Check out the new design

Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Al-Mukhtaṣar fī Tafsīr Al-Qur`ān Al-Karīm ke bahasa Pasthun * - Daftar isi terjemahan


Terjemahan makna Ayah: (147) Surah: An-Nisā`
مَا یَفْعَلُ اللّٰهُ بِعَذَابِكُمْ اِنْ شَكَرْتُمْ وَاٰمَنْتُمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ شَاكِرًا عَلِیْمًا ۟
هیڅ ضرورت نشته الله تعالی ته ستاسو په عذاب درکولو کې که چیرته تاسې د هغه شکر ادا کړئ او په هغه باندې ایمان ولرئ، نو هغه لوی ذات نیکي کوونکی مهرباني کوونکی دی، لیکن تاسو ته ستاسو په ګناهونو سزا درکوي، نو که خپل عمل مو برابر کړ، او د هغه په نعمتونو مو شکر وویسته، او په هغه مو ښکاره او پټ ایمان راوړ، نو هیڅ عذاب نه درکوي، او دی الله تعالی شکر قبلوونکی د هغه چا څخه چې د الله تعالی په نعمتونو اعتراف وکړي نو هغوی لره پرې ډیر ثواب ورکوي، پوهه دی په ایمان د خپل مخلوق، او خامخا وربه کړي هر یو ته بدله په خپل عمل.
Tafsir berbahasa Arab:
Beberapa Faedah Ayat-ayat di Halaman Ini:
• بيان صفات المنافقين، ومنها: حرصهم على حظ أنفسهم سواء كان مع المؤمنين أو مع الكافرين.
د منافقانو د صفاتو بیان، چې ځنې یې: حرص کول د هغوی د خپلو ځانونو په برخه باندې، برابره خبره ده که( د دوی دا برخه) د مومنانو سره وي او یا د کافرانو سره وي.

• أعظم صفات المنافقين تَذَبْذُبُهم وحيرتهم واضطرابهم، فلا هم مع المؤمنين حقًّا ولا مع الكافرين.
د منافقانو غټ صفات دا دې چې هغوی ګډوډ او په شک کې وي، نو نه خو په رښتیا سره د مومنانو سره وي او نه د کافرانو سره وي.

• النهي الشديد عن اتخاذ الكافرين أولياء من دون المؤمنين.
سخته منع لدې چې د مؤمنانو پر ځای کافران په دوستۍ سره ونیول شي.

• أعظم ما يتقي به المرء عذاب الله تعالى في الآخرة هو الإيمان والعمل الصالح.
هغه غټ شی چې انسان پرې ځان د الله تعالی له عذاب څخه په دنیا او اخرت کې ساتي هغه ایمان او نیک عمل دی.

 
Terjemahan makna Ayah: (147) Surah: An-Nisā`
Daftar surah Nomor Halaman
 
Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Al-Mukhtaṣar fī Tafsīr Al-Qur`ān Al-Karīm ke bahasa Pasthun - Daftar isi terjemahan

Diterbitkan oleh Markaz Tafsīr Li Ad-Dirasāt Al-Qur`āniyyah.

Tutup