Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano * - Indice Traduzioni


Traduzione dei significati Versetto: (29) Sura: Al-Kahf
وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكُمْ ۫— فَمَنْ شَآءَ فَلْیُؤْمِنْ وَّمَنْ شَآءَ فَلْیَكْفُرْ ۚ— اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلظّٰلِمِیْنَ نَارًا اَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا ؕ— وَاِنْ یَّسْتَغِیْثُوْا یُغَاثُوْا بِمَآءٍ كَالْمُهْلِ یَشْوِی الْوُجُوْهَ ؕ— بِئْسَ الشَّرَابُ ؕ— وَسَآءَتْ مُرْتَفَقًا ۟
او وایه -ای پیغمبره- دې د الله تعالی د ذکر نه بې پروا خلکو ته د دوی د زړونو د غفلت د وجې نه: ما چې تاسې ته کوم څه راوړي خاص همدا حق دی، او دا د الله تعالی له طرفه دی نه زما له طرفه، او زه نه یم قبلوونکی ستاسو د مطالبو زما نه چې زه دې مومنان د خپل ځانه وشړم، نو څوک چې ستاسې نه غواړي چې ایمان راوړي په دې حق باندې نو ایمان دې پرې راوړي، او خامخا به یې په بدلې خوشحالیږي، او څوک چې ستاسې نه غواړي کفر پرې وکړي نو کفر دې وکړي، او خامخا به غمجن کیږي په هغې سزا چې دا یې انتظار کوي، یقینا مونږ تیار کړی په خپل ځان باندې ظلم کوونکو خلکو لره په اختیارولو د کفر سره اور لوی چې راګیروی به دوی د هغه دیوالونه، نو دوی وسع نه لري د تېښتې د دې نه، او که چیرته دوی مرسته وغواړي د اوبو د هغې سختې تندې د وجې چې دوی ته رسیدلې د دوی مرسته به وشي په داسې اوبو سره لکه ویلي کړی شوي تیل ډیر ګرم، وریتوي به مخونه د دوی د ډیرې ګرمۍ نه، ډیر بد دي دا څښل چې د دوی مدد پرې کیدلی شي، نو پس دا تنده نه ماتوي بلکې نوره یې هم زیاتوي، او نه هغه لمبې مړې کوي کومې چې د دوی پوستکی سوځوي، او ډیر بد دی دا اور ځای د ورتللو چې دوی ورته ورځي، او ځای د اوسیدلو چې دوی پکې اوسیږي.
Esegesi in lingua araba:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• فضيلة صحبة الأخيار، ومجاهدة النفس على صحبتهم ومخالطتهم وإن كانوا فقراء؛ فإن في صحبتهم من الفوائد ما لا يُحْصَى.
فضیلت د نیکانو د ملګرتیا، او د ځان سره مقابله کول د هغوی په ملګرتیا کې او د هغوی سره په یوځای کیدلو کې او اګر که غریبان هم وي؛ ځکه د دوی په ملګرتیا کې دومره فایدې دي چې حساب یې نشي کیدلی.

• كثرة الذكر مع حضور القلب سبب للبركة في الأعمار والأوقات.
د زړه په حضور سره ډیر ذکر کول په عمرونو او وختونو کې د برکت سبب دی.

• قاعدتا الثواب وأساس النجاة: الإيمان مع العمل الصالح؛ لأن الله رتب عليهما الثواب في الدنيا والآخرة.
د ثواب او د نجات اساسي قاعدې دا دې: ایمان د نیک عمل سره؛ ځکه چې الله تعالی په دې دواړو باندې په دنیا او اخرت کې ثوابونه مرتب کړي.

 
Traduzione dei significati Versetto: (29) Sura: Al-Kahf
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano - Indice Traduzioni

Emesso dal Tafseer Center per gli Studi Coranici.

Chiudi