Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ma'ida   Aya:
وَحَسِبُوْۤا اَلَّا تَكُوْنَ فِتْنَةٌ فَعَمُوْا وَصَمُّوْا ثُمَّ تَابَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ثُمَّ عَمُوْا وَصَمُّوْا كَثِیْرٌ مِّنْهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِمَا یَعْمَلُوْنَ ۟
او دوى ګومان كړى و چې څه فتنه (عذاب) به نه وي نو زياتره يې ړانده او كاڼه شول، بيا یې الله توبه قبوله کړه، خو د دوى زياتره لا زيات ړانده كاڼه شول، او الله د هغه څه ليدونكى دى چې دوى يې كوي.
Tafsiran larabci:
لَقَدْ كَفَرَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْمَسِیْحُ ابْنُ مَرْیَمَ ؕ— وَقَالَ الْمَسِیْحُ یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اعْبُدُوا اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبَّكُمْ ؕ— اِنَّهٗ مَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّٰهُ عَلَیْهِ الْجَنَّةَ وَمَاْوٰىهُ النَّارُ ؕ— وَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ اَنْصَارٍ ۟
هغه خلك يقيناً كافر شوي دي چې ويل يې الله خو همدغه د مريمې زوى مسيح دى! حال دا چې مسيح ويلي و: اې بني اسرائيلو! الله ولمانځئ زما او ستاسو رب، بې شكه څوك چې الله سره شريك نيسي نو يقيناً الله جنت ورباندي حرام كړى، او استوګنځى به يې اور وي، او د ظالمانو څوک مرستندوی نشته.
Tafsiran larabci:
لَقَدْ كَفَرَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ ثَالِثُ ثَلٰثَةٍ ۘ— وَمَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّاۤ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ؕ— وَاِنْ لَّمْ یَنْتَهُوْا عَمَّا یَقُوْلُوْنَ لَیَمَسَّنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
بې شكه هغه خلك هم كافر شوي چې ويل يې: الله دريم له دريو دى، حال دا چې له يوه معبود (الله) پرته هيڅ كوم بل (حقه) معبود نشته، او كه له دغو خبرو چې دوى يې وايي ايسار نه شي نو له هغوى نه چې هر څوك كافر شوي دي، دردناك عذاب به ورته ورسيږي.
Tafsiran larabci:
اَفَلَا یَتُوْبُوْنَ اِلَی اللّٰهِ وَیَسْتَغْفِرُوْنَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
ایا دوی توبه نه وباسي الله تعالی ته او بخښنه نه غواړي د هغه نه (د تیر شوي شرک)، او الله تعالی بخښنونکی رحم کوونکی دی.
Tafsiran larabci:
مَا الْمَسِیْحُ ابْنُ مَرْیَمَ اِلَّا رَسُوْلٌ ۚ— قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ ؕ— وَاُمُّهٗ صِدِّیْقَةٌ ؕ— كَانَا یَاْكُلٰنِ الطَّعَامَ ؕ— اُنْظُرْ كَیْفَ نُبَیِّنُ لَهُمُ الْاٰیٰتِ ثُمَّ انْظُرْ اَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟
مسيح د مريمې زوى له يو رسول پرته بل څه نه دى له ده مخکې هم نور رسولان تېرشوي او مور يې هم يوه رښتينې ښځه وه، دواړو به خواړه خوړل ورته ګوره څرنګه نښانې ورته بيانوو خو بيا (دوى ته) ګوره چې څنګه اړول كيږي.
Tafsiran larabci:
قُلْ اَتَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا ؕ— وَاللّٰهُ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
ورته وايه: آيا له الله پرته داسې يو شى لمانځئ چې تاسو ته نه د ضرر واك لري او نه د ګټې او همدا الله ښه پوه اورېدونكى دى.
Tafsiran larabci:
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَا تَغْلُوْا فِیْ دِیْنِكُمْ غَیْرَ الْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوْۤا اَهْوَآءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوْا مِنْ قَبْلُ وَاَضَلُّوْا كَثِیْرًا وَّضَلُّوْا عَنْ سَوَآءِ السَّبِیْلِ ۟۠
ورته وايه اى كتاب والاوو: په دين كې مو له كچې زيات نا حقه تېرى مه كوئ او د هغو خلكو هوسونو پسې مه ځئ چې مخکې هم خپله بې لارې شوي، هم يې نور ډېر بې لارې كړي او له سمې لارې بل خوا اوښتي دي.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ma'ida
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa