Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Alhijr   Aya:
وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّزَیَّنّٰهَا لِلنّٰظِرِیْنَ ۟ۙ
او بې شکه په اسمان كې موږ ډير پاخه برجونه جوړ كړي او هغه مو د نندارچيانو لپاره ښايسته كړيدي.
Tafsiran larabci:
وَحَفِظْنٰهَا مِنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ رَّجِیْمٍ ۟ۙ
او له هر رټل شوي شيطان څخه مو هغه خوندي ساتلي دی.
Tafsiran larabci:
اِلَّا مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ مُّبِیْنٌ ۟
مګر هغه څوک چې په غلا غوږ ونیسي، نو بیا هم يوه روښانه پلوشه ورپسې شي.
Tafsiran larabci:
وَالْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَاَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ وَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ مَّوْزُوْنٍ ۟
او موږ ځمكه غوړولې، په هغې كې مو غرونه نصب كړي، په هغې كې مو هر ډول شينکي په ټاكلې تللې اندازه راټوكولي.
Tafsiran larabci:
وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَ وَمَنْ لَّسْتُمْ لَهٗ بِرٰزِقِیْنَ ۟
او پیدا کړي مو دي تاسي ته په دغه (ځمکه) کې (اسباب د) ژوند او هغه چا لره چې نه ياست تاسي هغوی ته رزق روزي ورکوونکي.
Tafsiran larabci:
وَاِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا عِنْدَنَا خَزَآىِٕنُهٗ ؗ— وَمَا نُنَزِّلُهٗۤ اِلَّا بِقَدَرٍ مَّعْلُوْمٍ ۟
هېڅ څه شی نشته چې د هغه زيرمې له موږ سره نه وي، او موږ چې هر شى نازلوو په يوه ټاكلې اندازه يې نازلوو.
Tafsiran larabci:
وَاَرْسَلْنَا الرِّیٰحَ لَوَاقِحَ فَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَسْقَیْنٰكُمُوْهُ ۚ— وَمَاۤ اَنْتُمْ لَهٗ بِخٰزِنِیْنَ ۟
موږ بارداروونكى بادونه ليږو، بيا له اسمانه اوبه وروو او په هغو اوبو سره تاسي خړوبه كوو، د دې (زېرمې) خزانه داران تاسي نه ياست.
Tafsiran larabci:
وَاِنَّا لَنَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَنَحْنُ الْوٰرِثُوْنَ ۟
ژوند او مرګ موږ وركوو، او همدا موږ د ټولو وارثان يو.
Tafsiran larabci:
وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِیْنَ مِنْكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَاْخِرِیْنَ ۟
له تاسي نه مخكې چې كوم خلك تېر شويدي پر هغوى هم موږ علم لرو او وروسته راتلونكي هم موږ ته معلوم دي.
Tafsiran larabci:
وَاِنَّ رَبَّكَ هُوَ یَحْشُرُهُمْ ؕ— اِنَّهٗ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟۠
او یقینا ستا رب به راجمع کوي دې خلکو لره، او یقینا ستا رب حکمت والا، پوه دی.
Tafsiran larabci:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟ۚ
او یقینا پیدا کړی موږ (اولنی) انسان د کړنګاري کوونکی له تورې زړې خټې نه.
Tafsiran larabci:
وَالْجَآنَّ خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَّارِ السَّمُوْمِ ۟
او جان (د پیریانو پلار) موږ پیدا کړی دی پخوا له (ادم علیه السلام) له ګرم بې لوګي اور څخه.
Tafsiran larabci:
وَاِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟
او (یاد کړه) کله چې وویل ستا رب ملایکو ته یقینا زه جوړوم یو بنده د کړنګاری کوونکې تورې زړې خټې نه.
Tafsiran larabci:
فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟
پس كله چې ما هغه برابر كړ او له خپل روح څخه مې پکې ورپو کړ، نو پرېوځئ ورته سجده کوونکي.
Tafsiran larabci:
فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ
پس سجده وكړه ملائكو ټولو په یو ځل.
Tafsiran larabci:
اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اَبٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟
بې له ابليس نه چې هغه د سجده كوونكو له ملګرتيا څخه انكار وكړ.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Alhijr
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa