Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano * - Indice Traduzioni


Traduzione dei significati Versetto: (143) Sura: Al-Baqarah
وَكَذٰلِكَ جَعَلْنٰكُمْ اُمَّةً وَّسَطًا لِّتَكُوْنُوْا شُهَدَآءَ عَلَی النَّاسِ وَیَكُوْنَ الرَّسُوْلُ عَلَیْكُمْ شَهِیْدًا ؕ— وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِیْ كُنْتَ عَلَیْهَاۤ اِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ یَّتَّبِعُ الرَّسُوْلَ مِمَّنْ یَّنْقَلِبُ عَلٰی عَقِبَیْهِ ؕ— وَاِنْ كَانَتْ لَكَبِیْرَةً اِلَّا عَلَی الَّذِیْنَ هَدَی اللّٰهُ ؕ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُضِیْعَ اِیْمَانَكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
لکه څنګه مو چې تاسې ته قبله غور کړې ده، همداسی مو تاسې په عقیده عبادت او د ژوند په نورو چارو کی غوره، باانصافه او درمیانه أمت ګرځولي یاست، د دې لپاره چې د قیامت په ورځ تاسو ګواهان شئ د الله تعالی د پیغمبرانو لپاره چې هغوی د الله تعالی هغه دین چې هغوی ته پرې امر شوی وو، خپلو امتونو ته رسولی ؤ، او همدارنګه محمد صلی الله علیه وسلم به ګواه وي پر تاسو باندې چې هغه تاسو ته د الله تعالی دین رارسولی وو. او مونږ نه دی ګرځولی اړول ستا د قبلی هغه چی تا ورته مخکی مخ اړوو- چی هغه بیت المقدس - وو، مګر ددی لپاره چی مونږه وپیژنو (ښکاره یې کړو)- داسی پېژندل چې په هغه به حساب او جزاء مرتب کېږي- چې څوک د الله په شرع باندې راضي کېږي او غاړه ورته ږدي، نو پس د پیغمبر تابعداري کوي او څوک چې له خپل دین نه واوړي او د خپلو نفسي غوښتنو تابعداري کوي او د الله تعالی شرعې ته غاړه نه ږدې. او یقینا د لومړۍ قبلې بدلېدل ډیر درانه وو مګر په هغو کسانو درانه نه وو چې الله تعالی ورته په هغه باندی د ایمان ورکولو توفیق ورکړی وو، او بیشکه چی الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره کوم دین رالیږی هغه د لوړو حکمتونو لپاره رالیږی. او الله تعالی دا نه غواړی چی ستاسو په الله تعالی ایمان برباد اوضائع کړی، او نه ستاسو هغه لمونځونه چی تاسو د قبلی د ګرځیدو څخه مخکی کړی دی، بیشکه الله تعالی په خلکو باندی ډیر مهربان او رحم کوونکی دی، نو په هغو باندی سختی نه کوی، او د هغوئ د نیکو اعمالو ثوابونه نه بربادوی.
Esegesi in lingua araba:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• أن الاعتراض على أحكام الله وشرعه والتغافل عن مقاصدها دليل على السَّفَه وقلَّة العقل.
بېشکه د الله تعالی د حکمونو او د هغه له شرعې نه مخ اړول او د هغه د مقاصدو نه ځان غافله کول د لیونتوب او کم عقلۍ دلیل دی.

• فضلُ هذه الأمة وشرفها، حيث أثنى عليها الله ووصفها بالوسطية بين سائر الأمم.
د دې امت غوره والی او عزت، لکه څنګه چې الله تعالی د دوی ستاینه کړې ده او دوی یې د ټولو امتونو ترمنځ په منځلارۍ ستایلي دي.

• التحذير من متابعة أهل الكتاب في أهوائهم؛ لأنهم أعرضوا عن الحق بعد معرفته.
ځان ساتل د اهل کتابو -یهودو او نصاروو- له تابعدارۍ نه؛ ځکه چې هغوئ د حق پیژندلو نه وروسته هم د حق نه مخ اړولی.

• جواز نَسْخِ الأحكام الشرعية في الإسلام زمن نزول الوحي، حيث نُسِخَ التوجه إلى بيت المقدس، وصار إلى المسجد الحرام.
د وحیې د نزول پر مهال شرعي احکام نسخ کېدل په اسلام کې جائز ؤ، لکه څنګه چې د بیت المقدس طرف ته په لمانځه کې مخ ګرځول نسخه شول او د مسجد حرام -بیت الله- طرف ته ګرځیدل روا شول.

 
Traduzione dei significati Versetto: (143) Sura: Al-Baqarah
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano - Indice Traduzioni

Emesso dal Tafseer Center per gli Studi Coranici.

Chiudi