Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'mujadalah   Aya:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— مَا یَكُوْنُ مِنْ نَّجْوٰی ثَلٰثَةٍ اِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ اِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَاۤ اَدْنٰی مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْثَرَ اِلَّا هُوَ مَعَهُمْ اَیْنَ مَا كَانُوْا ۚ— ثُمَّ یُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
ایا ته نه پوهیږي چې الله پاک د اسمانونو او ځمکې له هر څه نه خبر دی؟ هیڅکله داسې نه کیږي چې د درې تنو پټې خبرې دې وې او څلورم دې الله نه وي او نه داسې شوي چې د پنځو کسانو پټه غونډه دې وي او شپږم دې الله نه وي که د پټو خبرو والا له دې نه لږ یا زیات وو او هر چیرې او هر وخت وو الله ورسره دی.(هیڅ ترې پټو لای نه شي)بیا به یې ټولې کړنې د قیامت په ورځ په مخکې ورته کیږدي. بې شکه چې الله په هر څه ښه پوهیږي.
Tafsiran larabci:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ نُهُوْا عَنِ النَّجْوٰی ثُمَّ یَعُوْدُوْنَ لِمَا نُهُوْا عَنْهُ وَیَتَنٰجَوْنَ بِالْاِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِیَتِ الرَّسُوْلِ ؗ— وَاِذَا جَآءُوْكَ حَیَّوْكَ بِمَا لَمْ یُحَیِّكَ بِهِ اللّٰهُ ۙ— وَیَقُوْلُوْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ لَوْلَا یُعَذِّبُنَا اللّٰهُ بِمَا نَقُوْلُ ؕ— حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ۚ— فَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
ایا تاته هغه کسان نه دي معلوم چې:له پټو خبرونه منع شوي وو.خو بیا هم هغه څه کوي چې ترې منع شوي؟دوی پټ په پټه په خپلو مینځو کې د ګناه،تیري،او له پيغمبر نه د سرغړونې خبرې کوي؟او چې تاته راځي نو هغه ډول سلام[۳]وایې چې الله پرتا نه دی ویلی او بیا له ځانونو سره وایې:ښه نو ولې الله مونږ ته زمونږ په خبرو عذاب نه راکوي؟جهنم یي بس دی.هلته به ورځي.د ورتګ ډیر بد ځای دی.
[۳] ـ ځینې یهودیان به چې راتلل نو خوله به یې کږه وږه کړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به یې ویل(السام علیکم)یعنې مرګ دې در باندې وي.(تفسیر الماوردی)
Tafsiran larabci:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا تَنَاجَیْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْاِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِیَتِ الرَّسُوْلِ وَتَنَاجَوْا بِالْبِرِّ وَالتَّقْوٰی ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
ای مؤمنانو! کله چې تاسو په خپلو مینځو کې پټې خبرې کوئ.نو د ګناه تیري او له رسول نه د سرغړونې خبرې نه بلکې د نیکۍ او پرهیزګارۍ خبرې کوئ. او له هغه الله نه وډار شئ چې تاسې ټول به هغه ته راټول کړای شئ.
Tafsiran larabci:
اِنَّمَا النَّجْوٰی مِنَ الشَّیْطٰنِ لِیَحْزُنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَلَیْسَ بِضَآرِّهِمْ شَیْـًٔا اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟
دا خبره پخه ده چې د ګناه،تیري او له رسول نه د سرغړونې پټې خبرې د شیطان لمسون دی تر څو پرې مسلمانان غمژن کړي.خو هغوی د الله له حکم نه پرته هیچا ته تاوان نشي رسولی نو ځکه باید مسلمانان یوازې پر الله توکل وکړي.
Tafsiran larabci:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوْا فِی الْمَجٰلِسِ فَافْسَحُوْا یَفْسَحِ اللّٰهُ لَكُمْ ۚ— وَاِذَا قِیْلَ انْشُزُوْا فَانْشُزُوْا یَرْفَعِ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ ۙ— وَالَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ دَرَجٰتٍ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟
ای مؤمنانو!کله چې درته وویل شو چې د ناستې ځایونه مو پراخ کړئ! نو پراخ یې کړئ.الله به تاسې ته پراختیا در کړی او چې درته وویل شو چې:پورته او د حق پسط ولاړ شئ.نو پورته شئ الله پاک ستاسو هغو کسانو ته چې ایمان یې پوخ او علم ورکړای شوی لورې درجې ورپه برخه کوي.او الله ستاسې له کړنو ښه خبر دی.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'mujadalah
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa