Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'muzammil   Aya:

مزمل

یٰۤاَیُّهَا الْمُزَّمِّلُ ۟ۙ
ای ځای نغښتونکیه
Tafsiran larabci:
قُمِ الَّیْلَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ۙ
ګرده شپه پرته له لږ یې په عبادت تیره کړه.
Tafsiran larabci:
نِّصْفَهٗۤ اَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِیْلًا ۟ۙ
نیمایې شپه عبادت وکړه یا له نیمايي څخه لږ کم.
Tafsiran larabci:
اَوْ زِدْ عَلَیْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْاٰنَ تَرْتِیْلًا ۟ؕ
یا له نیماني شپې څخه ډیر عبادت وکړه او قران خورا ښه واضح او کره لوله.
Tafsiran larabci:
اِنَّا سَنُلْقِیْ عَلَیْكَ قَوْلًا ثَقِیْلًا ۟
مونږ به ډير ژر ستا پراوږو درنه خبره در واچوو.
Tafsiran larabci:
اِنَّ نَاشِئَةَ الَّیْلِ هِیَ اَشَدُّ وَطْاً وَّاَقْوَمُ قِیْلًا ۟ؕ
بې شکه د شپې پورته کیدل د نفس په واک کولو کې ډیر پیاوړی او د خبرې ښه سموونکی دی.
Tafsiran larabci:
اِنَّ لَكَ فِی النَّهَارِ سَبْحًا طَوِیْلًا ۟ؕ
بې شکه چې د ورځې ستا مصروفیتونه ډیر اوږده وي.
Tafsiran larabci:
وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًا ۟ؕ
د خپل رب نوم یاد کړه او له هر څه ورته ګوښه شه.
Tafsiran larabci:
رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِیْلًا ۟
د ختیځ او لویدیځ رب دی پرته له هغه بل معبود نشته.نو کار جوړوونکی یوازې هغه ونیسه.
Tafsiran larabci:
وَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِیْلًا ۟
د کافرانو خبرې وزغمه او په غوره ډول ترې لرې والی خپل کړه.
Tafsiran larabci:
وَذَرْنِیْ وَالْمُكَذِّبِیْنَ اُولِی النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِیْلًا ۟
ما او په نعمتونو کې ډوب درواغ ګڼونکي سره پریږده او لږ مهلت ورکړه.
Tafsiran larabci:
اِنَّ لَدَیْنَاۤ اَنْكَالًا وَّجَحِیْمًا ۟ۙ
بې شکه له مونږ سره ځنځیرونه او لمبه وهونکی اور دی.
Tafsiran larabci:
وَّطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَّعَذَابًا اَلِیْمًا ۟۫
په ستوني کې نښتونکی خوراک او دردناک عذاب دی.
Tafsiran larabci:
یَوْمَ تَرْجُفُ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِیْبًا مَّهِیْلًا ۟
په هغه ورځ چې ځمکه او غرونه ولړزیږي او غرونه او خوزیدونکو ډیرو پشان وي.
Tafsiran larabci:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ رَسُوْلًا ۙ۬— شَاهِدًا عَلَیْكُمْ كَمَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ رَسُوْلًا ۟ؕ
بیشکه مونږ تاسې ته رسول درلیږلی دی چې پر تاسې شاهد دی او همدا وړ مو فرعون ته رسول لیږلی ؤ.
Tafsiran larabci:
فَعَصٰی فِرْعَوْنُ الرَّسُوْلَ فَاَخَذْنٰهُ اَخْذًا وَّبِیْلًا ۟
فرعون له رسول څخه سرغړونه وکړه نو کلک او سخت مو ونیولو.
Tafsiran larabci:
فَكَیْفَ تَتَّقُوْنَ اِنْ كَفَرْتُمْ یَوْمًا یَّجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِیْبَا ۟
که تاسې کافران شوئ نو په هغه ورځ به څرنګه ځانونه ساتئ چې:ډار ئې کوچنیان بوډاګان کوي.
Tafsiran larabci:
١لسَّمَآءُ مُنْفَطِرٌ بِهٖ ؕ— كَانَ وَعْدُهٗ مَفْعُوْلًا ۟
اسمان به وچوي د هغه وعده هرو مرو کیدونکې ده.
Tafsiran larabci:
اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟۠
دا ایتونه پند دي نو چې د چا خوښه وي د خپل رب په لور دې لار ونیسي.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'muzammil
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa