Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Alhijr   Aya:
قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا لَكَ اَلَّا تَكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟
پروردګار پوښتنه وكړه: اى ابليسه! پر تا څه وشول چې تا له سجده كوونكو سره ملګرتيا ونه كړه؟
Tafsiran larabci:
قَالَ لَمْ اَكُنْ لِّاَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهٗ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟
و ویل (ابلیس) چې نه یم زه چې سجده دې وکړم بنده ته چې تا جوړ کړی د کړنګارې کوونکي تورې زړې خټې نه.
Tafsiran larabci:
قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙ
وفرمایل (الله تعالی) پس ووځه له هغه (جنته)، یقینا ته یې رټلی شوی.
Tafsiran larabci:
وَّاِنَّ عَلَیْكَ اللَّعْنَةَ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟
او بی شکه پر تا باندې (ای شیطانه) لعنت دی د جزا تر ورځې پورې.
Tafsiran larabci:
قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟
وويل (ابليس): اى ربه زما! پس مهلت راكړه ما ته تر هغي ورځې پورې چې پورته كولی شي مړي (له قبرونو نه).
Tafsiran larabci:
قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ
وفرمایل (الله تعالی) پس بي شكه ته (اى ابليسه) له مهلت وركړل شويو څخه يې.
Tafsiran larabci:
اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟
د ټاكلي وخت تر ورځې.
Tafsiran larabci:
قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاُزَیِّنَنَّ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَلَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
هغه وويل: زما پروردګاره! څنګه چې تا زه بې لارې كړم په هماغه شان به اوس زه په ځمكه كې د دوى لپاره د غولوونكو وسايلو په وړاندې كولو دوى ټول بې لارې كړم.
Tafsiran larabci:
اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
مګر له دوی څخه ستا هغه بندګان چې بچ پاتي کړی شوي.
Tafsiran larabci:
قَالَ هٰذَا صِرَاطٌ عَلَیَّ مُسْتَقِیْمٌ ۟
ويې فرمايل: دا هغه لاره ده چې سمه نیغه ماته رارسېدلې ده.
Tafsiran larabci:
اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنٌ اِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغٰوِیْنَ ۟
بې شکه زما پر خاصو بندګانو ستا واک نشته، مګر هغه څوک چې ستا تابعداري وکړي د بې لارې شویو څخه.
Tafsiran larabci:
وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
او بیشکه چې جهنم (دوزخ) خامخا ځای د وعدی د دغو (ستا د پېروانو) دی د ټولو.
Tafsiran larabci:
لَهَا سَبْعَةُ اَبْوَابٍ ؕ— لِكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوْمٌ ۟۠
چې دې (دوزخ) لره اوه دروازې دي او د هرې دروازې لپاره د دې خلکو نه برخه ده تقسیم کړی شوې.
Tafsiran larabci:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ؕ
یقینا پرهیزګاران خلک به وي په جنتونو او چینو کې.
Tafsiran larabci:
اُدْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ اٰمِنِیْنَ ۟
(ویلی کیږي به دوی ته) ننوځئ دې جنتونو ته په سلامتۍ سره په داسې حال کې چې په امن به یاستئ.
Tafsiran larabci:
وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ اِخْوَانًا عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟
او وبه باسو (لرې به کړو) هر هغه حسد چې د دې په سینو کې و، ورونه ورونه به وي او په تختونو به وي یو بل ته مخامخ.
Tafsiran larabci:
لَا یَمَسُّهُمْ فِیْهَا نَصَبٌ وَّمَا هُمْ مِّنْهَا بِمُخْرَجِیْنَ ۟
نه به رسیږي دغه (جنتیانو) ته په دغه (جنت) کې هیڅ ستړې والی او نه به دوی د هغه نه ویستلی کیږي.
Tafsiran larabci:
نَبِّئْ عِبَادِیْۤ اَنِّیْۤ اَنَا الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ
خبر ورکړه (ای پیغمبره!) زما بندګانو لره چې زه یم بخښنه کوونکی رحم کوونکی.
Tafsiran larabci:
وَاَنَّ عَذَابِیْ هُوَ الْعَذَابُ الْاَلِیْمُ ۟
او (بله دا چې) بې شکه عذاب زما هم دی دردناک عذاب.
Tafsiran larabci:
وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ
او خبر ورکړه دوی ته په باره د میلمنو د ابراهیم -علیه السلام- کې.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Alhijr
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa