Check out the new design

Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Al-Mukhtaṣar fī Tafsīr Al-Qur`ān Al-Karīm ke bahasa Pasthun * - Daftar isi terjemahan


Terjemahan makna Surah: Al-Jāṡiyah   Ayah:

جاثیه

Tujuan Pokok Surah Ini:
بيان أحوال الخلق من الآيات الشرعية والكونية، ونقض حجج منكري البعث المتكبرين وترهيبهم.
د مخلوق له تکويني او شرعي نښانو څخه د حالاتو بيان او د لويي کوونکو بېرته راژوندي کېدو نټه کوونکو د دلايلونو نقصان او د هغوی وېرول.

حٰمٓ ۟ۚ
د بقرې سورت په پيل کې د دغو غوندې تورو تفصيل تېر شو.
Tafsir berbahasa Arab:
تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟
د قرآن نازلول د هغه برلاسي الله له لوري دي چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدای، په پيدايښت، ځواک او تدبير کې د حکمت والا دی.
Tafsir berbahasa Arab:
اِنَّ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ لَاٰیٰتٍ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ
بېشکه په آسمانونو او ځمکه کې د الله پر ځواکمنتيا، يووالي د مؤمنانو لپاره دليلونه دي، ځکه همدوی هغه خلک دي چې له آيتونو پند اخلي.
Tafsir berbahasa Arab:
وَفِیْ خَلْقِكُمْ وَمَا یَبُثُّ مِنْ دَآبَّةٍ اٰیٰتٌ لِّقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ ۟ۙ
ای خلکو ستاسو په پيدايښت کې له نطفې څخه، بيا د وينې له ټينګې ټوټې څخه، بيا له غوښې څخه، او د هغه څه په پيدايښت کې چې الله يې له ژويو په ځمکه کې خپروي د هغه پر يووالي د هغو خلکو لپاره دليلونه دي چې پر دې خبره باور لري چې همدا الله پيداکوونکی دی.
Tafsir berbahasa Arab:
وَاخْتِلَافِ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ رِّزْقٍ فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِیْفِ الرِّیٰحِ اٰیٰتٌ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
او د شپې ورځې په يو بل پسې راتلو کې، او په هغه باران کې چې الله له آسمانه را اورولی، ځمکه يې په شنه کولو پرې ژوندۍ کړې وروسته تر دې چې هغه مړه وه هيڅ شينګيا پکې نه وه، او له يو لوري او بل لوري د بادونو په راوستلو کې ستاسو لپاره ګټې دي، د هغه قوم لپاره دليلونه دي چې له عقله کار اخلي، چې د الله پر يووالي او د هغه لخوا پر بېرته را ژوندي کولو او پر هر څه د ځواکمنتيا په اړه يې استدلال پرې کوي.
Tafsir berbahasa Arab:
تِلْكَ اٰیٰتُ اللّٰهِ نَتْلُوْهَا عَلَیْكَ بِالْحَقِّ ۚ— فَبِاَیِّ حَدِیْثٍ بَعْدَ اللّٰهِ وَاٰیٰتِهٖ یُؤْمِنُوْنَ ۟
ای رسوله! دغه آيتونه او دليلونه چې موږ يې پر تا په حقه لولو، که چېرې هغوی د الله پر خپل بنده را نازله کړې خبره او حجتونو ايمان نه راوړي، نو له دې وروسته به پر کومه خبره ايمان راوړي او کوم دليلونه به له هغه وروسته ومني؟!
Tafsir berbahasa Arab:
وَیْلٌ لِّكُلِّ اَفَّاكٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ
د الله له لوري عذاب او تباهي ده هر درواغ جوړوونکي زيات ګناهګار لره.
Tafsir berbahasa Arab:
یَّسْمَعُ اٰیٰتِ اللّٰهِ تُتْلٰی عَلَیْهِ ثُمَّ یُصِرُّ مُسْتَكْبِرًا كَاَنْ لَّمْ یَسْمَعْهَا ۚ— فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟
دغه کافر د الله آیتونه په قرآن کې اوري چې ته يې پرې لولې، بيا په کفر او ګناهونو کې پر خپل حال پاتې کيږي، په خپل زړه کې د حق له پيروۍ لويي کوونکی وي، ګواکې پر هغه لوستل شوي آيتونه يې هيڅ نه دې اورېدلي، ای رسوله! څه چې هغوی په آخرت کې بد ګڼي هغه داسې دردوونکی عذاب دی چې په قيامت به يې انتظار کوي.
Tafsir berbahasa Arab:
وَاِذَا عَلِمَ مِنْ اٰیٰتِنَا شَیْـَٔا ١تَّخَذَهَا هُزُوًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟ؕ
او کله چې له قرآنه يو څه ورته ورسيږي، نو مسخره يې نيسي چې ملنډې پرې وهي، دغه کسان چې له قرآنه د مسخرې په صفت متصف دي هغوی لره د قيامت په ورځ سپکوونکی عذاب دی.
Tafsir berbahasa Arab:
مِنْ وَّرَآىِٕهِمْ جَهَنَّمُ ۚ— وَلَا یُغْنِیْ عَنْهُمْ مَّا كَسَبُوْا شَیْـًٔا وَّلَا مَا اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْلِیَآءَ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ؕ
له مخې به يې د دوزخ اور وي چې په آخرت کې به يې انتظار کوي، د الله په وړاندې به يې له ترلاسه کړيو مالونو هيڅ ګټه ونه شي رسولای او نه به هغه بوتان چې هغوی نيولي له الله پرته يې لمانځي له دوی څه دفع کړای شي، او هغوی لره د قيامت په ورځ لوی عذاب دی.
Tafsir berbahasa Arab:
هٰذَا هُدًی ۚ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌ مِّنْ رِّجْزٍ اَلِیْمٌ ۟۠
دغه کتاب چې موږ پر خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړی د حق لارې ته لارښوونکی دی، او هغه کسان چې د خپل پالونکي لخوا يې د هغه پر رسول نازل کړل شويو آيتونو کفر کړی هغوی لره بد دردوونکی عذاب دی.
Tafsir berbahasa Arab:
اَللّٰهُ الَّذِیْ سَخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِیَ الْفُلْكُ فِیْهِ بِاَمْرِهٖ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟ۚ
الله يوازې هغه ذات دی ای خلکو چې تاسو لره يې دریاب اېل کړی، تر څو د هغه په امر کښتۍ پکې وچليږي، او د ډول ډول روا کسبونو څخه د هغه فضل ولټوئ، کېدای شي پر تاسو د کړي نعمت شکر وباسئ.
Tafsir berbahasa Arab:
وَسَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا مِّنْهُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
او هغه پاک ذات ستاسو لپاره په آسمانونو کې لمر، سپوږمۍ او ستوري او په ځمکه کې نهرونه، ونې، غرونه او نور شيان اېل کړي دي، دغه ټول نعمتونه د هغه پېرزوينه او احسان دی، پرته له شکه ستاسو لپاره د دغو په اېل کولو د الله پر ځواک او د هغه پر يووالي دليلونه دي؛ د هغو خلکو لپاره چې د هغه په آیتونو کې فکر کوي او پند ترې اخلي.
Tafsir berbahasa Arab:
Beberapa Faedah Ayat-ayat di Halaman Ini:
• الكذب والإصرار على الذنب والكبر والاستهزاء بآيات الله: صفات أهل الضلال، وقد توعد الله المتصف بها.
درواغ او پر ګناه، لويي او دالله پر آيتونو ملنډو وهلو ټينګار کول د لارورکو له صفتونو څخه دي، او پر دغو صفتونو متصف ته الله ګوت څنډنه کړې ده.

• نعم الله على عباده كثيرة، ومنها تسخير ما في الكون لهم.
د الله نعمتونه پر خپلو بندګانو يې زيات دي، چې له ډلې يې د هغوی لپاره د کايناتو اېلول دي.

• النعم تقتضي من العباد شكر المعبود الذي منحهم إياها.
نعمتونه له بندګانو د هغه معبود د شکر غوښتنه کوي چې پرې کړې يې دي.

قُلْ لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یَغْفِرُوْا لِلَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ اَیَّامَ اللّٰهِ لِیَجْزِیَ قَوْمًا بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
ای رسوله! هغو کسانو ته ووايه: چې پر الله يې ايمان راوړی او د هغه رسولان يې رېښتيني بللي، له هغو کافرانو چې د الله د نعمتونو او کړاوونو پروا نه لري د هغوی له هغو بدو کړنو دې تېريږي چې له دوی سره يې کړې دي، ځکه الله له صبرکوونکو مؤمنانو هر یوه ته او ظلم کوونکو کافرانو ته د هغه څه بدله ورکوي چې هغوی په دنيا کې کوم کارونه کوي.
Tafsir berbahasa Arab:
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ اَسَآءَ فَعَلَیْهَا ؗ— ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ تُرْجَعُوْنَ ۟
چا چې ښه عمل وکړ، نو د خپل نېک عمل پايله يې هغه لره ده، او الله د هغه له عمله مستغني دی، او چا چې خپل عمل بد کړ، نو د بد عمل پايله يې چې عذاب دی پر همغه دی، او الله ته يې بد عمل ضرر نه رسوي، بيا يوازې زموږ لوري ته په آخرت کې راګرځول کېږئ تر څو هر چاته د هغه څه بدله ورکړو چې وړ يې دی.
Tafsir berbahasa Arab:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْكِتٰبَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنٰهُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ وَفَضَّلْنٰهُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ
او له شک پرته موږ بني اسرائيلوته تورات، او د خلکو ترمنځ د تورات له حکم سره سم د پرېکړې حق ورکړی و، او ډېری نبيان مو له هغوی ګرځولي وو چې د ابراهيم عليه السلام له اولاده وو، او ډول ډول پاکيزه شيان مو په روزي ورکړي وو، او د خپلې زمانې پر خلکو مو غوراوی ورکړی و.
Tafsir berbahasa Arab:
وَاٰتَیْنٰهُمْ بَیِّنٰتٍ مِّنَ الْاَمْرِ ۚ— فَمَا اخْتَلَفُوْۤا اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ ۙ— بَغْیًا بَیْنَهُمْ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
او هغوی ته مو دليلونه ورکړل چې حق له باطله بېلوي، نو هغوی اختلاف ونه کړ مګر وروسته تردې چې زموږ د نبي محمد صلی الله عليه وسلم په لېږلو سره پر هغوی حجت قايم شو، او هغوی دغه اختلاف ته يوازې د مشرۍ او مرتبې د حرص له امله د هغوی د يو او بل پر وړاندې سرکښۍ کش کړل، بېشکه ستا پالونکی به ای رسوله! د قيامت په ورځ د هغوی ترمنځ په هغه څه کې پرېکړه کوي چې هغوی په دنيا کې پکې اختلاف کولو، نو هغه څوک به په ډاګه کړي چې په حقه و، او هغه څوک چې باطل ؤ.
Tafsir berbahasa Arab:
ثُمَّ جَعَلْنٰكَ عَلٰی شَرِیْعَةٍ مِّنَ الْاَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
بيا مو له خپل لوري ته پر داسې لاره، سنت او کړنلاره وګرځولې چې له تا مخکې مو خپلو رسولانو ته پرې امر کړی وو، چې ايمان او نېک عمل ته بلنه کوې، نو د دغه شريعت پيروي کوه، او د هغو کسانو د هوسونو پيروي مه کوه چې پر حق نه پوهيږي، د هغوی هوسونه له حقه لار ورکوونکي دي.
Tafsir berbahasa Arab:
اِنَّهُمْ لَنْ یُّغْنُوْا عَنْكَ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— وَاِنَّ الظّٰلِمِیْنَ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ۚ— وَاللّٰهُ وَلِیُّ الْمُتَّقِیْنَ ۟
بېشکه هغه کسان چې په حق نه پوهيږي، هيڅکله به له تا څخه د الله د هيڅ عذاب مخه ونه شي نيولای، که چېرې دې د هغوی د هوسونو پيروي وکړه، او ظالمان له ټولو ملتونو او مذهبونو د يو او بل مرستندويان دي او د مؤمنانو پر خلاف ملاتړي دي، او الله د هغو کسانو مرستندوی دی چې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له هغه وېريږي.
Tafsir berbahasa Arab:
هٰذَا بَصَآىِٕرُ لِلنَّاسِ وَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ ۟
زموږ پر رسول نازل کړل شوی دغه قرآن درسونه دي چې خلک حق له باطله پرې ويني، او د حق لوري ته لارښوونه ده، او د هغه قوم لپاره رحمت دی چې باور لري، ځکه همدوی هغه کسان دي چې نېغې لارې ته لار مومي، ترڅو يې پالونکی ترې راضي شي، نو جنت ته يې ننه باسي او له اوره يې وژغوري.
Tafsir berbahasa Arab:
اَمْ حَسِبَ الَّذِیْنَ اجْتَرَحُوا السَّیِّاٰتِ اَنْ نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ۙ— سَوَآءً مَّحْیَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ ؕ— سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟۠
آيا هغه کسان چې پر خپلو غړو يې کفر او ګناهونه کړي دي ګومان کوي چې موږ به يې په بدله کې د هغو خلکو غوندې کړو چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، په دې ډول چې هغوی به په دنيا او آخرت کې سره برابر وي؟! د هغوی دغه پرېکړه ډېره بده ده.
Tafsir berbahasa Arab:
وَخَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ وَلِتُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
او الله آسمانونه او زمکه د لوی حکمت له مخې په حقه پيداکړي دي، او هغه يې بې ګټې نه دي پيداکړي، او ترڅو هر چاته د هغه خير او شر بدله ورکړل شي چې تر سره کړي يې دي، او الله پر هغوی د هغوی له نېکيو په کمولو او په بديو کې يې په زياتولو ظلم نه کوي.
Tafsir berbahasa Arab:
Beberapa Faedah Ayat-ayat di Halaman Ini:
• العفو والتجاوز عن الظالم إذا لم يُظهر الفساد في الأرض، ويَعْتَدِ على حدود الله؛ خلق فاضل أمر الله به المؤمنين إن غلب على ظنهم العاقبة الحسنة.
له ظالم تېرېدنه او بښنه کله چې په ځمکه کې ورانکاری ښکاره نه کړي او د الله له پولو وا نه وړي، غوره اخلاق دي چې الله مؤمنانو ته پرې امر کړی که چېرې د هغوی غالب ګومان د ښې پايلې وي.

• وجوب اتباع الشرع والبعد عن اتباع أهواء البشر.
د شريعت د پيروۍ واجبوالی او د بشر د هوسونو له پيروۍ لرې والی.

• كما لا يستوي المؤمنون والكافرون في الصفات، فلا يستوون في الجزاء.
لکه څنګه چې مؤمنان او کافران په صفتونو کې نه سره برابريږي نو په جزا کې هم نه سره برابريږي.

• خلق الله السماوات والأرض وفق حكمة بالغة يجهلها الماديون الملحدون.
الله د لوی حکمت سره سم آسمانونه او ځمکه پيداکړل، چې ملحد ماده پرسته نه پرې پوهيږي.

اَفَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ وَاَضَلَّهُ اللّٰهُ عَلٰی عِلْمٍ وَّخَتَمَ عَلٰی سَمْعِهٖ وَقَلْبِهٖ وَجَعَلَ عَلٰی بَصَرِهٖ غِشٰوَةً ؕ— فَمَنْ یَّهْدِیْهِ مِنْ بَعْدِ اللّٰهِ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟
ای رسوله! وګوره هغه چاته چې د خپلو هوسونو پيروي يې کړې ده او د معبود غوندې يې ګرځولي دي، چې مخالفت يې نه کوي، الله هغه د پوهې سربېره لارورکی کړی دی، ځکه هغه د لارورکۍ وړ دی، د هغه پر زړه يې مهر لګولی چې د ګټې وړ اورېدل نه شي کولای، او الله يې پر سترګو پرده اچولې چې حق نه شي ليدلای، نو څوک دی چې هغه ته دې د حق توفيق ورکړي وروسته تردې چې الله يې لارورکی کړي؟! آيا د هوس د پيروۍ له ضرره او د الله د شريعت د پيروۍ له ګټې پند نه اخلئ؟!.
Tafsir berbahasa Arab:
وَقَالُوْا مَا هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَنَحْیَا وَمَا یُهْلِكُنَاۤ اِلَّا الدَّهْرُ ۚ— وَمَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۚ— اِنْ هُمْ اِلَّا یَظُنُّوْنَ ۟
د بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوونکي کافران وايي: ژوند نه دی مګر يوازې همدغه د دنيا ژوند دی، له دې وروسته ژوند نشته، نسلونه مړه کيږي بېرته نه راګرځي، او نور نسلونه پيداکيږي، او موږ يوازې د شپې او ورځې يو پر بل پسې راتلل وژني، او هغوی لره په بېرته را ژوندي کېدو څخه پر نټه کولو پوهه نشته، هغوی يوازې ګومان کوي، او ګومان د حق پر وړاندې هيڅ ګټه نه رسوي.
Tafsir berbahasa Arab:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا ائْتُوْا بِاٰبَآىِٕنَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او کله چې له بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوونکو مشرکانو باندې زموږ څرګند آيتونه لوستل کيږي هغوی لره حجت نه وي چې استدلال پرې وکړي مګر رسول صلی الله عليه وسلم او هغه اصحابو ته د هغوی دا وينا: زموږ هغه پلرونه راته راژوندي کړئ چې مړه شوي دي که چېرې تاسو مو په دعوی کې رېښتيني ياست چې موږ له مرګ څخه وروسته بېرته را ژوندي کېږو.
Tafsir berbahasa Arab:
قُلِ اللّٰهُ یُحْیِیْكُمْ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یَجْمَعُكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
ای رسوله! هغوی ته ووايه: الله مو ژوندي کوي په پيداکولو سره، بيا مو مړه کوي، بيا مو له مرګ وروسته د حساب او جزا لپاره د قيامت ورځې ته راټولوي، دغه ورځ چې شک پکې نشته هرومرو راتلونکې ده، خو ډېری خلک نه پوهيږي، نو له همدې امله په نېک عمل چمتووالی نه ورته نيسي.
Tafsir berbahasa Arab:
وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یَوْمَىِٕذٍ یَّخْسَرُ الْمُبْطِلُوْنَ ۟
او يوازې الله لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده، نو په آسمانونو او ځمکه کې له هغه پرته په حقه بل څوک ونه لمانځل شي، او کله چې د قيامت هغه ورځ راشي چې الله به مړي پکې د حساب او بدلې لپاره راپاڅوي، نو د باطل والا چې له هغه پرته د نورو عبادت يې کولو، د حق د باطلولو او باطل ثابتولو هڅه يې کوله هغوی به تاوانيان شي.
Tafsir berbahasa Arab:
وَتَرٰی كُلَّ اُمَّةٍ جَاثِیَةً ۫ؕ— كُلُّ اُمَّةٍ تُدْعٰۤی اِلٰی كِتٰبِهَا ؕ— اَلْیَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او ای رسوله! په دغه ورځ به وينې چې هر امت به پر خپلو زنګنو پروت وي د هغه څه انتظار به کوي چې ورسره کيږي، هر امت به د هغوکړنو کتاب ته راغوښتل کيږي چې حفظه پرېښتو ليکلي دي او نن ورځ به ای خلکو تاسوته د هغه څه خير او شر بدله درکول کيږي چې په دنيا کې مو کول.
Tafsir berbahasa Arab:
هٰذَا كِتٰبُنَا یَنْطِقُ عَلَیْكُمْ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّا كُنَّا نَسْتَنْسِخُ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
دغه زموږ کتاب چې زموږ پرېښتو ستاسو عملونه پکې ليکل پرتاسو به په حقه شاهدي وايي، نو ويې لولئ، بېشکه موږ پرېښتو ته امر کولو چې هغه څه وليکي چې تاسو په دنيا کې کول.
Tafsir berbahasa Arab:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِیْنُ ۟
نو هغه کسان چې ايمان يې راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، خپل پالونکی به يې په خپل رحمت سره جنت ته ننباسي، دغه بدله چې الله هغوی ته ورکړه هغه څرګنده بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته رسېدلی.
Tafsir berbahasa Arab:
وَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۫— اَفَلَمْ تَكُنْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَاسْتَكْبَرْتُمْ وَكُنْتُمْ قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ ۟
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی د هغوی د چوپ کولو لپاره به ورته وويل شي: آيا زما آيتونه پرتاسو نه لوستل کېدل، چې پر هغو له ايمان راوړلو مو لويي وکړه، او تاسو مجرم قوم واست، چې کفر او ګناهونه مو کول؟!.
Tafsir berbahasa Arab:
وَاِذَا قِیْلَ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّالسَّاعَةُ لَا رَیْبَ فِیْهَا قُلْتُمْ مَّا نَدْرِیْ مَا السَّاعَةُ ۙ— اِنْ نَّظُنُّ اِلَّا ظَنًّا وَّمَا نَحْنُ بِمُسْتَیْقِنِیْنَ ۟
او کله چې درته وويل شي: بېشکه د الله هغه ژمنه چې له خپلو بندګانو سره يې کړې ده، چې هغه به يې بېرته راژوندي کوي او بدله به يې ورکوي، حق ده هيڅ شک پکې نشته، او قيامت حق دی شک پکې نشته، نو هغو لره عمل وکړئ، تاسو ويل: موږ نه پوهېږو قيامت څه دی؟ موږ يوازې کمزوری ګومان کوو چې هغه راتلونکی دی، او موږ باوري نه يو چې هغه به راشي.
Tafsir berbahasa Arab:
Beberapa Faedah Ayat-ayat di Halaman Ini:
• اتباع الهوى يهلك صاحبه، ويحجب عنه أسباب التوفيق.
د هوسونو پيروي خپل څښتن تباه کوي، او د توفيق د لارو مخه نيسي.

• هول يوم القيامة.
د قيامت سخت حالت.

• الظن لا يغني من الحق شيئًا، خاصةً في مجال الاعتقاد.
ګومان د حق پر وړاندې د هيڅ ګټه نه شي رسولای، په ځانګړي ډول د عقيدې په ډګر کې.

وَبَدَا لَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا عَمِلُوْا وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
او هغوی لره به هغه بدې کړنې يې ښکاره شي چې په دنيا يې کې يې له کفر او ګناهونو څخه کړي دي، او هغه عذاب به پرې راشي چې پر هغو د وېرولو پر مهال يې ملنډې پرې وهلې.
Tafsir berbahasa Arab:
وَقِیْلَ الْیَوْمَ نَنْسٰىكُمْ كَمَا نَسِیْتُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا وَمَاْوٰىكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟
او الله به هغوی ته ووايي: نن مو په اور کې پرېږدم، لکه څنګه چې تاسو د دغې ورځې سره مخامخېدل هېر کړي وو، نو په ايمان راوړلو او نېک عمل مو چمتووالی نه ورته نيولو، او هستوګنځی مو چې ورځئ به هغه اور دی، او تاسو لره به مرستندويان نه وي چې د الله عذاب درڅخه دفع کړي.
Tafsir berbahasa Arab:
ذٰلِكُمْ بِاَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ اٰیٰتِ اللّٰهِ هُزُوًا وَّغَرَّتْكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا ۚ— فَالْیَوْمَ لَا یُخْرَجُوْنَ مِنْهَا وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟
دغه ستاسو عذاب چې پرې په عذابېږئ د دې له امله دی چې زموږ آيتونه مو مسخرې ګرځولي وو چې ملنډې مو پرې وهلې، او د دنيا ژوند په خپلو مزو او خوندو سره دوکه کړي وئ، نو نن به دغه زموږ پر آيتونو ملنډې وهونکي کافران له اوره نه اېستل کيږي، بلکې تل ترتله به پکې پاتې کيږي، او د دنيا ژوند ته به نه ګرځول کيږي تر څو نېک عمل وکړي او پالونکی يې ترې راضي شي.
Tafsir berbahasa Arab:
فَلِلّٰهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَرَبِّ الْاَرْضِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
نو يوازې الله لره ستاينه ده د آسمانونو پالونکی او د ځمکې پالونکی او د ټولو مخلوقاتو پالونکی.
Tafsir berbahasa Arab:
وَلَهُ الْكِبْرِیَآءُ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠
او هغه لره په آسمانونو او په ځمکه کې دروندوالی او لويي ده او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې زورور کېدلای، د خپل مخلوق په پيدايښت، او د مخلوقاتو په اندازه کولو کې او خپل تدبير او شريعت کې حکمت والا دی.
Tafsir berbahasa Arab:
Beberapa Faedah Ayat-ayat di Halaman Ini:
• الاستهزاء بآيات الله كفر.
د الله پر آيتونو ملنډې وهل کفر دی.

• خطر الاغترار بلذات الدنيا وشهواتها.
د دنيا په مزو او خوندونو مغروره کېدل خطر دی.

• ثبوت صفة الكبرياء لله تعالى.
د الله تعالی لپاره د لويۍ صفت ثابتوالی.

• إجابة الدعاء من أظهر أدلة وجود الله سبحانه وتعالى واستحقاقه العبادة.
د دعا قبلول د الله پاک پر وجود ترټولو له څرګندو دلايلو څخه دی او دا چې هغه د عبادت وړ دی.

 
Terjemahan makna Surah: Al-Jāṡiyah
Daftar surah Nomor Halaman
 
Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Al-Mukhtaṣar fī Tafsīr Al-Qur`ān Al-Karīm ke bahasa Pasthun - Daftar isi terjemahan

Diterbitkan oleh Markaz Tafsīr Li Ad-Dirasāt Al-Qur`āniyyah.

Tutup