Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'dukhan   Aya:
اِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ مِیْقَاتُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
بېشكه د پرېكړې ورځ د هغوى ټولو (لپاره) ټاكلى وخت دى.
Tafsiran larabci:
یَوْمَ لَا یُغْنِیْ مَوْلًی عَنْ مَّوْلًی شَیْـًٔا وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ۙ
هغه ورځ چې هيڅ دوست به له (خپل) دوست نه څه نشي ايسارولاى او نه به مرسته ورسره كېداى شي.
Tafsiran larabci:
اِلَّا مَنْ رَّحِمَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
پرته له هغه چې الله رحم پرې كړى وي، په رېښتيا همغه برلاسى مهربان دى.
Tafsiran larabci:
اِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُّوْمِ ۟ۙ
بېشكه د زقوم ونه.
Tafsiran larabci:
طَعَامُ الْاَثِیْمِ ۟
د ګناهګار خوراک دى.
Tafsiran larabci:
كَالْمُهْلِ ۛۚ— یَغْلِیْ فِی الْبُطُوْنِ ۟ۙ
چې د ويلې شوې تانبې غوندې په ګېډو كې ايشيږي.
Tafsiran larabci:
كَغَلْیِ الْحَمِیْمِ ۟
د خوټېدلو اوبو په شان.
Tafsiran larabci:
خُذُوْهُ فَاعْتِلُوْهُ اِلٰی سَوَآءِ الْجَحِیْمِ ۟ۙ
راويې نيسئ بيا يې د جهنم منځ ته راكاږئ.
Tafsiran larabci:
ثُمَّ صُبُّوْا فَوْقَ رَاْسِهٖ مِنْ عَذَابِ الْحَمِیْمِ ۟ؕ
بيا يې د سر له پاسه د خوټېدلو اوبو عذاب ورتويې كړئ.
Tafsiran larabci:
ذُقْ ۖۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْكَرِیْمُ ۟
وڅكه! ته خو ډېر عزتمن لوى مشر وې.
Tafsiran larabci:
اِنَّ هٰذَا مَا كُنْتُمْ بِهٖ تَمْتَرُوْنَ ۟
بېشكه دا هغه څه دي چې تاسي پكې شک كولو.
Tafsiran larabci:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ مَقَامٍ اَمِیْنٍ ۟ۙ
په رېښتیا متقيان به په يو ډاډمن ځاى كې وي.
Tafsiran larabci:
فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۚۙ
په باغونو او چينو كې.
Tafsiran larabci:
یَّلْبَسُوْنَ مِنْ سُنْدُسٍ وَّاِسْتَبْرَقٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟ۚۙ
له نريو او غټو ورېښمو څخه به اغوندي (او) مخامخ به سره ناست وي.
Tafsiran larabci:
كَذٰلِكَ ۫— وَزَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍ ۟ؕ
همداسې (بالكل) او د غټو سترګو والا حورو سره به يې واده وكړو.
Tafsiran larabci:
یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِكُلِّ فَاكِهَةٍ اٰمِنِیْنَ ۟ۙ
په ډاډمنه توګه به هر ډول مېوې غواړي.
Tafsiran larabci:
لَا یَذُوْقُوْنَ فِیْهَا الْمَوْتَ اِلَّا الْمَوْتَةَ الْاُوْلٰی ۚ— وَوَقٰىهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟ۙ
له همغه لومړي مرګ پرته به هلته بل مرګ نه څكي او د جهنم له عذابه به يې وژغوري.
Tafsiran larabci:
فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
ستا د پالونکي له لوري يو فضل دى، دا لوى برى دى.
Tafsiran larabci:
فَاِنَّمَا یَسَّرْنٰهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟
نو خبره دا ده چې هغه مو ستا په ژبه آسانه كړ د دې لپاره چې هغوى پند واخلي.
Tafsiran larabci:
فَارْتَقِبْ اِنَّهُمْ مُّرْتَقِبُوْنَ ۟۠
نو ته انتظار كوه، هغوى هم انتظار كوونكي دي.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'dukhan
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa