Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'zukhruf   Aya:
وَلِبُیُوْتِهِمْ اَبْوَابًا وَّسُرُرًا عَلَیْهَا یَتَّكِـُٔوْنَ ۟ۙ
او د كوټو دروازې او تختونه به يې (هم د زرو) وو چې هغوى تكيه پرې لګوي.
Tafsiran larabci:
وَزُخْرُفًا ؕ— وَاِنْ كُلُّ ذٰلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَالْاٰخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟۠
او سره زر [ور به یې کړو]، اویقینا خامخا دا ټول دنيوي ګټه ده او آخرت خو ستا د رب پر وړاندې يوازې د متقيانو لپاره دى.
Tafsiran larabci:
وَمَنْ یَّعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَیِّضْ لَهٗ شَیْطٰنًا فَهُوَ لَهٗ قَرِیْنٌ ۟
او څوک چې د قران څخه ځان ړوند کړي، يو شيطان به پرې وګومارو نو هغه به يې (تل) ملګرى وي.
Tafsiran larabci:
وَاِنَّهُمْ لَیَصُدُّوْنَهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟
او هغوى به له سمې لارې ايساروي خو هغوى به انګېري چې لار موندونكي دي.
Tafsiran larabci:
حَتّٰۤی اِذَا جَآءَنَا قَالَ یٰلَیْتَ بَیْنِیْ وَبَیْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَیْنِ فَبِئْسَ الْقَرِیْنُ ۟
تر دې چې موږ ته راشي وايي به كاشكي زما او ستا تر منځ خو د ختيځ او لويديځ لرې والى واى، نو دا بد ملګرى دى.
Tafsiran larabci:
وَلَنْ یَّنْفَعَكُمُ الْیَوْمَ اِذْ ظَّلَمْتُمْ اَنَّكُمْ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟
او څنګه چې تاسو ظلم كړى و نو نن به په عذاب كې ستاسو دا يو ځاى والى هيڅ ګټه در ونه رسوي.
Tafsiran larabci:
اَفَاَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ اَوْ تَهْدِی الْعُمْیَ وَمَنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
آيا نو ته كاڼه ته ور اورولى شې، يا ړانده په لار سمولاى شې او څوك چې په ښكاره بې لاريتوب كې وي؟
Tafsiran larabci:
فَاِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَاِنَّا مِنْهُمْ مُّنْتَقِمُوْنَ ۟ۙ
نو كه تا (له دې ځايه) بوځو هم، موږ خو له هغوى غچ اخيستونكي يو.
Tafsiran larabci:
اَوْ نُرِیَنَّكَ الَّذِیْ وَعَدْنٰهُمْ فَاِنَّا عَلَیْهِمْ مُّقْتَدِرُوْنَ ۟
يا به تا ته هم هغه (عذاب) در ووينو چې هغوى سره مو ژمنه كړې، نو موږ خو پرې واكمن يو.
Tafsiran larabci:
فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِیْۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ ۚ— اِنَّكَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
نو هغه څه ټينـګ ونيسه چې تا ته وحې شوى، ته په رېښتيا په نېغه لار (روان) يې.
Tafsiran larabci:
وَاِنَّهٗ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ ۚ— وَسَوْفَ تُسْـَٔلُوْنَ ۟
او دا هرومرو ستا او ستا د قوم لپاره نصيحت دى او نېږدې ده چې وپوښتل شئ.
Tafsiran larabci:
وَسْـَٔلْ مَنْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رُّسُلِنَاۤ اَجَعَلْنَا مِنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ اٰلِهَةً یُّعْبَدُوْنَ ۟۠
او زموږ هغه رسولان وپوښته چې له تا وړاندې مو لېږلي وو، آيا له رحمن پرته مو نور معبودان ټاكلي وو چې لمانځل کېدل به؟
Tafsiran larabci:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَقَالَ اِنِّیْ رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او موسى مو له خپلو نښانو سره فرعون او د هغه درباريانو ته واستولو نو ورته ويې ويل چې زه د رب العالمين استازی يم.
Tafsiran larabci:
فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِاٰیٰتِنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَضْحَكُوْنَ ۟
نو كله چې زموږ له نښانو سره ورغى، هغوى يو دم ورپورې خندل.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'zukhruf
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa