُوَ كَظِیْمٌ ۟

او کله چې له هغوی کوم يوه ته د هغې لور زيری ورکړل شي چې خپل پالونکي ته يې نسبت کوي، نو مخ یې له غمه او خپګانه تک تور شي، او له غوسې ډک شي، نو څنګه خپل پالونکي ته د هغه څه نسبت کوي چې په خپله پرې غمجن کيږي کله چې د هغو زيری ورکړل شي. info
التفاسير: |

external-link copy
18 : 43

اَوَمَنْ یُّنَشَّؤُا فِی الْحِلْیَةِ وَهُوَ فِی الْخِصَامِ غَیْرُ مُبِیْنٍ ۟

ايا خپل پالونکي ته هغه څوک منسوبوي چې هغه په زیوراتو کې لوی شویدی او هغه په جګړه کې د خپل ښځينه توب له کبله ناڅرګنده خبرو والا وي. info
التفاسير: |

external-link copy
19 : 43

وَجَعَلُوا الْمَلٰٓىِٕكَةَ الَّذِیْنَ هُمْ عِبٰدُ الرَّحْمٰنِ اِنَاثًا ؕ— اَشَهِدُوْا خَلْقَهُمْ ؕ— سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَیُسْـَٔلُوْنَ ۟

او هغه پرېښتې چې د رحمان پاک ذات بندګانې دي هغوی ته يې ښځينه وويل: آيا دوی هغه مهال حاضر وو چې الله هغوی پيداکولې، چې هغوی ته څرګنده شوه چې هغه پرېښتې ښځينه دي؟! پرېښتې به د هغوی دغه شاهدي ليکي، او د قيامت په ورځ به هغوی يې په اړه پوښتل کيږي او د خپلو درواغو له امله به پرې سزاورکول کيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
20 : 43

وَقَالُوْا لَوْ شَآءَ الرَّحْمٰنُ مَا عَبَدْنٰهُمْ ؕ— مَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۗ— اِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟ؕ

او هغوی په تقدير د استدلال کولو په ډول وويل: که چېرې الله غوښتی چې موږ دې د پرېښتو عبادت نه وای کړی ، نو نه به مو وای، نو زموږ له لوري داسې کېدل د هغه پر رضايت دلالت کوي، هغوی لره پردغه وينا يې هيڅ پوهه نشته، هغوی يوازې درواغ وايي. info
التفاسير: |

external-link copy
21 : 43

اَمْ اٰتَیْنٰهُمْ كِتٰبًا مِّنْ قَبْلِهٖ فَهُمْ بِهٖ مُسْتَمْسِكُوْنَ ۟

يا مو دغه مشرکانو ته له قرآن مخکې کوم کتاب ورکړی چې هغوی لره له الله پرته د بل چا عبادت روا کوي؟! نو هغوی د دغه کتاب ټينګ نيوونکي دي، چې استدلال پرې کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
22 : 43

بَلْ قَالُوْۤا اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟

نه دا نه ده واقع شوې بلکه په تقلید یې دلیل ونیوه او ویې ویل: بیشکه مونږ موندلي خپل مشران په یو دین هغه دا چې د بوتانو عبادت به یې کاوه او مونږ په شرک کې د هغوی پیروي کوو. info
التفاسير: |
Daga cikin fa'idodin ayoyin a wannan shafi:
• كل نعمة تقتضي شكرًا.
هر نعمت د شکر اېستلو غوښتنه کوي. info

• جور المشركين في تصوراتهم عن ربهم حين نسبوا الإناث إليه، وكَرِهوهنّ لأنفسهم.
د مشرکانو په خپلو فکرونو کې هغه ظلم چې خپل پالونکي ته يې ښځينه منسوبې کړې او د ځانو لپاره يې بدې وګڼلې. info

• بطلان الاحتجاج على المعاصي بالقدر.
په قدر باندې د ګناهونو په ترسره کولو د استدلال کولو بطلان. info

• المشاهدة أحد الأسس لإثبات الحقائق.
ليدنه د حقيقتونو د اثبات لپاره يو له بنسټونو څخه ده. info

external-link copy
23 : 43

وَكَذٰلِكَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ ۙ— اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّقْتَدُوْنَ ۟

او لکه څنګه چې دغو (خپل رسولان) درواغجن وګڼل، او د خپلو پلرونو پر پيروۍ يې استدلال وکړ، ای رسوله! له تا مخکې مو هم په هيڅ کلي کې رسول نه دی لېږلی چې خپل قوم ووېروي، مګر دا چې په هغوی کې کوم شتمن مشران او سرداران وو هغوی ويلي دي: موږ مو خپل پلرونه پر يو دين او ملت موندلي دي، او موږ د هغوی په پلو پل ږدو. نو ستا قوم په دې کې نوی نه دی. info
التفاسير: |

external-link copy
24 : 43

قٰلَ اَوَلَوْ جِئْتُكُمْ بِاَهْدٰی مِمَّا وَجَدْتُّمْ عَلَیْهِ اٰبَآءَكُمْ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟

هغوی ته يې رسول وويل: آيا تاسو د خپلو پلرونو پيروي کوئ که څه هم ما چې څه درته راوړي هغه د هغوی تر هغه ملت هم غوره دي چې هغوی پرې وو؟ هغوی وايي: موږ پر هغه څه کافران يو چې ته او له تا مخکې رسولان ورسره لېږل شوي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
25 : 43

فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟۠

له هغو امتونو مو غچ واخيست چې له تا مخکې رسولان يې درواغجن وګڼل، چې هغوی مو تباه کړل، نو فکر وکړه د خپلو رسولانو د درواغجن ګڼونکو پايله څنګه وه؟ نو پايله يې ډېره دردوونکې وه. info
التفاسير: |

external-link copy
26 : 43

وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖۤ اِنَّنِیْ بَرَآءٌ مِّمَّا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

ای رسوله! په ياد کړه هغه وخت چې ابراهيم خپل پلار او قوم ته وويل: بېشکه زه له هغو بوتانو بېزار يم چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ.. info
التفاسير: |

external-link copy
27 : 43

اِلَّا الَّذِیْ فَطَرَنِیْ فَاِنَّهٗ سَیَهْدِیْنِ ۟

پرته له هغه الله چې زه يې پيداکړی يم، بېشکه هغه به مې هغه څه ته لارښوونه وکړي چې د کوم سم دين په پيروۍ کې مې ګټه وي. info
التفاسير: |

external-link copy
28 : 43

وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِیَةً فِیْ عَقِبِهٖ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او ابراهيم د توحيد کلمه (لا اله الا الله) پاتې کېدونکې کلمه وګرځوله له هغه وروسته په خپل اولاد کې، نو د تل لپاره په هغوی کې داسې څوک وي چې الله يو وبولي او هيڅ ورسره نه شريکوي، په دې هيله چې هغوی به له شرک او ګناهونو الله ته په توبه اېستلو راوګرځي. info
التفاسير: |

external-link copy
29 : 43

بَلْ مَتَّعْتُ هٰۤؤُلَآءِ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی جَآءَهُمُ الْحَقُّ وَرَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟

د دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو په تباه کولو کې مې بيړه ونه کړه، په دنيا کې مې په پرېښودلو ګټه ورکړه، او له هغوی مخکې مې يې پلرونو ته ګټه ورکړه تردې چې قرآن او څرګند بيانوونکی رسول محمد صلی الله عليه وسلم ورته راغلل. info
التفاسير: |

external-link copy
30 : 43

وَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ وَّاِنَّا بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟

او کله چې دغه قرآن چې حق دی هيڅ شک پکې نشته ورته راغی هغوی وويل: دا خو کوډې دي چې محمد يې پر موږ کوي، او بېشکه موږ پرې کافران يو او هيڅکله به پرې ايمان را نه وړو. info
التفاسير: |

external-link copy
31 : 43

وَقَالُوْا لَوْلَا نُزِّلَ هٰذَا الْقُرْاٰنُ عَلٰی رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْیَتَیْنِ عَظِیْمٍ ۟

او درواغ ګڼونکو مشرکانو وويل: ولې الله دغه قرآن د بې وزله يتيم محمد پر ځای د مکې او طائف له دوو لویو کسانو څخه پر يو را نازل نه کړ؟.
info
التفاسير: |

external-link copy
32 : 43

اَهُمْ یَقْسِمُوْنَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ؕ— نَحْنُ قَسَمْنَا بَیْنَهُمْ مَّعِیْشَتَهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِیًّا ؕ— وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟

ای رسوله! آیا هغوی ستا د پالونکي لورېينه وېشي، چې چاته هغوی وغواړي ورکوي يې او چاته وغواړي ترې منع کوي يې يا الله دا کار کوي؟ موږ د هغوی ترمنځ په دنيا کې يې روزۍ وېشلي دي، او له هغوی مو ځينې شتمن او بې وزله ګرځولي دي، ترڅو ځينې د ځينو لپاره تابع شي، او ستا د پالونکي لورېينه په آخرت کې ترهغه څه غوره ده چې دغه خلک کوم د ختمېدونکې دنيا له مال را ټولوي. info
التفاسير: |

external-link copy
33 : 43

وَلَوْلَاۤ اَنْ یَّكُوْنَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً لَّجَعَلْنَا لِمَنْ یَّكْفُرُ بِالرَّحْمٰنِ لِبُیُوْتِهِمْ سُقُفًا مِّنْ فِضَّةٍ وَّمَعَارِجَ عَلَیْهَا یَظْهَرُوْنَ ۟ۙ

او که دا وېره نه وای چې خلک به په کفر کې يو امت شي، موږ به هرومرو د هغه چا د کورونو چتونه د سپينو زرو ګرځولي وو چې پر الله کفر کوي، او هغه زينې هم د هغوی لپاره چې پرې خېژي. info
التفاسير: |
Daga cikin fa'idodin ayoyin a wannan shafi:
• التقليد من أسباب ضلال الأمم السابقة.
د پخوانو امتونو د ګمراهۍ د اسبابو د جملې څخه یو سبب تقلید دی. info

• البراءة من الكفر والكافرين لازمة.
له کفر او کافرانو بېزاري لازمي ده. info

• تقسيم الأرزاق خاضع لحكمة الله.
د روزيو وېش د الله د حکمت له مخې دی. info

• حقارة الدنيا عند الله، فلو كانت تزن عنده جناح بعوضة ما سقى منها كافرًا شربة ماء.
د الله په وړاندې د دنيا سپکوالی، که چېرې يې د هغه په وړاندې د غوماشي د وزر په مقدار ارزښت لرلای، نو کافر ته به يې له هغې يوغړپ هم نه وای ورڅښلای. info

external-link copy
34 : 43

وَلِبُیُوْتِهِمْ اَبْوَابًا وَّسُرُرًا عَلَیْهَا یَتَّكِـُٔوْنَ ۟ۙ

او کوټو ته به مو يې دروازې ګرځولې وای[دسپینو زرو]، او کټونه هم چې تکیه یې پرې کولای د امتحان د پاره او د هغوی د رانیولو د پاره درجه په درجه. info
التفاسير: |

external-link copy
35 : 43

وَزُخْرُفًا ؕ— وَاِنْ كُلُّ ذٰلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَالْاٰخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟۠

او هرومرو به مو هغوی لره سره زر ګرځولي وو، او دا ټول نه دي مګر د دنيا د ژوند توښه ده، نو د نه پاتې کېدو له امله یې ګټه لږ ده، او ای رسوله! په آخرت کې چې ستا د پالونکي په وړاندې کوم نعمتونه دي هغه غوره دي د هغو خلکو لپاره چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او نواهيوو يې په ځان ساتلو وېريږي. info
التفاسير: |

external-link copy
36 : 43

وَمَنْ یَّعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَیِّضْ لَهٗ شَیْطٰنًا فَهُوَ لَهٗ قَرِیْنٌ ۟

او څوک چې په قرآن کې د یې احتیاطۍ لیدنه کوي چې مخ اړولو ته يې و رسوي هغه ته به د شيطان په ګومارلو سزا ورکړو چې تل ورسره وي تر څو يې په سرکښۍ زياتوالی راولي. info
التفاسير: |

external-link copy
37 : 43

وَاِنَّهُمْ لَیَصُدُّوْنَهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟

او دغه ملګري چې له قرآنه پر مخ اړوونکو ګومارل شوي دي هغوی به د الله له دينه راګرځوي، نو د هغه امرونه به نه مني او له نواهيو به يې ډډه نه کوي او هغوی به ګومان کوي چې حق ته لارموندونکي دي، نو له همدې امله به هغوی له خپلې لارورکۍ توبه نه وباسي. info
التفاسير: |

external-link copy
38 : 43

حَتّٰۤی اِذَا جَآءَنَا قَالَ یٰلَیْتَ بَیْنِیْ وَبَیْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَیْنِ فَبِئْسَ الْقَرِیْنُ ۟

تر دې چې د الله له ياده مخ اړوونکی د قيامت په ورځ موږ ته راشي د هيله کوونکي په توګه به وايي: کاشکې زما او ستا تر منځ ای ملګريه! د ختيځ او لوېديځ په اندازه واټن وای، څومره بد ملګری يې ته!. info
التفاسير: |

external-link copy
39 : 43

وَلَنْ یَّنْفَعَكُمُ الْیَوْمَ اِذْ ظَّلَمْتُمْ اَنَّكُمْ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟

د قيامت په ورځ به الله کافرانو ته ووايي: نن به هيڅکله تاسو ته په عذاب کې ستاسو برخه اخستل ګټه در ونه رسوي حال داچې د شرک او ګناهونو له امله مو پرځانونو ظلم کړی دی، او هيڅکله به ستاسو شريکان له تاسو د عذاب کومه برخه وانخلي. info
التفاسير: |

external-link copy
40 : 43

اَفَاَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ اَوْ تَهْدِی الْعُمْیَ وَمَنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

بېشکه دغه خلک د حق له اورېدو کاڼه دي، له ليدو يې ړانده دي، نو ای رسوله! ته د کڼو د اورولو يا ړندو د لارښوونې او يا د هغه چا د لارښوونې توان لرې چې له نېغې لارې څخه په څرګنده لارورکۍ کې دي؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
41 : 43

فَاِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَاِنَّا مِنْهُمْ مُّنْتَقِمُوْنَ ۟ۙ

نو که چېرې دې بوځو، چې هغوی ته له عذاب ورکولو مخکې دې مړ کړو، نو بيا هم موږ له هغوی څخه د عذاب په ورکولو په دنيا او آخرت کې غچ اخېستونکي يو. info
التفاسير: |

external-link copy
42 : 43

اَوْ نُرِیَنَّكَ الَّذِیْ وَعَدْنٰهُمْ فَاِنَّا عَلَیْهِمْ مُّقْتَدِرُوْنَ ۟

او يا ځينې هغه عذاب در ووينو چې له هغوی سره يې ژمنه کوو، نو موږ بېشکه پر هغوی ځواکمن يو، هيڅ شی پر موږ د برلاسي کېدو توان نه لري. info
التفاسير: |

external-link copy
43 : 43

فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِیْۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ ۚ— اِنَّكَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

نو ای رسوله! پر هغه څه ټينګ ودرېږه چې د پالونکي لخوا دې درته وحې شوي دي او پر هغه عمل وکړه، بېشکه ته پر داسې حق لاره يې چې هيڅ ګډوډي پکې نشته. info
التفاسير: |

external-link copy
44 : 43

وَاِنَّهٗ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ ۚ— وَسَوْفَ تُسْـَٔلُوْنَ ۟

او بېشکه دغه قرآن ستا لپاره او ستا د قوم لپاره شرف دی، او ژر به د قيامت په ورځ پر هغه د ايمان راوړلو، د هغه د لارښوونې د پيروۍ او هغه ته د بلنې په اړه وپوښتل شئ. info
التفاسير: |

external-link copy
45 : 43

وَسْـَٔلْ مَنْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رُّسُلِنَاۤ اَجَعَلْنَا مِنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ اٰلِهَةً یُّعْبَدُوْنَ ۟۠

او ای رسوله! وپوښته هغه رسولان چې له تا مخکې مولېږلي وو: آيا هغوی مو له رحمان پرته معبودان ګرځولي وو چې لمانځل کېدل به؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
46 : 43

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَقَالَ اِنِّیْ رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او له شک پرته موسی مو فرعون او د قوم سردارانو ته يې له خپلو نښانو سره لېږلی وو، نو هغوی ته يې وويل: بېشکه زه د ټولو مخلوقاتو د پالونکي استازی يم. info
التفاسير: |

external-link copy
47 : 43

فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِاٰیٰتِنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَضْحَكُوْنَ ۟

کله چې زموږ له نښانو سره ورغی هغوی د ملنډو او مسخرو په ډول پرې خندل پيل کړل. info
التفاسير: |
Daga cikin fa'idodin ayoyin a wannan shafi:
• خطر الإعراض عن القرآن.
له قرآن څخه د مخ اړولو خطر. info

• القرآن شرف لرسول الله صلى الله عليه وسلم ولأمته.
قرآن د رسول صلی الله عليه وسلم او د هغه د امت لپاره شرف دی. info

• اتفاق الرسالات كلها على نبذ الشرك.
ټول رسالتونه د شرک په ردولو کې متفق دي. info

• السخرية من الحق صفة من صفات الكفر.
پر حق ملنډې وهل د کفر له صفتونو څخه يو صفت دی. info

external-link copy
48 : 43

وَمَا نُرِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ اِلَّا هِیَ اَكْبَرُ مِنْ اُخْتِهَا ؗ— وَاَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او فرعون او د هغه د قوم سردارانو ته مو چې هر دليل د هغه څه په صحت ورښودلو چې موسی عليه السلام ورسره راغلی و يو به تر هغه بل مخکېني لوی و، او هغوی مو په دنيا کې په عذاب ونيول، په دې هيله چې له هغه څه راوګرځي چې پر کوم کفر وو، خو هيڅ ګټه يې ونه کړه. info
التفاسير: |

external-link copy
49 : 43

وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَ السّٰحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ ۚ— اِنَّنَا لَمُهْتَدُوْنَ ۟

نو هغوی ته چې کله ځينې عذاب ورسېدلو موسی ته يې وويل: اې کوډګره پالونکی دې زموږ لپاره راوبوله ستا لپاره د هغه څه په يادولو سره چې عذاب به لرې کړي که موږ ايمان راوړ، بېشکه موږ هرومرو هغه ته لارموندونکي يو که يې له موږ عذاب پورته کړ. info
التفاسير: |

external-link copy
50 : 43

فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ اِذَا هُمْ یَنْكُثُوْنَ ۟

نو کله چې به مو له هغوی عذاب اېسته کړ، سمد ستي به يې ژمنې ماتولې او نه به پرې درېدل. info
التفاسير: |

external-link copy
51 : 43

وَنَادٰی فِرْعَوْنُ فِیْ قَوْمِهٖ قَالَ یٰقَوْمِ اَلَیْسَ لِیْ مُلْكُ مِصْرَ وَهٰذِهِ الْاَنْهٰرُ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِیْ ۚ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟ؕ

فرعون په خپل قوم کې پر خپله پاچايي د وياړ په توګه په دې ويلو نارې کړې: ای زما قومه، آيا د مصر پاچايي او دغه د نيل نهرونه چې زما تر ماڼيو لاندې بهيږي زما نه دي؟ نو آيا زما پاچايي نه وينئ او زما لويي نه پېژنئ؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
52 : 43

اَمْ اَنَا خَیْرٌ مِّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ مَهِیْنٌ ۙ۬— وَّلَا یَكَادُ یُبِیْنُ ۟

نو زه له موسی غوره يم چې شړل شوی کمزوری دی داسې دی چې خبرې هم سمې نه شي کولای. info
التفاسير: |

external-link copy
53 : 43

فَلَوْلَاۤ اُلْقِیَ عَلَیْهِ اَسْوِرَةٌ مِّنْ ذَهَبٍ اَوْ جَآءَ مَعَهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ مُقْتَرِنِیْنَ ۟

نو ولې الله پر هغه کس چې را لېږلی یې دی د سرو زرو وښي نه دي اچولي، تر څو دا خبره په ډاګه کړي چې هغه يې رسول دی، او يا پرېښتې نه دي ورسره راغلې چې ځينې يې په ځينو پسې وای. info
التفاسير: |

external-link copy
54 : 43

فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهٗ فَاَطَاعُوْهُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟

نو فرعون يې خپل قوم وهڅولو، هغوی يې په لارورکۍ کې پيروي وکړه، بېشکه هغوی داسې قوم وو چې د الله له پيروۍ وتونکي وو. info
التفاسير: |

external-link copy
55 : 43

فَلَمَّاۤ اٰسَفُوْنَا انْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

نو کله چې هغوی پر کفر د خپل دهمیشوالي له امله موږ په غوسه کړو، له هغوی مو غچ واخيست، هغوی ټول مو ډوب کړل. info
التفاسير: |

external-link copy
56 : 43

فَجَعَلْنٰهُمْ سَلَفًا وَّمَثَلًا لِّلْاٰخِرِیْنَ ۟۠

نو فرعون او د هغه سرداران مو مخکښان وګرځول چې له خلکو مخکې کېدل، او ستا د قوم کافران پر هغوی پسې دي، او هغوی مو د هغه چا لپاره پند وګرځول چې پند اخلي، تر څو د هغوی غوندې عمل ونه کړي، چې هغه څه به ور ورسيږي چې هغوی ته ور رسېدلي و. info
التفاسير: |

external-link copy
57 : 43

وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْیَمَ مَثَلًا اِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ یَصِدُّوْنَ ۟

کله چې مشرکانو ګمان وکړ چې هغه عیسی کوم چې نصاراوو يې عبادت کړی د الله تعالی په دغه وينا کې داخل دی: بېښکه تاسو او د څه چې تاسو پرته له الله عبادت کوئ د دوزخ خس دي، تاسې هغه لره ورتلونکي یاست، حال دا چې الله د هغه له عبادته منع کړې وه، لکه څنګه يې چې د بتانو له عبادته منع کړې وه، نو دغه مهال به دې اې رسوله قوم په شخړه کې شور کوي او چېغې به وهي په دې ويلو سره: موږ خوښ يو چې زموږ معبودان د عيسی غوندې وي، نو الله پر هغوی د رد کولو سره دغه آيت نازل کړ، بېشکه هغه كسان چې د هغوى لپاره زموږ لخوا نېكمرغي مخكې (ليكل) شوې ده، نو هغوې به له هغه لرې كړى شوي وي.
info
التفاسير: |

external-link copy
58 : 43

وَقَالُوْۤا ءَاٰلِهَتُنَا خَیْرٌ اَمْ هُوَ ؕ— مَا ضَرَبُوْهُ لَكَ اِلَّا جَدَلًا ؕ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُوْنَ ۟

او هغوی وويل: آيا زموږ معبودان غوره دي او که عيسی؟! ابن الزبعری او د هغه غوندې خلکو چې دغه بېلګه درته وړاندې کړه دا حق ته د رسېدو د مينې له امله نه وه، بلکې د جګړې د مينې له امله وه، نو هغوی داسې قوم دی چې پرجګړه يې طبيعت جوړ کړی شوی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
59 : 43

اِنْ هُوَ اِلَّا عَبْدٌ اَنْعَمْنَا عَلَیْهِ وَجَعَلْنٰهُ مَثَلًا لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

د مريم زوی عيسی يوازې د الله له بندګانو يو بنده دی چې موږ پر هغه د نبوت او رسالت پېرزوينه کړې ده، او هغه مو د بني اسرائيلو لپاره بېلګه ګرځولی چې د الله پر قدرت استدلال پرې کوي کله يې چې هغه پرته له پلاره پيداکړ، لکه څنګه يې چې آدم پرته له مور او پلاره پيداکړی. info
التفاسير: |

external-link copy
60 : 43

وَلَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنَا مِنْكُمْ مَّلٰٓىِٕكَةً فِی الْاَرْضِ یَخْلُفُوْنَ ۟

ای د آدم اولاده که موږ ستاسو تباه کول غوښتي وای، نو تاسو به مو تباه کړي وای او ستاسو بدل به مو پرېښتې په ځمکه کې ستاسو ځای ناستي ګرځولې وای، چې د الله عبادت به يې کولو او له هغه سره به يې هيڅ هم نه شريکولای. info
التفاسير: |
Daga cikin fa'idodin ayoyin a wannan shafi:
• نَكْث العهود من صفات الكفار.
د ژمنو ماتول د کافرانو له صفتونو څخه دي. info

• الفاسق خفيف العقل يستخفّه من أراد استخفافه.
فاسق سړی سپک عقل والا وي هر څوک چې يې سپکاوی وغواړي سپکوي يې. info

• غضب الله يوجب الخسران.
د الله غوسه زيان را منځته کوي. info

• أهل الضلال يسعون إلى تحريف دلالات النص القرآني حسب أهوائهم.
د لارورکۍ څښتنان د خپلو هوسونو سره سم د قرآني نص د دلالتونو د بدلولو لوري ته هڅه کوي. info

external-link copy
61 : 43

وَاِنَّهٗ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُوْنِ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

او بېشکه عیسی [راکښته کیدل د عیسی] د قيامت له لویو نښانو څخه يوه نښه ده کله چې په وروستي وخت کې را کوزيږي، نو د قيامت په رامنځته کېدو کې شک مه کوئ، او په هغه څه کې مې پيروي وکړئ چې تاسو ته د الله له لوري ورسره راغلی یم، دغه څه چې مې تاسوته راوړي دي هغه داسې نېغه لار ده چې هيڅ کوږوالی پکې نشته. info
التفاسير: |

external-link copy
62 : 43

وَلَا یَصُدَّنَّكُمُ الشَّیْطٰنُ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟

او هيڅکله مو شيطان په دوکه کولو او هڅولو له نېغې لارې ونه ګرځوي، بېشکه هغه ستاسو داسې دښمن دی چې دښمني يې څرګنده ده. info
التفاسير: |

external-link copy
63 : 43

وَلَمَّا جَآءَ عِیْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُمْ بِالْحِكْمَةِ وَلِاُبَیِّنَ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِیْ تَخْتَلِفُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟

کله چې عيسی عليه السلام خپل قوم ته د هغه پر استازولۍ له څرګندو دلايلو سره راغی، هغوی ته يې وويل: زه تاسو ته د الله له لوري له حکمت سره راغلی يم، او دا چې تاسو ته ستاسو د دين هغه چارې څرګندې کړم چې تاسو پکې اختلاف کوئ، نو له الله څخه د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډارشئ، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او ترې منع کوم مو. info
التفاسير: |

external-link copy
64 : 43

اِنَّ اللّٰهَ هُوَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

بېشکه الله هغه ذات دی چې زما او ستاسو پالونکی دی، له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته، عبادت مو يوازې هغه لره ځانګړی کړئ، او دغه توحيد هغه نېغه لار ده چې هيڅ کوږوالی پکې نشته. info
التفاسير: |

external-link copy
65 : 43

فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ عَذَابِ یَوْمٍ اَلِیْمٍ ۟

نو د نصاراوو ډلې د عيسی په اړه په اختلاف کې شولې، ځينو يې ويل: هغه الله دی، او ځينو ويل: هغه د الله زوی دی، او ځينو يې ويل: هغه او مور يې دوه معبودان دي، نو هغو کسانو لره د دردوونکې سزا تباهي ده چې د قيامت ورځ به هغوی انتظار کوي چې پرځانو يې ظلم کړی د عيسی لپاره د الوهيت، يا زوی والي او يا له دريو څخه د يو په صفت بيانولو سره. info
التفاسير: |

external-link copy
66 : 43

هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

آيا دغه د عيسی په اړه اختلاف کوونکې ډلې د څه انتظار کوي مګر دا چې قيامت به ناببره پرې راشي او هغوی به يې د راتلو احساس هم نه کوي؟! که چېرې هغوی لره راغی په داسې حال کې چې هغوی يې په کفر کې وو، نو د ورګرځېدو ځای به يې ډېر دردوونکی وي. info
التفاسير: |

external-link copy
67 : 43

اَلْاَخِلَّآءُ یَوْمَىِٕذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ اِلَّا الْمُتَّقِیْنَ ۟ؕ۠

هغه کسان چې په کفر او لارورکۍ کې د یو او بل سره دوستان او ملګري دي هغوی به د قيامت په ورځ يو د بل دښمنان وي، پرته له هغو خلکو چې د الله د امرونو د پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له الله ډارېږي، چې د هغوی دوستي به تلپاتې وي او نه به ختميږي. info
التفاسير: |

external-link copy
68 : 43

یٰعِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَ وَلَاۤ اَنْتُمْ تَحْزَنُوْنَ ۟ۚ

او الله به هغوی ته ووايي: ای زما بندګانو، نن به نه پرتاسو وېره وي چې ورسره مخ شئ او نه به پر هغه څه خپه کېږئ چې په دنيا کې مو کومې برخې پرېښې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
69 : 43

اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاٰیٰتِنَا وَكَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟ۚ

هغه کسان چې پر خپل رسول نازل کړل شوي قرآن يې ايمان راوړی، او قرآن ته غاړه اېښودونکي وو، امرونه يې پرځای کوي او له نواهيوو يې ډډه کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
70 : 43

اُدْخُلُوا الْجَنَّةَ اَنْتُمْ وَاَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُوْنَ ۟

تاسو او تاسو ته په ايمان راوړلو کې ورته خلک جنت ته ننوځئ، پر هغه څه خوشحاله شئ چې له کوم تلپاتې نعمتونو سره مخ کېږئ چې نه ختميږي او نه قطع کيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
71 : 43

یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِصِحَافٍ مِّنْ ذَهَبٍ وَّاَكْوَابٍ ۚ— وَفِیْهَا مَا تَشْتَهِیْهِ الْاَنْفُسُ وَتَلَذُّ الْاَعْیُنُ ۚ— وَاَنْتُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟ۚ

پر هغوی به يې خادمان د سرو زرو له داسې کاسو او پيالو سره راګرځي چې هيڅ عيب به نه لري، او په جنت کې به هغه څه وي چې زړونه يې غواړي، او سترګې يې په ليدو خوند اخلي، او تاسو به هلته پکې اوسېږئ او هيڅکله به ترې نه وځئ. info
التفاسير: |

external-link copy
72 : 43

وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْۤ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

دغه جنت چې تاسو لره یې صفت بيان کړل شو هغه جنت دی چې الله تاسو ته په ميراث درکړ د هغه لخوا ستاسو د کړنو له امله. info
التفاسير: |

external-link copy
73 : 43

لَكُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ كَثِیْرَةٌ مِّنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟

هلته به تاسې لره ډېره مېوه وي چې نه به ختميږي له هغې به يې تاسې خورئ. info
التفاسير: |
Daga cikin fa'idodin ayoyin a wannan shafi:
• نزول عيسى من علامات الساعة الكبرى.
د عيسی را کوزېدل د قيامت له لویو نښانو څخه دي. info

• انقطاع خُلَّة الفساق يوم القيامة، ودوام خُلَّة المتقين.
د قيامت په ورځ د بېلارو ترمنځ د دوستۍ له منځه تلل او د متقيانو د دوستۍ دوام. info

• بشارة الله للمؤمنين وتطمينه لهم عما خلفوا وراءهم من الدنيا وعما يستقبلونه في الآخرة.
د الله له لوري مؤمنانو ته زيری او هغوی ته د هغه څه په اړه ډاډ ورکول چې تر شا يې په دنيا کې پرېښي دي او څه چې په آخرت کې ورته راتلونکي دي. info

external-link copy
74 : 43

اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ عَذَابِ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ

بېشکه د کفر او ګناهونو له امله مجرمان به د قيامت په ورځ د دوزخ په عذاب کې د تل لپاره اوسېدونکي وي. info
التفاسير: |

external-link copy
75 : 43

لَا یُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟ۚ

له هغوی به عذاب نه سپکيږي او هغوی پکې د الله له رحمته ناهيلي وي. info
التفاسير: |

external-link copy
76 : 43

وَمَا ظَلَمْنٰهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْا هُمُ الظّٰلِمِیْنَ ۟

موږ پر هغوی اور ته په ننه اېستلو ظلم نه دی کړی، خو هغوی د کفر له امله پر خپلو ځانو ظالمان وو. info
التفاسير: |

external-link copy
77 : 43

وَنَادَوْا یٰمٰلِكُ لِیَقْضِ عَلَیْنَا رَبُّكَ ؕ— قَالَ اِنَّكُمْ مّٰكِثُوْنَ ۟

د دوزخ څوکيدار مالک ته به په دې ويلو آواز وکړي: ای مالکه، ستا پالونکی دې موږ مړه کړي، نو موږ به له عذابه په آرامه شو، مالک به په خپله وينا ځواب ورکړي: بېشکه تاسو په عذاب کې تل پاتې کېدونکي ياست نه مړه کېږئ او نه عذاب درڅخه پرې کيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
78 : 43

لَقَدْ جِئْنٰكُمْ بِالْحَقِّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟

له شک پرته موږ په دنيا کې تاسې ته هغه حق دروړی و چې هيڅ شک پکې نه و، خو ستاسو ډېری حق لره بد ګڼونکي واست. info
التفاسير: |

external-link copy
79 : 43

اَمْ اَبْرَمُوْۤا اَمْرًا فَاِنَّا مُبْرِمُوْنَ ۟ۚ

نو که چېرې هغوی د نبي صلی الله عليه وسلم پر وړاندې چل جوړ کړی او هغه ته يې دام چمتو کړی، نو بېشکه موږ هغوی لره د هغوی تر چل پورته تدبير نيوونکي يو. info
التفاسير: |

external-link copy
80 : 43

اَمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوٰىهُمْ ؕ— بَلٰی وَرُسُلُنَا لَدَیْهِمْ یَكْتُبُوْنَ ۟

يا هغوی ګومان کوي چې موږ د هغوی پټې خبرې نه اورو چې په خپلو زړونو کې يې پټوي، او يا هغه راز چې په خپلو کې يې په پټه وايي، ولې نه، بېشکه موږ دغه ټول اورو، او پرېښتې له هغوی سره دي چې هر هغه څه ليکي چې هغوی يې کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
81 : 43

قُلْ اِنْ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ وَلَدٌ ۖۗ— فَاَنَا اَوَّلُ الْعٰبِدِیْنَ ۟

اې رسوله ووايه! هغو کسانو ته چې الله ته لوڼې منسوبوي، الله د هغوی له وينا ډېر لوړ دی، الله لره هيڅ اولاد نشته، هغه له دغه څخه پاک او سپېڅلی دی، نو زه الله تعالی لره له لومړيو لمانځونکو او سپېڅلتيا بيانوونکو يم.
info
التفاسير: |

external-link copy
82 : 43

سُبْحٰنَ رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟

د آسمانونو او ځمکې پالونکی او د عرش پالونکی له هغه څه پاک دی چې دغه مشرکان يې وايي، چې هغه ته د شريک، مېرمن او بچي نسبت کول دي. info
التفاسير: |

external-link copy
83 : 43

فَذَرْهُمْ یَخُوْضُوْا وَیَلْعَبُوْا حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟

نو ای رسوله! هغوی پرېږده چې په هغه څه کې ننوځي چې پر کوم باطل دي، او بازۍ کوي، تر څو له هغې ورځې سره مخ شي چې ژمنه يې ورسره کيږي او هغه د قيامت ورځ ده. info
التفاسير: |

external-link copy
84 : 43

وَهُوَ الَّذِیْ فِی السَّمَآءِ اِلٰهٌ وَّفِی الْاَرْضِ اِلٰهٌ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟

او همغه پاک ذات په آسمان کې په حقه معبود دی او هغه په ځمکه کې په حقه معبود دی، او هغه په خپل مخلوق، تقدير او تدبير کې حکمت والا دی، د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه پوه دی له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
85 : 43

وَتَبٰرَكَ الَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۚ— وَعِنْدَهٗ عِلْمُ السَّاعَةِ ۚ— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

او د الله خير او هغه پاک ذات برکت زياتيږي، هغه ذات چې يوازې هغه لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده او د هغو دواړو ترمنځ چې دي د هغو پاچايي ده، او يوازې هغه سره د قیامت د نیټې پوهه ده چې قيامت پکې رامنځته کيږي، له هغه پرته له بل چا سره يې پوهه نشته، او يوازې د هغه لوري په آخرت کې د حساب او بدلې لپاره ورګرځول کېږئ. info
التفاسير: |

external-link copy
86 : 43

وَلَا یَمْلِكُ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهِ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟

او هغه شيان چې مشرکان يې له الله پرته عبادت کوي د الله په وړاندې د سپارښتنې واک نه لري، مګر هغه څوک چې دا شاهدي يې ويلې وي چې نشته د عبادت وړ مګر يوازې الله او هغه پوهيږي پر هغه څه چې شاهدې يې پرې ويلې ده، لکه عیسی، عزير او پرېښتې. info
التفاسير: |

external-link copy
87 : 43

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَهُمْ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟ۙ

او که چېرې هغوی وپوښتې: چې هغوی چا پيداکړي دي؟ هرومرو به وايي: الله پيداکړي يو، نو له دغه اعتراف وروسته څنګه د هغه له عبادته ګرځول کيږي؟! info
التفاسير: |

external-link copy
88 : 43

وَقِیْلِهٖ یٰرَبِّ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۘ

الله تعالی د خپل پیغنبر په شکایت پوه و[دالله په علم کې دا وه] چې له قومه يې په درواغجن ګڼلو او د هغوی په اړه دا وينا وه: ای زما پالونکيه، دغه زما قوم پر هغه څه ايمان نه راوړي چې زه دې هغوی ته ورسره لېږلی يم.(نويې ورته وويل). info
التفاسير: |

external-link copy
89 : 43

فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلٰمٌ ؕ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟۠

نو له هغوی مخ اړوه، او هغه څه ورته وايه چې د هغوی د شر مخه پرې نيسې، او دا حالت په مکه کې و، خو ژر ده چې هغوی به پر هغه څه پوه شي چې له کوم عذاب سره مخامخ کيږي. info
التفاسير: |
Daga cikin fa'idodin ayoyin a wannan shafi:
• كراهة الحق خطر عظيم.
د حق بد ګڼلو خطر لوی دی. info

• مكر الكافرين يعود عليهم ولو بعد حين.
د کافرانو چل پر هغوی ورګرځي که څه هم له يوې مودې وروسته وي. info

• كلما ازداد علم العبد بربه، ازداد ثقة بربه وتسليمًا لشرعه.
هر کله چې د بنده پوهه د خپل پالونکي په اړه زياتيږي، نو همدومره يې پر خپل پالونکي باور او د هغه شريعت ته غاړه اېښودل زياتيږي. info

• اختصاص الله بعلم وقت الساعة.
د قيامت د وخت پوهه تر الله پورې ځانګړې ده. info