Traduction des sens du Noble Coran - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Lexique des traductions


Traduction des sens Sourate: AZ-ZOUKHROUF   Verset:

الزخرف

Parmi les objectifs de la sourate:
التحذير من الافتتان بزخرف الحياة الدنيا؛ لئلا يكون وسيلة للشرك.
د دنيوي ژوند په ښکلا سره له فتنې وېرول، ترڅو د شرک وسيله ونه ګرځي.

حٰمٓ ۟ۚۛ
د سورت بقرې په پيل کې د دې په شانته تورو تفصيل تېر شوی.
Les exégèses en arabe:
وَالْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟ۙۛ
الله په قران قسم کړی چې روښانه کوونکی دی د هدایت او حق لیارو لره.
Les exégèses en arabe:
اِنَّا جَعَلْنٰهُ قُرْءٰنًا عَرَبِیًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟ۚ
بېشکه هغه مو د عربو پر ژپه قرآن ګرځولی، په دې هيله چې له عقله کارواخلئ ای هغې ډلې چې ستاسو په ژبه نازل شوی، چې په ليدو سره پرې پوهېږئ، ترڅو يې نورو امتونو ته ورسوئ.
Les exégèses en arabe:
وَاِنَّهٗ فِیْۤ اُمِّ الْكِتٰبِ لَدَیْنَا لَعَلِیٌّ حَكِیْمٌ ۟ؕ
او بېشکه دغه قرآن په لوح محفوظ کې د لوړې مرتبې او شان او حکمت والا دی، په امرونو او نواهيوو کې يې آيتونه محکم کړل شوي دي.
Les exégèses en arabe:
اَفَنَضْرِبُ عَنْكُمُ الذِّكْرَ صَفْحًا اَنْ كُنْتُمْ قَوْمًا مُّسْرِفِیْنَ ۟
نو آيا موږ به د قرآن نازلول په مخ اړولو سره پرېږدو ستاسو د شرک او ګناهونو د زياتوالي له امله؟ دا نه کوو، بلکې پر تاسو رحمت د دغه کار برعکس غوښتنه کوي.
Les exégèses en arabe:
وَكَمْ اَرْسَلْنَا مِنْ نَّبِیٍّ فِی الْاَوَّلِیْنَ ۟
او موږ په پخوانيو امتونو کې څومره نبيان ولېږل؟
Les exégèses en arabe:
وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ نَّبِیٍّ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
او دغو پخوانيو امتونو ته د الله له لوري هيڅ نبي نه دی راغلی مګر هغوی ملنډې پرې وهلې.
Les exégèses en arabe:
فَاَهْلَكْنَاۤ اَشَدَّ مِنْهُمْ بَطْشًا وَّمَضٰی مَثَلُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
خو موږ هغه خلک هم تباه کړل چې تر دغو امتونو پياوړي وو، نو څوک چې تر هغوی کمزوري دي د هغوی له تباهۍ به بې وسې نه شو، او په قرآن کې د پخوانيو امتونو د تباه کولو بيان تېر شوی، لکه د عاد، ثمود، د لوط قوم او د مدين خلک.
Les exégèses en arabe:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۙ
او ای رسوله! که له دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو پوښتنه وکړې: چې آسمانونه چا پيداکړي او چا ځمکه پيداکړې ده؟ ستا د پوښتنې په ځواب کې به هرومرو وايي: هغه برلاسي پيداکړي چې هيڅوک يې نه شي بې وسې کولای، چې پر هرڅه ښه پوه دی.
Les exégèses en arabe:
الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ مَهْدًا وَّجَعَلَ لَكُمْ فِیْهَا سُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟ۚ
الله هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسو لپاره فرش ګرځولې، نو هغه يې ستاسو لپاره پایمال[مناسبه د ګرځیدو] کړې چې تاسو په خپلو پښو پرې ګرځئ، او په هغې کې يې ستاسو لپاره د هغې په غرونو او شېلو کې لارې ګرځولې دي، په دې هيله چې په خپل تګ کې مو لارښوونه پرې ترلاسه کړئ.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• سمي الوحي روحًا لأهمية الوحي في هداية الناس، فهو بمنزلة الروح للجسد.
وحي ته روح ويل د خلکو په لارښوونه کې د وحي د اهميت له امله، نو هغه داسې ده لکه روح د بدن د پاره.

• الهداية المسندة إلى الرسول صلى الله عليه وسلم هي هداية الإرشاد لا هداية التوفيق.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوب هدايت چې دی هغه د لارښوونې هدایت دی نه د توفيق ورکوونې هدایت.

• ما عند المشركين من توحيد الربوبية لا ينفعهم يوم القيامة.
د مشرکانو د ربوبيت توحيد به هغوی ته د قيامت په ورځ ګټه ونه رسوي.

وَالَّذِیْ نَزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً بِقَدَرٍ ۚ— فَاَنْشَرْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا ۚ— كَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ ۟
او هغه ذات چې له آسمانه يې دومره اوبه را اورولې دي چې ستاسو لپاره بسنه کوي، ستاسو د څارويو او کښتونو لپاره بسنه کوي، نو پر هغو مو وچ ښار را ژوند کړی چې هيڅ شينګی پکې نه وه، لکه څنګه چې الله دغه وچه ځمکه په شينګيوو را ژوندۍ کړې ده همداسې به تاسو په بېرته را پاڅولو را ژوندي کړي.
Les exégèses en arabe:
وَالَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الْفُلْكِ وَالْاَنْعَامِ مَا تَرْكَبُوْنَ ۟ۙ
او هغه ذات چې له ټولو يې بېلابېل ډولونه پيدا کړي، لکه شپه، ورځ، نارينه، ښځينه او داسې نور، او تاسو لره يې کښتۍ او څاروي داسې ګرځولي چې په خپلو سفرونو کې پرې سپرېږئ، په درياب کې په کښتيو کې سپرېږئ او په وچه کې پر څارويو سپرېږئ.
Les exégèses en arabe:
لِتَسْتَوٗا عَلٰی ظُهُوْرِهٖ ثُمَّ تَذْكُرُوْا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ اِذَا اسْتَوَیْتُمْ عَلَیْهِ وَتَقُوْلُوْا سُبْحٰنَ الَّذِیْ سَخَّرَ لَنَا هٰذَا وَمَا كُنَّا لَهٗ مُقْرِنِیْنَ ۟ۙ
دغه ټول يې تاسو لره ګرځولي دي، په دې هيله چې تاسو مو په خپلو سفرونو کې پر شاوويې سپرېږئ، بيا د خپل پالونکي نعمتونه ستاسو لپاره د هغو په تایع کولو در په ياد کړئ، کله چې د هغو پر شاوو ځای پرځای شئ او په ژبو مو ووايی: پاک او سپېڅلی دی هغه ذات چې موږ لره يې دغه سپرلۍ چمتو کړې او تابع کړې ده، نو موږ یې وتوانولو په هغې او موږ د هغه توان لرونکي نه وو، که د الله تایع کول نه وای.
Les exégèses en arabe:
وَاِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُوْنَ ۟
او بېشکه موږ د خپل پالونکي لوري ته زموږ له مړينې وروسته د حساب او بدلې لپاره ورګرځېدونکي يو.
Les exégèses en arabe:
وَجَعَلُوْا لَهٗ مِنْ عِبَادِهٖ جُزْءًا ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ۠
او مشرکان ګومان کوي چې ځينې خلک د پيداکوونکي پاک ذات څخه پيداشوي کله يې چې وويل: پرېښتې د الله لوڼې دي، بېشکه هغه انسان چې دا ډول وينا کوي هغه هرومرو ناشکره او په څرګند کفر او لارورکۍ کې دی.
Les exégèses en arabe:
اَمِ اتَّخَذَ مِمَّا یَخْلُقُ بَنٰتٍ وَّاَصْفٰىكُمْ بِالْبَنِیْنَ ۟
ای مشرکانو آيا تاسو دا وايئ: چې الله د ځان لپاره له مخلوقه لوڼې ونيولې، او تاسو يې له اولاده په زامنو ځانګړې کړي یاست؟! دا وېش څه ډول وېش دی چې تاسو يې ګومان کوئ؟!.
Les exégèses en arabe:
وَاِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمٰنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّهُوَ كَظِیْمٌ ۟
او کله چې له هغوی کوم يوه ته د هغې لور زيری ورکړل شي چې خپل پالونکي ته يې نسبت کوي، نو مخ یې له غمه او خپګانه تک تور شي، او له غوسې ډک شي، نو څنګه خپل پالونکي ته د هغه څه نسبت کوي چې په خپله پرې غمجن کيږي کله چې د هغو زيری ورکړل شي.
Les exégèses en arabe:
اَوَمَنْ یُّنَشَّؤُا فِی الْحِلْیَةِ وَهُوَ فِی الْخِصَامِ غَیْرُ مُبِیْنٍ ۟
ايا خپل پالونکي ته هغه څوک منسوبوي چې هغه په زیوراتو کې لوی شویدی او هغه په جګړه کې د خپل ښځينه توب له کبله ناڅرګنده خبرو والا وي.
Les exégèses en arabe:
وَجَعَلُوا الْمَلٰٓىِٕكَةَ الَّذِیْنَ هُمْ عِبٰدُ الرَّحْمٰنِ اِنَاثًا ؕ— اَشَهِدُوْا خَلْقَهُمْ ؕ— سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَیُسْـَٔلُوْنَ ۟
او هغه پرېښتې چې د رحمان پاک ذات بندګانې دي هغوی ته يې ښځينه وويل: آيا دوی هغه مهال حاضر وو چې الله هغوی پيداکولې، چې هغوی ته څرګنده شوه چې هغه پرېښتې ښځينه دي؟! پرېښتې به د هغوی دغه شاهدي ليکي، او د قيامت په ورځ به هغوی يې په اړه پوښتل کيږي او د خپلو درواغو له امله به پرې سزاورکول کيږي.
Les exégèses en arabe:
وَقَالُوْا لَوْ شَآءَ الرَّحْمٰنُ مَا عَبَدْنٰهُمْ ؕ— مَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۗ— اِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟ؕ
او هغوی په تقدير د استدلال کولو په ډول وويل: که چېرې الله غوښتی چې موږ دې د پرېښتو عبادت نه وای کړی ، نو نه به مو وای، نو زموږ له لوري داسې کېدل د هغه پر رضايت دلالت کوي، هغوی لره پردغه وينا يې هيڅ پوهه نشته، هغوی يوازې درواغ وايي.
Les exégèses en arabe:
اَمْ اٰتَیْنٰهُمْ كِتٰبًا مِّنْ قَبْلِهٖ فَهُمْ بِهٖ مُسْتَمْسِكُوْنَ ۟
يا مو دغه مشرکانو ته له قرآن مخکې کوم کتاب ورکړی چې هغوی لره له الله پرته د بل چا عبادت روا کوي؟! نو هغوی د دغه کتاب ټينګ نيوونکي دي، چې استدلال پرې کوي.
Les exégèses en arabe:
بَلْ قَالُوْۤا اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟
نه دا نه ده واقع شوې بلکه په تقلید یې دلیل ونیوه او ویې ویل: بیشکه مونږ موندلي خپل مشران په یو دین هغه دا چې د بوتانو عبادت به یې کاوه او مونږ په شرک کې د هغوی پیروي کوو.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• كل نعمة تقتضي شكرًا.
هر نعمت د شکر اېستلو غوښتنه کوي.

• جور المشركين في تصوراتهم عن ربهم حين نسبوا الإناث إليه، وكَرِهوهنّ لأنفسهم.
د مشرکانو په خپلو فکرونو کې هغه ظلم چې خپل پالونکي ته يې ښځينه منسوبې کړې او د ځانو لپاره يې بدې وګڼلې.

• بطلان الاحتجاج على المعاصي بالقدر.
په قدر باندې د ګناهونو په ترسره کولو د استدلال کولو بطلان.

• المشاهدة أحد الأسس لإثبات الحقائق.
ليدنه د حقيقتونو د اثبات لپاره يو له بنسټونو څخه ده.

وَكَذٰلِكَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ ۙ— اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّقْتَدُوْنَ ۟
او لکه څنګه چې دغو (خپل رسولان) درواغجن وګڼل، او د خپلو پلرونو پر پيروۍ يې استدلال وکړ، ای رسوله! له تا مخکې مو هم په هيڅ کلي کې رسول نه دی لېږلی چې خپل قوم ووېروي، مګر دا چې په هغوی کې کوم شتمن مشران او سرداران وو هغوی ويلي دي: موږ مو خپل پلرونه پر يو دين او ملت موندلي دي، او موږ د هغوی په پلو پل ږدو. نو ستا قوم په دې کې نوی نه دی.
Les exégèses en arabe:
قٰلَ اَوَلَوْ جِئْتُكُمْ بِاَهْدٰی مِمَّا وَجَدْتُّمْ عَلَیْهِ اٰبَآءَكُمْ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
هغوی ته يې رسول وويل: آيا تاسو د خپلو پلرونو پيروي کوئ که څه هم ما چې څه درته راوړي هغه د هغوی تر هغه ملت هم غوره دي چې هغوی پرې وو؟ هغوی وايي: موږ پر هغه څه کافران يو چې ته او له تا مخکې رسولان ورسره لېږل شوي دي.
Les exégèses en arabe:
فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟۠
له هغو امتونو مو غچ واخيست چې له تا مخکې رسولان يې درواغجن وګڼل، چې هغوی مو تباه کړل، نو فکر وکړه د خپلو رسولانو د درواغجن ګڼونکو پايله څنګه وه؟ نو پايله يې ډېره دردوونکې وه.
Les exégèses en arabe:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖۤ اِنَّنِیْ بَرَآءٌ مِّمَّا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
ای رسوله! په ياد کړه هغه وخت چې ابراهيم خپل پلار او قوم ته وويل: بېشکه زه له هغو بوتانو بېزار يم چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ..
Les exégèses en arabe:
اِلَّا الَّذِیْ فَطَرَنِیْ فَاِنَّهٗ سَیَهْدِیْنِ ۟
پرته له هغه الله چې زه يې پيداکړی يم، بېشکه هغه به مې هغه څه ته لارښوونه وکړي چې د کوم سم دين په پيروۍ کې مې ګټه وي.
Les exégèses en arabe:
وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِیَةً فِیْ عَقِبِهٖ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او ابراهيم د توحيد کلمه (لا اله الا الله) پاتې کېدونکې کلمه وګرځوله له هغه وروسته په خپل اولاد کې، نو د تل لپاره په هغوی کې داسې څوک وي چې الله يو وبولي او هيڅ ورسره نه شريکوي، په دې هيله چې هغوی به له شرک او ګناهونو الله ته په توبه اېستلو راوګرځي.
Les exégèses en arabe:
بَلْ مَتَّعْتُ هٰۤؤُلَآءِ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی جَآءَهُمُ الْحَقُّ وَرَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟
د دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو په تباه کولو کې مې بيړه ونه کړه، په دنيا کې مې په پرېښودلو ګټه ورکړه، او له هغوی مخکې مې يې پلرونو ته ګټه ورکړه تردې چې قرآن او څرګند بيانوونکی رسول محمد صلی الله عليه وسلم ورته راغلل.
Les exégèses en arabe:
وَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ وَّاِنَّا بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
او کله چې دغه قرآن چې حق دی هيڅ شک پکې نشته ورته راغی هغوی وويل: دا خو کوډې دي چې محمد يې پر موږ کوي، او بېشکه موږ پرې کافران يو او هيڅکله به پرې ايمان را نه وړو.
Les exégèses en arabe:
وَقَالُوْا لَوْلَا نُزِّلَ هٰذَا الْقُرْاٰنُ عَلٰی رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْیَتَیْنِ عَظِیْمٍ ۟
او درواغ ګڼونکو مشرکانو وويل: ولې الله دغه قرآن د بې وزله يتيم محمد پر ځای د مکې او طائف له دوو لویو کسانو څخه پر يو را نازل نه کړ؟.
Les exégèses en arabe:
اَهُمْ یَقْسِمُوْنَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ؕ— نَحْنُ قَسَمْنَا بَیْنَهُمْ مَّعِیْشَتَهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِیًّا ؕ— وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟
ای رسوله! آیا هغوی ستا د پالونکي لورېينه وېشي، چې چاته هغوی وغواړي ورکوي يې او چاته وغواړي ترې منع کوي يې يا الله دا کار کوي؟ موږ د هغوی ترمنځ په دنيا کې يې روزۍ وېشلي دي، او له هغوی مو ځينې شتمن او بې وزله ګرځولي دي، ترڅو ځينې د ځينو لپاره تابع شي، او ستا د پالونکي لورېينه په آخرت کې ترهغه څه غوره ده چې دغه خلک کوم د ختمېدونکې دنيا له مال را ټولوي.
Les exégèses en arabe:
وَلَوْلَاۤ اَنْ یَّكُوْنَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً لَّجَعَلْنَا لِمَنْ یَّكْفُرُ بِالرَّحْمٰنِ لِبُیُوْتِهِمْ سُقُفًا مِّنْ فِضَّةٍ وَّمَعَارِجَ عَلَیْهَا یَظْهَرُوْنَ ۟ۙ
او که دا وېره نه وای چې خلک به په کفر کې يو امت شي، موږ به هرومرو د هغه چا د کورونو چتونه د سپينو زرو ګرځولي وو چې پر الله کفر کوي، او هغه زينې هم د هغوی لپاره چې پرې خېژي.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• التقليد من أسباب ضلال الأمم السابقة.
د پخوانو امتونو د ګمراهۍ د اسبابو د جملې څخه یو سبب تقلید دی.

• البراءة من الكفر والكافرين لازمة.
له کفر او کافرانو بېزاري لازمي ده.

• تقسيم الأرزاق خاضع لحكمة الله.
د روزيو وېش د الله د حکمت له مخې دی.

• حقارة الدنيا عند الله، فلو كانت تزن عنده جناح بعوضة ما سقى منها كافرًا شربة ماء.
د الله په وړاندې د دنيا سپکوالی، که چېرې يې د هغه په وړاندې د غوماشي د وزر په مقدار ارزښت لرلای، نو کافر ته به يې له هغې يوغړپ هم نه وای ورڅښلای.

وَلِبُیُوْتِهِمْ اَبْوَابًا وَّسُرُرًا عَلَیْهَا یَتَّكِـُٔوْنَ ۟ۙ
او کوټو ته به مو يې دروازې ګرځولې وای[دسپینو زرو]، او کټونه هم چې تکیه یې پرې کولای د امتحان د پاره او د هغوی د رانیولو د پاره درجه په درجه.
Les exégèses en arabe:
وَزُخْرُفًا ؕ— وَاِنْ كُلُّ ذٰلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَالْاٰخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟۠
او هرومرو به مو هغوی لره سره زر ګرځولي وو، او دا ټول نه دي مګر د دنيا د ژوند توښه ده، نو د نه پاتې کېدو له امله یې ګټه لږ ده، او ای رسوله! په آخرت کې چې ستا د پالونکي په وړاندې کوم نعمتونه دي هغه غوره دي د هغو خلکو لپاره چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او نواهيوو يې په ځان ساتلو وېريږي.
Les exégèses en arabe:
وَمَنْ یَّعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَیِّضْ لَهٗ شَیْطٰنًا فَهُوَ لَهٗ قَرِیْنٌ ۟
او څوک چې په قرآن کې د یې احتیاطۍ لیدنه کوي چې مخ اړولو ته يې و رسوي هغه ته به د شيطان په ګومارلو سزا ورکړو چې تل ورسره وي تر څو يې په سرکښۍ زياتوالی راولي.
Les exégèses en arabe:
وَاِنَّهُمْ لَیَصُدُّوْنَهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟
او دغه ملګري چې له قرآنه پر مخ اړوونکو ګومارل شوي دي هغوی به د الله له دينه راګرځوي، نو د هغه امرونه به نه مني او له نواهيو به يې ډډه نه کوي او هغوی به ګومان کوي چې حق ته لارموندونکي دي، نو له همدې امله به هغوی له خپلې لارورکۍ توبه نه وباسي.
Les exégèses en arabe:
حَتّٰۤی اِذَا جَآءَنَا قَالَ یٰلَیْتَ بَیْنِیْ وَبَیْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَیْنِ فَبِئْسَ الْقَرِیْنُ ۟
تر دې چې د الله له ياده مخ اړوونکی د قيامت په ورځ موږ ته راشي د هيله کوونکي په توګه به وايي: کاشکې زما او ستا تر منځ ای ملګريه! د ختيځ او لوېديځ په اندازه واټن وای، څومره بد ملګری يې ته!.
Les exégèses en arabe:
وَلَنْ یَّنْفَعَكُمُ الْیَوْمَ اِذْ ظَّلَمْتُمْ اَنَّكُمْ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟
د قيامت په ورځ به الله کافرانو ته ووايي: نن به هيڅکله تاسو ته په عذاب کې ستاسو برخه اخستل ګټه در ونه رسوي حال داچې د شرک او ګناهونو له امله مو پرځانونو ظلم کړی دی، او هيڅکله به ستاسو شريکان له تاسو د عذاب کومه برخه وانخلي.
Les exégèses en arabe:
اَفَاَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ اَوْ تَهْدِی الْعُمْیَ وَمَنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
بېشکه دغه خلک د حق له اورېدو کاڼه دي، له ليدو يې ړانده دي، نو ای رسوله! ته د کڼو د اورولو يا ړندو د لارښوونې او يا د هغه چا د لارښوونې توان لرې چې له نېغې لارې څخه په څرګنده لارورکۍ کې دي؟!.
Les exégèses en arabe:
فَاِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَاِنَّا مِنْهُمْ مُّنْتَقِمُوْنَ ۟ۙ
نو که چېرې دې بوځو، چې هغوی ته له عذاب ورکولو مخکې دې مړ کړو، نو بيا هم موږ له هغوی څخه د عذاب په ورکولو په دنيا او آخرت کې غچ اخېستونکي يو.
Les exégèses en arabe:
اَوْ نُرِیَنَّكَ الَّذِیْ وَعَدْنٰهُمْ فَاِنَّا عَلَیْهِمْ مُّقْتَدِرُوْنَ ۟
او يا ځينې هغه عذاب در ووينو چې له هغوی سره يې ژمنه کوو، نو موږ بېشکه پر هغوی ځواکمن يو، هيڅ شی پر موږ د برلاسي کېدو توان نه لري.
Les exégèses en arabe:
فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِیْۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ ۚ— اِنَّكَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
نو ای رسوله! پر هغه څه ټينګ ودرېږه چې د پالونکي لخوا دې درته وحې شوي دي او پر هغه عمل وکړه، بېشکه ته پر داسې حق لاره يې چې هيڅ ګډوډي پکې نشته.
Les exégèses en arabe:
وَاِنَّهٗ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ ۚ— وَسَوْفَ تُسْـَٔلُوْنَ ۟
او بېشکه دغه قرآن ستا لپاره او ستا د قوم لپاره شرف دی، او ژر به د قيامت په ورځ پر هغه د ايمان راوړلو، د هغه د لارښوونې د پيروۍ او هغه ته د بلنې په اړه وپوښتل شئ.
Les exégèses en arabe:
وَسْـَٔلْ مَنْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رُّسُلِنَاۤ اَجَعَلْنَا مِنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ اٰلِهَةً یُّعْبَدُوْنَ ۟۠
او ای رسوله! وپوښته هغه رسولان چې له تا مخکې مولېږلي وو: آيا هغوی مو له رحمان پرته معبودان ګرځولي وو چې لمانځل کېدل به؟!.
Les exégèses en arabe:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَقَالَ اِنِّیْ رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او له شک پرته موسی مو فرعون او د قوم سردارانو ته يې له خپلو نښانو سره لېږلی وو، نو هغوی ته يې وويل: بېشکه زه د ټولو مخلوقاتو د پالونکي استازی يم.
Les exégèses en arabe:
فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِاٰیٰتِنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَضْحَكُوْنَ ۟
کله چې زموږ له نښانو سره ورغی هغوی د ملنډو او مسخرو په ډول پرې خندل پيل کړل.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• خطر الإعراض عن القرآن.
له قرآن څخه د مخ اړولو خطر.

• القرآن شرف لرسول الله صلى الله عليه وسلم ولأمته.
قرآن د رسول صلی الله عليه وسلم او د هغه د امت لپاره شرف دی.

• اتفاق الرسالات كلها على نبذ الشرك.
ټول رسالتونه د شرک په ردولو کې متفق دي.

• السخرية من الحق صفة من صفات الكفر.
پر حق ملنډې وهل د کفر له صفتونو څخه يو صفت دی.

وَمَا نُرِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ اِلَّا هِیَ اَكْبَرُ مِنْ اُخْتِهَا ؗ— وَاَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او فرعون او د هغه د قوم سردارانو ته مو چې هر دليل د هغه څه په صحت ورښودلو چې موسی عليه السلام ورسره راغلی و يو به تر هغه بل مخکېني لوی و، او هغوی مو په دنيا کې په عذاب ونيول، په دې هيله چې له هغه څه راوګرځي چې پر کوم کفر وو، خو هيڅ ګټه يې ونه کړه.
Les exégèses en arabe:
وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَ السّٰحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ ۚ— اِنَّنَا لَمُهْتَدُوْنَ ۟
نو هغوی ته چې کله ځينې عذاب ورسېدلو موسی ته يې وويل: اې کوډګره پالونکی دې زموږ لپاره راوبوله ستا لپاره د هغه څه په يادولو سره چې عذاب به لرې کړي که موږ ايمان راوړ، بېشکه موږ هرومرو هغه ته لارموندونکي يو که يې له موږ عذاب پورته کړ.
Les exégèses en arabe:
فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ اِذَا هُمْ یَنْكُثُوْنَ ۟
نو کله چې به مو له هغوی عذاب اېسته کړ، سمد ستي به يې ژمنې ماتولې او نه به پرې درېدل.
Les exégèses en arabe:
وَنَادٰی فِرْعَوْنُ فِیْ قَوْمِهٖ قَالَ یٰقَوْمِ اَلَیْسَ لِیْ مُلْكُ مِصْرَ وَهٰذِهِ الْاَنْهٰرُ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِیْ ۚ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟ؕ
فرعون په خپل قوم کې پر خپله پاچايي د وياړ په توګه په دې ويلو نارې کړې: ای زما قومه، آيا د مصر پاچايي او دغه د نيل نهرونه چې زما تر ماڼيو لاندې بهيږي زما نه دي؟ نو آيا زما پاچايي نه وينئ او زما لويي نه پېژنئ؟!.
Les exégèses en arabe:
اَمْ اَنَا خَیْرٌ مِّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ مَهِیْنٌ ۙ۬— وَّلَا یَكَادُ یُبِیْنُ ۟
نو زه له موسی غوره يم چې شړل شوی کمزوری دی داسې دی چې خبرې هم سمې نه شي کولای.
Les exégèses en arabe:
فَلَوْلَاۤ اُلْقِیَ عَلَیْهِ اَسْوِرَةٌ مِّنْ ذَهَبٍ اَوْ جَآءَ مَعَهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ مُقْتَرِنِیْنَ ۟
نو ولې الله پر هغه کس چې را لېږلی یې دی د سرو زرو وښي نه دي اچولي، تر څو دا خبره په ډاګه کړي چې هغه يې رسول دی، او يا پرېښتې نه دي ورسره راغلې چې ځينې يې په ځينو پسې وای.
Les exégèses en arabe:
فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهٗ فَاَطَاعُوْهُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟
نو فرعون يې خپل قوم وهڅولو، هغوی يې په لارورکۍ کې پيروي وکړه، بېشکه هغوی داسې قوم وو چې د الله له پيروۍ وتونکي وو.
Les exégèses en arabe:
فَلَمَّاۤ اٰسَفُوْنَا انْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
نو کله چې هغوی پر کفر د خپل دهمیشوالي له امله موږ په غوسه کړو، له هغوی مو غچ واخيست، هغوی ټول مو ډوب کړل.
Les exégèses en arabe:
فَجَعَلْنٰهُمْ سَلَفًا وَّمَثَلًا لِّلْاٰخِرِیْنَ ۟۠
نو فرعون او د هغه سرداران مو مخکښان وګرځول چې له خلکو مخکې کېدل، او ستا د قوم کافران پر هغوی پسې دي، او هغوی مو د هغه چا لپاره پند وګرځول چې پند اخلي، تر څو د هغوی غوندې عمل ونه کړي، چې هغه څه به ور ورسيږي چې هغوی ته ور رسېدلي و.
Les exégèses en arabe:
وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْیَمَ مَثَلًا اِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ یَصِدُّوْنَ ۟
کله چې مشرکانو ګمان وکړ چې هغه عیسی کوم چې نصاراوو يې عبادت کړی د الله تعالی په دغه وينا کې داخل دی: بېښکه تاسو او د څه چې تاسو پرته له الله عبادت کوئ د دوزخ خس دي، تاسې هغه لره ورتلونکي یاست، حال دا چې الله د هغه له عبادته منع کړې وه، لکه څنګه يې چې د بتانو له عبادته منع کړې وه، نو دغه مهال به دې اې رسوله قوم په شخړه کې شور کوي او چېغې به وهي په دې ويلو سره: موږ خوښ يو چې زموږ معبودان د عيسی غوندې وي، نو الله پر هغوی د رد کولو سره دغه آيت نازل کړ، بېشکه هغه كسان چې د هغوى لپاره زموږ لخوا نېكمرغي مخكې (ليكل) شوې ده، نو هغوې به له هغه لرې كړى شوي وي.
Les exégèses en arabe:
وَقَالُوْۤا ءَاٰلِهَتُنَا خَیْرٌ اَمْ هُوَ ؕ— مَا ضَرَبُوْهُ لَكَ اِلَّا جَدَلًا ؕ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُوْنَ ۟
او هغوی وويل: آيا زموږ معبودان غوره دي او که عيسی؟! ابن الزبعری او د هغه غوندې خلکو چې دغه بېلګه درته وړاندې کړه دا حق ته د رسېدو د مينې له امله نه وه، بلکې د جګړې د مينې له امله وه، نو هغوی داسې قوم دی چې پرجګړه يې طبيعت جوړ کړی شوی دی.
Les exégèses en arabe:
اِنْ هُوَ اِلَّا عَبْدٌ اَنْعَمْنَا عَلَیْهِ وَجَعَلْنٰهُ مَثَلًا لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ
د مريم زوی عيسی يوازې د الله له بندګانو يو بنده دی چې موږ پر هغه د نبوت او رسالت پېرزوينه کړې ده، او هغه مو د بني اسرائيلو لپاره بېلګه ګرځولی چې د الله پر قدرت استدلال پرې کوي کله يې چې هغه پرته له پلاره پيداکړ، لکه څنګه يې چې آدم پرته له مور او پلاره پيداکړی.
Les exégèses en arabe:
وَلَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنَا مِنْكُمْ مَّلٰٓىِٕكَةً فِی الْاَرْضِ یَخْلُفُوْنَ ۟
ای د آدم اولاده که موږ ستاسو تباه کول غوښتي وای، نو تاسو به مو تباه کړي وای او ستاسو بدل به مو پرېښتې په ځمکه کې ستاسو ځای ناستي ګرځولې وای، چې د الله عبادت به يې کولو او له هغه سره به يې هيڅ هم نه شريکولای.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• نَكْث العهود من صفات الكفار.
د ژمنو ماتول د کافرانو له صفتونو څخه دي.

• الفاسق خفيف العقل يستخفّه من أراد استخفافه.
فاسق سړی سپک عقل والا وي هر څوک چې يې سپکاوی وغواړي سپکوي يې.

• غضب الله يوجب الخسران.
د الله غوسه زيان را منځته کوي.

• أهل الضلال يسعون إلى تحريف دلالات النص القرآني حسب أهوائهم.
د لارورکۍ څښتنان د خپلو هوسونو سره سم د قرآني نص د دلالتونو د بدلولو لوري ته هڅه کوي.

وَاِنَّهٗ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُوْنِ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟
او بېشکه عیسی [راکښته کیدل د عیسی] د قيامت له لویو نښانو څخه يوه نښه ده کله چې په وروستي وخت کې را کوزيږي، نو د قيامت په رامنځته کېدو کې شک مه کوئ، او په هغه څه کې مې پيروي وکړئ چې تاسو ته د الله له لوري ورسره راغلی یم، دغه څه چې مې تاسوته راوړي دي هغه داسې نېغه لار ده چې هيڅ کوږوالی پکې نشته.
Les exégèses en arabe:
وَلَا یَصُدَّنَّكُمُ الشَّیْطٰنُ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟
او هيڅکله مو شيطان په دوکه کولو او هڅولو له نېغې لارې ونه ګرځوي، بېشکه هغه ستاسو داسې دښمن دی چې دښمني يې څرګنده ده.
Les exégèses en arabe:
وَلَمَّا جَآءَ عِیْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُمْ بِالْحِكْمَةِ وَلِاُبَیِّنَ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِیْ تَخْتَلِفُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟
کله چې عيسی عليه السلام خپل قوم ته د هغه پر استازولۍ له څرګندو دلايلو سره راغی، هغوی ته يې وويل: زه تاسو ته د الله له لوري له حکمت سره راغلی يم، او دا چې تاسو ته ستاسو د دين هغه چارې څرګندې کړم چې تاسو پکې اختلاف کوئ، نو له الله څخه د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډارشئ، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او ترې منع کوم مو.
Les exégèses en arabe:
اِنَّ اللّٰهَ هُوَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟
بېشکه الله هغه ذات دی چې زما او ستاسو پالونکی دی، له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته، عبادت مو يوازې هغه لره ځانګړی کړئ، او دغه توحيد هغه نېغه لار ده چې هيڅ کوږوالی پکې نشته.
Les exégèses en arabe:
فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ عَذَابِ یَوْمٍ اَلِیْمٍ ۟
نو د نصاراوو ډلې د عيسی په اړه په اختلاف کې شولې، ځينو يې ويل: هغه الله دی، او ځينو ويل: هغه د الله زوی دی، او ځينو يې ويل: هغه او مور يې دوه معبودان دي، نو هغو کسانو لره د دردوونکې سزا تباهي ده چې د قيامت ورځ به هغوی انتظار کوي چې پرځانو يې ظلم کړی د عيسی لپاره د الوهيت، يا زوی والي او يا له دريو څخه د يو په صفت بيانولو سره.
Les exégèses en arabe:
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
آيا دغه د عيسی په اړه اختلاف کوونکې ډلې د څه انتظار کوي مګر دا چې قيامت به ناببره پرې راشي او هغوی به يې د راتلو احساس هم نه کوي؟! که چېرې هغوی لره راغی په داسې حال کې چې هغوی يې په کفر کې وو، نو د ورګرځېدو ځای به يې ډېر دردوونکی وي.
Les exégèses en arabe:
اَلْاَخِلَّآءُ یَوْمَىِٕذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ اِلَّا الْمُتَّقِیْنَ ۟ؕ۠
هغه کسان چې په کفر او لارورکۍ کې د یو او بل سره دوستان او ملګري دي هغوی به د قيامت په ورځ يو د بل دښمنان وي، پرته له هغو خلکو چې د الله د امرونو د پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له الله ډارېږي، چې د هغوی دوستي به تلپاتې وي او نه به ختميږي.
Les exégèses en arabe:
یٰعِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَ وَلَاۤ اَنْتُمْ تَحْزَنُوْنَ ۟ۚ
او الله به هغوی ته ووايي: ای زما بندګانو، نن به نه پرتاسو وېره وي چې ورسره مخ شئ او نه به پر هغه څه خپه کېږئ چې په دنيا کې مو کومې برخې پرېښې دي.
Les exégèses en arabe:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاٰیٰتِنَا وَكَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟ۚ
هغه کسان چې پر خپل رسول نازل کړل شوي قرآن يې ايمان راوړی، او قرآن ته غاړه اېښودونکي وو، امرونه يې پرځای کوي او له نواهيوو يې ډډه کوي.
Les exégèses en arabe:
اُدْخُلُوا الْجَنَّةَ اَنْتُمْ وَاَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُوْنَ ۟
تاسو او تاسو ته په ايمان راوړلو کې ورته خلک جنت ته ننوځئ، پر هغه څه خوشحاله شئ چې له کوم تلپاتې نعمتونو سره مخ کېږئ چې نه ختميږي او نه قطع کيږي.
Les exégèses en arabe:
یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِصِحَافٍ مِّنْ ذَهَبٍ وَّاَكْوَابٍ ۚ— وَفِیْهَا مَا تَشْتَهِیْهِ الْاَنْفُسُ وَتَلَذُّ الْاَعْیُنُ ۚ— وَاَنْتُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟ۚ
پر هغوی به يې خادمان د سرو زرو له داسې کاسو او پيالو سره راګرځي چې هيڅ عيب به نه لري، او په جنت کې به هغه څه وي چې زړونه يې غواړي، او سترګې يې په ليدو خوند اخلي، او تاسو به هلته پکې اوسېږئ او هيڅکله به ترې نه وځئ.
Les exégèses en arabe:
وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْۤ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
دغه جنت چې تاسو لره یې صفت بيان کړل شو هغه جنت دی چې الله تاسو ته په ميراث درکړ د هغه لخوا ستاسو د کړنو له امله.
Les exégèses en arabe:
لَكُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ كَثِیْرَةٌ مِّنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟
هلته به تاسې لره ډېره مېوه وي چې نه به ختميږي له هغې به يې تاسې خورئ.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• نزول عيسى من علامات الساعة الكبرى.
د عيسی را کوزېدل د قيامت له لویو نښانو څخه دي.

• انقطاع خُلَّة الفساق يوم القيامة، ودوام خُلَّة المتقين.
د قيامت په ورځ د بېلارو ترمنځ د دوستۍ له منځه تلل او د متقيانو د دوستۍ دوام.

• بشارة الله للمؤمنين وتطمينه لهم عما خلفوا وراءهم من الدنيا وعما يستقبلونه في الآخرة.
د الله له لوري مؤمنانو ته زيری او هغوی ته د هغه څه په اړه ډاډ ورکول چې تر شا يې په دنيا کې پرېښي دي او څه چې په آخرت کې ورته راتلونکي دي.

اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ عَذَابِ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ
بېشکه د کفر او ګناهونو له امله مجرمان به د قيامت په ورځ د دوزخ په عذاب کې د تل لپاره اوسېدونکي وي.
Les exégèses en arabe:
لَا یُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟ۚ
له هغوی به عذاب نه سپکيږي او هغوی پکې د الله له رحمته ناهيلي وي.
Les exégèses en arabe:
وَمَا ظَلَمْنٰهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْا هُمُ الظّٰلِمِیْنَ ۟
موږ پر هغوی اور ته په ننه اېستلو ظلم نه دی کړی، خو هغوی د کفر له امله پر خپلو ځانو ظالمان وو.
Les exégèses en arabe:
وَنَادَوْا یٰمٰلِكُ لِیَقْضِ عَلَیْنَا رَبُّكَ ؕ— قَالَ اِنَّكُمْ مّٰكِثُوْنَ ۟
د دوزخ څوکيدار مالک ته به په دې ويلو آواز وکړي: ای مالکه، ستا پالونکی دې موږ مړه کړي، نو موږ به له عذابه په آرامه شو، مالک به په خپله وينا ځواب ورکړي: بېشکه تاسو په عذاب کې تل پاتې کېدونکي ياست نه مړه کېږئ او نه عذاب درڅخه پرې کيږي.
Les exégèses en arabe:
لَقَدْ جِئْنٰكُمْ بِالْحَقِّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟
له شک پرته موږ په دنيا کې تاسې ته هغه حق دروړی و چې هيڅ شک پکې نه و، خو ستاسو ډېری حق لره بد ګڼونکي واست.
Les exégèses en arabe:
اَمْ اَبْرَمُوْۤا اَمْرًا فَاِنَّا مُبْرِمُوْنَ ۟ۚ
نو که چېرې هغوی د نبي صلی الله عليه وسلم پر وړاندې چل جوړ کړی او هغه ته يې دام چمتو کړی، نو بېشکه موږ هغوی لره د هغوی تر چل پورته تدبير نيوونکي يو.
Les exégèses en arabe:
اَمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوٰىهُمْ ؕ— بَلٰی وَرُسُلُنَا لَدَیْهِمْ یَكْتُبُوْنَ ۟
يا هغوی ګومان کوي چې موږ د هغوی پټې خبرې نه اورو چې په خپلو زړونو کې يې پټوي، او يا هغه راز چې په خپلو کې يې په پټه وايي، ولې نه، بېشکه موږ دغه ټول اورو، او پرېښتې له هغوی سره دي چې هر هغه څه ليکي چې هغوی يې کوي.
Les exégèses en arabe:
قُلْ اِنْ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ وَلَدٌ ۖۗ— فَاَنَا اَوَّلُ الْعٰبِدِیْنَ ۟
اې رسوله ووايه! هغو کسانو ته چې الله ته لوڼې منسوبوي، الله د هغوی له وينا ډېر لوړ دی، الله لره هيڅ اولاد نشته، هغه له دغه څخه پاک او سپېڅلی دی، نو زه الله تعالی لره له لومړيو لمانځونکو او سپېڅلتيا بيانوونکو يم.
Les exégèses en arabe:
سُبْحٰنَ رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟
د آسمانونو او ځمکې پالونکی او د عرش پالونکی له هغه څه پاک دی چې دغه مشرکان يې وايي، چې هغه ته د شريک، مېرمن او بچي نسبت کول دي.
Les exégèses en arabe:
فَذَرْهُمْ یَخُوْضُوْا وَیَلْعَبُوْا حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟
نو ای رسوله! هغوی پرېږده چې په هغه څه کې ننوځي چې پر کوم باطل دي، او بازۍ کوي، تر څو له هغې ورځې سره مخ شي چې ژمنه يې ورسره کيږي او هغه د قيامت ورځ ده.
Les exégèses en arabe:
وَهُوَ الَّذِیْ فِی السَّمَآءِ اِلٰهٌ وَّفِی الْاَرْضِ اِلٰهٌ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟
او همغه پاک ذات په آسمان کې په حقه معبود دی او هغه په ځمکه کې په حقه معبود دی، او هغه په خپل مخلوق، تقدير او تدبير کې حکمت والا دی، د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه پوه دی له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي.
Les exégèses en arabe:
وَتَبٰرَكَ الَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۚ— وَعِنْدَهٗ عِلْمُ السَّاعَةِ ۚ— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
او د الله خير او هغه پاک ذات برکت زياتيږي، هغه ذات چې يوازې هغه لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده او د هغو دواړو ترمنځ چې دي د هغو پاچايي ده، او يوازې هغه سره د قیامت د نیټې پوهه ده چې قيامت پکې رامنځته کيږي، له هغه پرته له بل چا سره يې پوهه نشته، او يوازې د هغه لوري په آخرت کې د حساب او بدلې لپاره ورګرځول کېږئ.
Les exégèses en arabe:
وَلَا یَمْلِكُ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهِ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟
او هغه شيان چې مشرکان يې له الله پرته عبادت کوي د الله په وړاندې د سپارښتنې واک نه لري، مګر هغه څوک چې دا شاهدي يې ويلې وي چې نشته د عبادت وړ مګر يوازې الله او هغه پوهيږي پر هغه څه چې شاهدې يې پرې ويلې ده، لکه عیسی، عزير او پرېښتې.
Les exégèses en arabe:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَهُمْ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟ۙ
او که چېرې هغوی وپوښتې: چې هغوی چا پيداکړي دي؟ هرومرو به وايي: الله پيداکړي يو، نو له دغه اعتراف وروسته څنګه د هغه له عبادته ګرځول کيږي؟!
Les exégèses en arabe:
وَقِیْلِهٖ یٰرَبِّ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۘ
الله تعالی د خپل پیغنبر په شکایت پوه و[دالله په علم کې دا وه] چې له قومه يې په درواغجن ګڼلو او د هغوی په اړه دا وينا وه: ای زما پالونکيه، دغه زما قوم پر هغه څه ايمان نه راوړي چې زه دې هغوی ته ورسره لېږلی يم.(نويې ورته وويل).
Les exégèses en arabe:
فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلٰمٌ ؕ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟۠
نو له هغوی مخ اړوه، او هغه څه ورته وايه چې د هغوی د شر مخه پرې نيسې، او دا حالت په مکه کې و، خو ژر ده چې هغوی به پر هغه څه پوه شي چې له کوم عذاب سره مخامخ کيږي.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• كراهة الحق خطر عظيم.
د حق بد ګڼلو خطر لوی دی.

• مكر الكافرين يعود عليهم ولو بعد حين.
د کافرانو چل پر هغوی ورګرځي که څه هم له يوې مودې وروسته وي.

• كلما ازداد علم العبد بربه، ازداد ثقة بربه وتسليمًا لشرعه.
هر کله چې د بنده پوهه د خپل پالونکي په اړه زياتيږي، نو همدومره يې پر خپل پالونکي باور او د هغه شريعت ته غاړه اېښودل زياتيږي.

• اختصاص الله بعلم وقت الساعة.
د قيامت د وخت پوهه تر الله پورې ځانګړې ده.

 
Traduction des sens Sourate: AZ-ZOUKHROUF
Lexique des sourates Numéro de la page
 
Traduction des sens du Noble Coran - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Lexique des traductions

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Fermeture