Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'a'raf   Aya:
قَالَ ادْخُلُوْا فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ فِی النَّارِ ؕ— كُلَّمَا دَخَلَتْ اُمَّةٌ لَّعَنَتْ اُخْتَهَا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا ادَّارَكُوْا فِیْهَا جَمِیْعًا ۙ— قَالَتْ اُخْرٰىهُمْ لِاُوْلٰىهُمْ رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ اَضَلُّوْنَا فَاٰتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِّنَ النَّارِ ؕ۬— قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَّلٰكِنْ لَّا تَعْلَمُوْنَ ۟
الله به وفرمایې اوس نو د هغو پیریانو او انسانانو سره یو ځای اور ته ولاړ شئ چې له تاسې وړاندې ورغلي دي. کله هم چې یو امت اور ته ننوځي نو پر خپلو پخوانیو ډلو به لعنت وایې. ان تر هغو چې ټول سره یو ځای شي نو وروستي به د لومړیو په هکله ووایې ای زمونږ ربه! دغو خلکو مونږ بې لارې کړي وو نو اوس دوه چنده عذاب ورکړه. الله پاک به وفرمايي ستاسې هر یو ته دوه چنده عذاب دی خو تاسې نه پوهیږئ.
Tafsiran larabci:
وَقَالَتْ اُوْلٰىهُمْ لِاُخْرٰىهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَیْنَا مِنْ فَضْلٍ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْسِبُوْنَ ۟۠
او لومړني به ورستیو ته وايې تاسو په مونږ کوم غوره والی نه درلود نو اوس د خپلو کړنو په بدل کې د غذاب خوند واخلئ.
Tafsiran larabci:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَاسْتَكْبَرُوْا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ اَبْوَابُ السَّمَآءِ وَلَا یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ حَتّٰی یَلِجَ الْجَمَلُ فِیْ سَمِّ الْخِیَاطِ ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُجْرِمِیْنَ ۟
دا پخه خبره ده چې کومو کسانو زمونږ ایتونه درواغ ګڼلي او له منلو نه یې تکبر کړی دی د اسمان دروازې به هیڅکله ورته خلاصې نه او جنت ته به ولاړ نشي. جنت ته تلل یې هومره ناشونی کار دی لکه اوښ چې د ستنې په سوري کې ورننه ووځي. مونږ په همدې ډول مجرمانو ته جزا ورکوو.
Tafsiran larabci:
لَهُمْ مِّنْ جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَّمِنْ فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ ۟
لانډې به ترې د دوزخ فرش او له پاسه به پرې د دوزخ بړستنې راخوري وي. او په همدی توګه مونږ تیري کوونکو ته جزاء ورکوو.
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَاۤ ؗ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
او کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیکې کړنې یې خپلې کړي ښکاره ده چې مونږ پر هیچا د هغه له توان نه پورته بار نه ږدو. نو همدا ډول خلک د جنت خاوندان دي. او تل به پکې وي.
Tafsiran larabci:
وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ ۚ— وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ هَدٰىنَا لِهٰذَا ۫— وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِیَ لَوْلَاۤ اَنْ هَدٰىنَا اللّٰهُ ۚ— لَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ ؕ— وَنُوْدُوْۤا اَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
د هغوی په زړونو کې چې کوم خیری وي هغه به مونږ وباسو، لاندی به ترې ویالې بهیږي او وایې به چې: دا د الله پاک مهرباني ده چې مونږ ته یې دا لار وښووله. که هغه مونږ ته ښوونه نه وای کړې مونږ په خپله لار نه شوای میندلای. رښتیا هم چې زمونږ د رب پیغمبران په حقه راغلي وو. په همغه وخت کې به غږ وشي دا جنت چې تاسې يې وارثان ګرځولي شوی یاست ستاسو د هغو عملونو بدل دی چې تاسو به کول.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'a'raf
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa