Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'zukhruf   Aya:
اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ عَذَابِ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ
بېشكه مجرمان به د جهنم عذاب كې تلپاتې اوسېدونكي وي.
Tafsiran larabci:
لَا یُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟ۚ
هغه به نه ورباندې سپكيږي او ناهيلي به پكې پراته وي.
Tafsiran larabci:
وَمَا ظَلَمْنٰهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْا هُمُ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او موږ څه ظلم نه دى پرې كړى، خو هغوى خپله ظالمان وو.
Tafsiran larabci:
وَنَادَوْا یٰمٰلِكُ لِیَقْضِ عَلَیْنَا رَبُّكَ ؕ— قَالَ اِنَّكُمْ مّٰكِثُوْنَ ۟
او وايي به: اې مالكه (د جهنم څوكيداره)! ستا رب دې پر موږ پرېکړه (دمرګ ) وكړي! وايي به (نه) تاسي (همدلته) ځنډېدونكي ياست.
Tafsiran larabci:
لَقَدْ جِئْنٰكُمْ بِالْحَقِّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟
موږ خو تاسي ته حق دروړى، خو ستاسي زياتره د حق بد ګڼونكي دي.
Tafsiran larabci:
اَمْ اَبْرَمُوْۤا اَمْرًا فَاِنَّا مُبْرِمُوْنَ ۟ۚ
كه نه، هغوى د يوه كار پوخ تدبير نيولى؟ نو په رېښتيا موږ هم د پاخه تدبير جوړوونكي يو.
Tafsiran larabci:
اَمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوٰىهُمْ ؕ— بَلٰی وَرُسُلُنَا لَدَیْهِمْ یَكْتُبُوْنَ ۟
يا كه هغوى ګومان كوي چې موږ يې پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو؟ ولې نه، چې زموږ استازي يې په خوا كې (ناست) ليكل كوي.
Tafsiran larabci:
قُلْ اِنْ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ وَلَدٌ ۖۗ— فَاَنَا اَوَّلُ الْعٰبِدِیْنَ ۟
ورته ووايه: كه د رحمان (الله) اولاد واى، نو زه خو تر ټولو لومړی لمانځونكى يم.
Tafsiran larabci:
سُبْحٰنَ رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟
د آسمانونو او ځمكې رب لره له هغه څه پاكي ده چې هغوى يې بيانوي.
Tafsiran larabci:
فَذَرْهُمْ یَخُوْضُوْا وَیَلْعَبُوْا حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟
نو پرېږده يې، خپل بحثونه او ساعت تېرى دې كوي تر څو له هغه ورځې سره يې مخامخ شي چې ژمنه وركول كيږي.
Tafsiran larabci:
وَهُوَ الَّذِیْ فِی السَّمَآءِ اِلٰهٌ وَّفِی الْاَرْضِ اِلٰهٌ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟
او همغه په آسمان كې هم الله دى [په حقه معبود دی] او په ځمكه كې هم الله دى او هغه حكمت والا ډېر پوه دى.
Tafsiran larabci:
وَتَبٰرَكَ الَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۚ— وَعِنْدَهٗ عِلْمُ السَّاعَةِ ۚ— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
او هغه ذات لوی او بركت اچولو والا دى چې هغه لره د آسمانونو، ځمكې او (ټولو) ترمنځ شيانو پاچايي ده او د قيامت پوهه همغه سره ده او تاسي هغه ته ورګرځول كيږئ.
Tafsiran larabci:
وَلَا یَمْلِكُ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهِ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟
او هغه شيان چې له الله پرته يې هغوى رابولي، د سپارښتنې هيڅ واك نه لري، پرته له هغه چې د حق شاهدي يې وېلې وي او هغوى (په زړه كې هم) پوهيږي.
Tafsiran larabci:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَهُمْ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟ۙ
او كه ودې پوښتل چې هغوى چا پيدا كړي، هرومرو به وايي: الله، (ښه) نو بيا كوم لور ته اړول كيږي.
Tafsiran larabci:
وَقِیْلِهٖ یٰرَبِّ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۘ
او (الله ته معلومه ده) د هغه دا وينا چې: زما ربه! په رېښتيا هغوى يو داسې قوم دى چې ايمان نه راوړي.
Tafsiran larabci:
فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلٰمٌ ؕ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟۠
نو مخ ترې اړوه او دا وايه چې سلام دې وي، زر به هغوى پوه شي.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'zukhruf
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa