Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ma'ida   Aya:
قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِنَّا لَنْ نَّدْخُلَهَاۤ اَبَدًا مَّا دَامُوْا فِیْهَا فَاذْهَبْ اَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَاۤ اِنَّا هٰهُنَا قٰعِدُوْنَ ۟
هغوى بيا وويل: اى موسى! موږ به هيڅكله ور داخل نه شو تر څو چې هغوى پكې وي، نو ته او رب دې دواړه ولاړ شئ وجنګېږئ، موږ به دلته ناست يو.
Tafsiran larabci:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ لَاۤ اَمْلِكُ اِلَّا نَفْسِیْ وَاَخِیْ فَافْرُقْ بَیْنَنَا وَبَیْنَ الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ ۟
(موسى) وويل: زما ربه! زه خو مې له ځان او ورور پرته بل څه نه لرم نو زموږ او دغه سرغړاند قوم ترمنځ بېلتون راولې.
Tafsiran larabci:
قَالَ فَاِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَیْهِمْ اَرْبَعِیْنَ سَنَةً ۚ— یَتِیْهُوْنَ فِی الْاَرْضِ ؕ— فَلَا تَاْسَ عَلَی الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠
ويې فرمايل: نو يقيناً هغه (ځمکه) تر څلوېښتو كلونو پر دوى حرامه شوه، په ځمكه كې به لا لهانده ګرځي (نو ته هم) د دې فاسقانو په حال مه اندېښمن كېږه.
Tafsiran larabci:
وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ ابْنَیْ اٰدَمَ بِالْحَقِّ ۘ— اِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ اَحَدِهِمَا وَلَمْ یُتَقَبَّلْ مِنَ الْاٰخَرِ ؕ— قَالَ لَاَقْتُلَنَّكَ ؕ— قَالَ اِنَّمَا یَتَقَبَّلُ اللّٰهُ مِنَ الْمُتَّقِیْنَ ۟
او د آدم د دوو زامنو خبرهم په رښتيا سره پرې ولوله، كله چې دواړو څه قرباني وكړه نو له يوه يې قبوله شوه او له بل قبوله نه شوه، هغه (قابيل) ورته وويل: خامخا به دې وژنم، هابيل وويل بې شكه الله يې يوازى له متقيانو قبلوي.
Tafsiran larabci:
لَىِٕنْۢ بَسَطْتَّ اِلَیَّ یَدَكَ لِتَقْتُلَنِیْ مَاۤ اَنَا بِبَاسِطٍ یَّدِیَ اِلَیْكَ لِاَقْتُلَكَ ۚ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اللّٰهَ رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
نو كه ماته دې لاس راوغځاوه چې ومې وژنې، زه خو مى لاس نه درغځوم چې تا ووژنم، زه خو د ټولو خلكو رب الله نه وېرېږم.
Tafsiran larabci:
اِنِّیْۤ اُرِیْدُ اَنْ تَبُوَْاَ بِاِثْمِیْ وَاِثْمِكَ فَتَكُوْنَ مِنْ اَصْحٰبِ النَّارِ ۚ— وَذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚ
زه خو دا غواړم چې ته زما او ستا خپلې ګناه باندې اخته شې، نو بيا به له دوزخيانو يې او همدا د ظالمانو سزا ده.
Tafsiran larabci:
فَطَوَّعَتْ لَهٗ نَفْسُهٗ قَتْلَ اَخِیْهِ فَقَتَلَهٗ فَاَصْبَحَ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
نو خپل نفس يې د ورور وژل ورته اسانه كړل او ويې وژلو نو دى هم له تاوانيانو شو.
Tafsiran larabci:
فَبَعَثَ اللّٰهُ غُرَابًا یَّبْحَثُ فِی الْاَرْضِ لِیُرِیَهٗ كَیْفَ یُوَارِیْ سَوْءَةَ اَخِیْهِ ؕ— قَالَ یٰوَیْلَتٰۤی اَعَجَزْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِثْلَ هٰذَا الْغُرَابِ فَاُوَارِیَ سَوْءَةَ اَخِیْ ۚ— فَاَصْبَحَ مِنَ النّٰدِمِیْنَ ۟
بيا الله يو كارغه ولېږلو چې ځمكه يې كيندله تر څو هغه ته وښيي چې د ورور جسد يې څنګه پټ كړي، ويلې افسوس پر ما! ايا له دې هم عاجز وم چې د دې كارغه په شان وى، او د خپل ورور جسد مې پټ كړی واى، نو له پښېمانۍ كوونكو نه شو.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ma'ida
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa