Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano * - Indice Traduzioni


Traduzione dei significati Sura: Ibrâhîm   Versetto:
وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهِ اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ اَنْجٰىكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ وَیُذَبِّحُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَیَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ ۟۠
ياد کړه ای رسوله! کله چې موسی د خپل پالونکي امر ومانه، خپل قوم بنو اسرائیلوته يې وويل: په داسې حال کې چې پر هغوی د الله د لورېينې ور په يادوونکی و، ای زما قومه! پرتاسو د الله لورېينه در په ياد کړئ کله يې چې د فرعون له خلکو وژغورلئ، د هغوی له نيونې يې روغ وساتلئ، چې بده سزا يې درڅکله، داسې چې نارينه اولادونه مو يې ذبح کول تر څو په تاسو کې هغه څوک ونه زيږيږي چې د فرعون پاچايي ونيسي او ښځې مو يې د هغوی د رسوايۍ او سپکاوي لپاره ژوندۍ پرېښودلې، د هغوی په دغو کړنو کې ستاسو لپاره پر صبر لویه ازموينه وه، الله تاسوته پر دغه کړاو د صبر بدله درکړه، د فرعون د خلکو له نيونې په ژغورنې سره.
Esegesi in lingua araba:
وَاِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكُمْ لَىِٕنْ شَكَرْتُمْ لَاَزِیْدَنَّكُمْ وَلَىِٕنْ كَفَرْتُمْ اِنَّ عَذَابِیْ لَشَدِیْدٌ ۟
موسی هغوی ته وويل: در په ياد کړئ هغه وخت چې پالونکي مو څرګند اعلان درته وکړ: که چېرې مو د الله شکر واېستئ پر هغه څه چې له يادوشوو نعمتونو يې کوم درباندې کړي دي، هرومرو به له هغو خپله لورېينه او پېرزوينه پرتاسو زياته کړي، که چېرې مو نټه وکړه پرتاسو د هغه له نعمتونو څخه او شکر مو ونه اېستئ، بېشکه د هغه سزا سخته ده د هغه چا لپاره چې له نعتمتونو يې نټه کوي او شکر يې نه باسي.
Esegesi in lingua araba:
وَقَالَ مُوْسٰۤی اِنْ تَكْفُرُوْۤا اَنْتُمْ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ۙ— فَاِنَّ اللّٰهَ لَغَنِیٌّ حَمِیْدٌ ۟
او موسی خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که تاسو کفر وکړئ او ټول هغه څوک چې په ځمکه کې دي کفر وکړي؛ نو د کفر زيان پر تاسو درګرځي، ځکه الله په خپل ذات کې بې پروا دی، د خپل ذات له پلوه د ستايلو وړ دی، نه د مؤمنانو ايمان ګټه ورته رسوي او نه د کافرانو کفر زيان ورته رسوي.
Esegesi in lingua araba:
اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَبَؤُا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ ۛؕ۬— وَالَّذِیْنَ مِنْ بَعْدِهِمْ ۛؕ— لَا یَعْلَمُهُمْ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَرَدُّوْۤا اَیْدِیَهُمْ فِیْۤ اَفْوَاهِهِمْ وَقَالُوْۤا اِنَّا كَفَرْنَا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ وَاِنَّا لَفِیْ شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُوْنَنَاۤ اِلَیْهِ مُرِیْبٍ ۟
ای کافرانو! له تاسو مخکې د درواغ ګڼونکو امتونو د تباهۍ خبر ندی درته راغلی: د نوح د قوم، د هود د قوم عاد، د صالح د قوم ثمود او هغو امتونو چې له هغوی وروسته راغلي، ډېر دي چې يوازې الله يې شمېرلی شي؟ هغوی ته يې رسولان له څرګندو دلائلو سره راغلل، لاسونه په خولو کې کښېښودل پر رسولانو يې د غوسې له امله یې په خپلو ګوتو خولې لګولې او رسولانو ته يې وويل: موږ پر هغه څه کفر کړی چې تاسو ورسره رالېږل شوي ياست او په تردد اچوونکي شک يو له هغه څه چې تاسو مو وربولئ.
Esegesi in lingua araba:
قَالَتْ رُسُلُهُمْ اَفِی اللّٰهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَدْعُوْكُمْ لِیَغْفِرَ لَكُمْ مِّنْ ذُنُوْبِكُمْ وَیُؤَخِّرَكُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— قَالُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ؕ— تُرِیْدُوْنَ اَنْ تَصُدُّوْنَا عَمَّا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَا فَاْتُوْنَا بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟
رسولانو هغوی ته د ځواب ورکوونکو په توګه وويل: آيا د الله په توحيد او هغه ته په يوازې عبادت کولو کې شک دی، هغه د آسمانونو پيداکوونکی او د ځمکې پيداکوونکی دی او پرته له مخکينۍ بېلګې يې رامنځته کوونکی دی؟ ايمان ته مو رابولي تر څو له تاسو مو پخواني ګناهونه ختم کړي، وروسته کوي مو ستاسو د بشپړ اخېستو تر وخته چې ستاسو د دنيا په ژوند کې نېټې درته ټاکل شوې دي، قومونو يې ورته وويل: تاسو نه يئ مګر زموږ غوندې انسانان، تاسو لره پر موږ کوم غوراوی نشته، تاسو د هغه څه له عبادته زموږ راګرځول غواړئ چې زموږ پلرونو يې عبادت کوی، څرګند دليل راوړئ چې ستاسو پر رېښتينولۍ دلالت کوي په هغه دعوی کې چې کوئ يې چې تاسو د الله له لوري موږ ته رسولان ياست.
Esegesi in lingua araba:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• من وسائل الدعوة تذكير المدعوين بنعم الله تعالى عليهم، خاصة إن كان ذلك مرتبطًا بنعمة كبيرة، مثل نصر على عدوه أو نجاة منه.
د بلنې له لارو دا هم ده چې را بلل شويو ته د الله نعمتونه ور په ياد کړل شي، په ځانګړي ډول که دا په لويو نعمتونو پورې اړه ولري، لکه د دوښمن پر وړاندې مرسته له هغه ژغورنه.

• من فضل الله تعالى أنه وعد عباده مقابلة شكرهم بمزيد الإنعام، وفي المقابل فإن وعيده شديد لمن يكفر به.
د الله له پېرزوينې د هغه ژمنه ده له خپلو بندګانو سره د شکر په بدل کې په لا زيات انعام سره او بل لوري ته د هغه د وعيد سختوالی دی د هغه چا لپاره چې پر هغه يې کفر کړی دی.

• كفر العباد لا يضر اللهَ البتة، كما أن إيمانهم لا يضيف له شيئًا، فهو غني حميد بذاته.
د بندګانو کفر الله ته هيڅ زيان نه رسوي لکه څنګه چې يې ايمان هغه لره هيڅ نه زياتوي هغه بې پروا او په خپل ذات کې ستايل شوی دی.

 
Traduzione dei significati Sura: Ibrâhîm
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano - Indice Traduzioni

Emesso dal Tafseer Center per gli Studi Coranici.

Chiudi