Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano * - Indice Traduzioni


Traduzione dei significati Sura: Al-Fâtihah   Versetto:

فاتحه

Alcuni scopi di questa Sura comprendono:
تحقيق العبودية الخالصة لله تعالى.
يوازې الله تعالی ته د خالصې بندګۍتحقيق.

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۟
د الله په نامه د قرآن لوستل پیلوم، له هغه مرسته غواړم او د هغه د نوم په یادولو برکت ترلاسه کوم. او په بسم الله کې د الله تعالی درې ښایسته نومونه دی: ۱- (الله) یعنې: په حقه سره د عبادت وړ. او دا د الله تعالی ځانګړی نوم دی او بل څوک په دې نوم نه نومول کېږي. ۲- (الرحمن) یعنې: د پراخه لورینې څښتن. هغه په خپل ذات کې لورین دی. ۳- (الرحیم) یعنې: د پرله پسې لورینې څښتن دی. هغه چا ته چې خوښه یې شي لورینه پرې کوي په ځانګړي ډول پر خپلو مؤمنو بنده ګانو باندې.
Esegesi in lingua araba:
اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
بشپړه ستاينه او د حمدونو ټول ډولونه يوازې د الله د کمال او جلا له صفتونو څخه دي، نه د بل چا، ځکه هغه د هرڅه پالونکی، پيداکوونکی او تدبيرکوونکی دی، او عالمیان د عالم جمع ده او له الله تعالی پرته هرڅه ته عالم ويل کيږي.
Esegesi in lingua araba:
الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ
په وړاندني آیت کې پس د الله له حمد څخه د الله تعالی ستاینه ده.
Esegesi in lingua araba:
مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِ ۟ؕ
د الله تعالی لویي چې همدې د قیامت په ورځ د هر څه څښتن دی، او هیڅ نفس د بل نفس لپاره د هيڅ شي واک نه لري. پس (یوم الدین) قیامت: د بدلې او حساب ورځ ده.
Esegesi in lingua araba:
اِیَّاكَ نَعْبُدُ وَاِیَّاكَ نَسْتَعِیْنُ ۟ؕ
یوازې تا ځانګړی کوو په هر ډول بندګۍ او طاعت سره، هیڅوک تا سره شریک نه جوړوو، او یوازې له تا څخه په خپلو ټولو کارونو کې مرسته غواړو. ټول خیر یوازې ستا په لاس کې دی، له تا پرته بل څوک مرستندوی نه شته.
Esegesi in lingua araba:
اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَ ۟ۙ
مونږ ته نیغه لاره وښایه، پر هغې مو برابر کړه او پر هغې مو ټینګ (کلک) کړه، مونږ ته ډېره لارښوونه (هدایت) وکړه او (الصراط المستقیم) هغه څرګنده لار ده چې کوږوالی په کې نه وي، چې هغه اسلام دی، په کوم باندې چې الله تعالی محمد صلی الله علیه وسلم رالېږلی دی.
Esegesi in lingua araba:
صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ ۙ۬— غَیْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْهِمْ وَلَا الضَّآلِّیْنَ ۟۠
لار د هغو کسانو چې تا پر هغوی باندې انعام (پېرزوینه) کړې ده چې هغوی ته دې هدایت کړی دی؛ لکه انبیاء، صدیقین، شهیدان او صالحین او له هغوی سره ملګرتیا څومره ښکلې ده، نه لاره د هغو کسانو چې غضب شوی دی پر هغوی باندې، هغوی چې حق يې وپېژانده خو تابعداري یې نه کوي، لکه یهود، او نه لاره د هغو کسانو چې له حق څخه ګمراهان دي، هغه کسان چې حق ورته نه دی ښودل شوی، ځکه چې دوی د حق او هدایت په غوښتلو کې سستي (کمي) کړې ده، لکه نصاری.
Esegesi in lingua araba:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• افتتح الله تعالى كتابه بالبسملة؛ ليرشد عباده أن يبدؤوا أعمالهم وأقوالهم بها طلبًا لعونه وتوفيقه.
الله تعالی خپل کتاب په بسم الله سره پېل کړی دی؛ د دې لپاره چې خپلو بندګانو ته وښایي چې خپل کارونه او ویناوې په بسم الله (د الله په نامه) پیل کړي او له الله څخه مرسته او بریا وغواړي.

• من هدي عباد الله الصالحين في الدعاء البدء بتمجيد الله والثناء عليه سبحانه، ثم الشروع في الطلب.
په دعا کې د الله د نېکو بندګانو له لارښوونې دا ده چې - لومړی - د الله په لويۍ او د هغه پاک ذات په ستاينه پيل کوي، بيا په غوښتنه.

• تحذير المسلمين من التقصير في طلب الحق كالنصارى الضالين، أو عدم العمل بالحق الذي عرفوه كاليهود المغضوب عليهم.
د حق په غوښتنه کې د ګمراه نصاراوو په څېر له کمي کولو څخه د مسلمانانو ویرول او یا د غضب کړل شویو یهودو په څېر په پېژندل شوي حق باندې عمل نه کوي، څخه وېرول.

• دلَّت السورة على أن كمال الإيمان يكون بإخلاص العبادة لله تعالى وطلب العون منه وحده دون سواه.
دا سورت په دې دلالت کوي چې پوره ایمان په پوره اخلاص سره د الله -تعالی- په بندګۍ او یوازې له الله تعالی څخه په مرسته غوښتلو کې دی.

 
Traduzione dei significati Sura: Al-Fâtihah
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano - Indice Traduzioni

Emesso dal Tafseer Center per gli Studi Coranici.

Chiudi