Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'nour   Aya:
فَاِنْ لَّمْ تَجِدُوْا فِیْهَاۤ اَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوْهَا حَتّٰی یُؤْذَنَ لَكُمْ ۚ— وَاِنْ قِیْلَ لَكُمُ ارْجِعُوْا فَارْجِعُوْا هُوَ اَزْكٰی لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟
نو که څوک مو هلته مینده نه کړل، نو ترڅو چې اجازه درته نه وي شوی مه ورننوځئ او که درته وویل شو چې : بیرته وګرځئ نو وګرځئ، بیرته ګرځیدل درته ډیره پاکه کړنلاره ده. او الله ستاسې په کړنو ډیر ښه پوهیږي.
Tafsiran larabci:
لَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَدْخُلُوْا بُیُوْتًا غَیْرَ مَسْكُوْنَةٍ فِیْهَا مَتَاعٌ لَّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُبْدُوْنَ وَمَا تَكْتُمُوْنَ ۟
په تاسې کوم باک نشته چې هغو کورونو ته بې له اجازې ولاړ شئ چې هلته څوک نه اوسي، او هلته ستاسې څه ګټي او اړتیاوې پرتې وي. الله ته هغه ټول ښه معلوم دي چې تاسې يې ښکاره کوئ او یا يې پټوئ.
Tafsiran larabci:
قُلْ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ یَغُضُّوْا مِنْ اَبْصَارِهِمْ وَیَحْفَظُوْا فُرُوْجَهُمْ ؕ— ذٰلِكَ اَزْكٰی لَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌ بِمَا یَصْنَعُوْنَ ۟
ای پیغمبره! مؤمنانو ته ووایه چې خپلې سترګي ټيټي او د شرم ځایونه پټ وساتي. دا د دوی لپاره پاکه کړنلاره ده. الله پاک يې له ټولو کړنو ښه خبر دی.
Tafsiran larabci:
وَقُلْ لِّلْمُؤْمِنٰتِ یَغْضُضْنَ مِنْ اَبْصَارِهِنَّ وَیَحْفَظْنَ فُرُوْجَهُنَّ وَلَا یُبْدِیْنَ زِیْنَتَهُنَّ اِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْیَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلٰی جُیُوْبِهِنَّ ۪— وَلَا یُبْدِیْنَ زِیْنَتَهُنَّ اِلَّا لِبُعُوْلَتِهِنَّ اَوْ اٰبَآىِٕهِنَّ اَوْ اٰبَآءِ بُعُوْلَتِهِنَّ اَوْ اَبْنَآىِٕهِنَّ اَوْ اَبْنَآءِ بُعُوْلَتِهِنَّ اَوْ اِخْوَانِهِنَّ اَوْ بَنِیْۤ اِخْوَانِهِنَّ اَوْ بَنِیْۤ اَخَوٰتِهِنَّ اَوْ نِسَآىِٕهِنَّ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُنَّ اَوِ التّٰبِعِیْنَ غَیْرِ اُولِی الْاِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ اَوِ الطِّفْلِ الَّذِیْنَ لَمْ یَظْهَرُوْا عَلٰی عَوْرٰتِ النِّسَآءِ ۪— وَلَا یَضْرِبْنَ بِاَرْجُلِهِنَّ لِیُعْلَمَ مَا یُخْفِیْنَ مِنْ زِیْنَتِهِنَّ ؕ— وَتُوْبُوْۤا اِلَی اللّٰهِ جَمِیْعًا اَیُّهَ الْمُؤْمِنُوْنَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟
او مؤمنو ښځو ته ووایه چې: خپلې سترګې ټیټې او د خپل شرم ځایونه پټ وساتي. او خپل ښایست دې پرته له هغه چې ښکاره دي[۱۴] نه په ډاګه کوي او خپل پوړني دی، پر خپلو سینو او ټټرونو خپاره کړي او خپل سینګار او ښایست دې نه ښکاره کوي مګر یوازې د دغو خلکو په وړاندی. میړونه يې ، پلرونه يې، د میړونو پلرونه، خپل ځامن، د میړونو ځامن(بنزیان) ورونه، وریرونه، خوریونه، خپلې ښځې، خپل غلامان د خپل لاس لاندی هغه نارینه چې څه خواهش ونه لري. او هغه کوچنیان چې لا تر اوسه د ښځو د پټو رازونو سره اشنا نه وي. او پښې دی په زوره نه ږدي تر څو يې پټ کړې ښایست ډاګیز شي. او ای مؤمنانو! ټول الله ته توبه وباسئ. ښايې چې خلاصون مو په برخه شي.
[۱۴] عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه لباس ښوولې او عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما مخ او ورغوي ښوولي او ځینو نورو دواړه ښوولي( معارف القران).
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'nour
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa